پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     11 جمادی الثانی 1442

میلادی نېټه :     یکشنبه, 24 جنوری 2021 م

شمېره:      ۰۵/۱۴۴۲

الدنمارك
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ډینمارک یو وزیر یو ځل بیا د اسلام پر وړاندې د فکري جګړې غوښتنه وکړه

د ډینمارک یو وزیر میټیاس ټیسفای د ۲۰۲۱م کال د جنوري پر ۲۲مه په جیلانډ پوسټين کې د یوې مرکې پر مهال وویل، د اسلامي ارزښتونو پر وړاندې مبارزه ګړۍ روانه ده. هغه زیاته کړه، د مبارزې لومړۍ څپه دا وه چې له اسلامي خارو څخه مسلمانان کفري هېوادونو ته کډوال شي او دویمه څپه به دا وي چې د قانون له مخې به د مسلمانانو پر ښوونځیو بندیزونه ولګول شي، څو له هغوی خپل هویت واخیستل شي.

د ده په وینا، د هېواد ټول ارګانونه باید د همدغو مفکورو  پر وړاندې په مبارزه کې رول ولوبوي. ټیسفای همدا راز ګواښ وکړ: «که داسې ونه شي، نو سوسیال ډيموکراټیک حکومت به دا کړنه تر سره کړي».

نوموړي زیاته کړه: «یو څوک ویلی شي چې د اسلام یوه لویه برخه نن افراطیت بیان او وړاندې کوي. افراطیت د ځینو اسلامي کړیو اصلي مفکورې دي. د بېلګې په توګه، هغوی د همجنس بازۍ نظریه نه مني، قرآن له اساسي قانون څخه پورته ګڼي او وايي، ښځه باید په کور کې وي او څلور دېوالونه ترې راتاو وي.»

دغه وزیر د یو دولت لپاره لمونځ، د شرابو بندیز، د ښځو جامې، د جنسیت بېلوالی، د «افراط» بېلګې او خطرناک عناصر وبلل. په داسې حال کې چې دا ټول د اسلام مقررات دي، چې په اسلامي متنونو کې یې په څرګنده توګه یادونه شوې او که چېرته یې پلي کړي، په ټولنه کې به امنیت، همغږي او سوکالي تامین شي.

په تېرو وختونو کې یاد وزیر تور پورې کړی و چې اسلامی سازمانونه له واده څخه وړاندې د ښځينه او نارینه وو یو ځای والی روا بولي او اذان یې د «جګړې چیغه» بللې وه. د اسلام یوازنۍ بڼه چې سیاسیون یې باید ومني، هغه تش په نوم «ډینمارکي اسلام» دی، لکه څنګه چې وزیر وویل: «په ډینمارک کې باید د ډینمارک اسلام وي او د منځنۍ اسیا اسلام باید لږ وي».

حکومت له مسلمانانو څخه غواړي چې دوی باید د «ډینمارک اسلام» ومني، چې په ټولنه کې مناسب وي او قرآن له اساسي قانون څخه پورته ونه بولي. یو اسلام چې شریعت، اسلامي لباس، د جنسیت بېلوالی، د شرابو بندیز او زنا پکې منع نه وي او ماشومان د شرافت او فضیلت په څېر ارزښتونو سره رالوی نه شي، ځکه چې د دغه وزیر په خبره، دا څه د ټولنیزو اصولو خلاف عمل دی.

له چارواکو څخه د قران کریم د بدلون غوښتنه نوې نه ده. د مکې ټولنې اشرافو هم دا غوښتنه درلوده او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مخ شوي وو، چې دوی نه شوی کولای هغه په فکري ډول غلط ثابت کړي.

[وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ لاَ يَرْجُونَ لِقَاءنَا ائْتِ بِقُرْآنٍ غَيْرِ هَـذَا أَوْ بَدِّلْهُ قُلْ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أُبَدِّلَهُ مِن تِلْقَاء نَفْسِي إِنْ أَتَّبِعُ إِلاَّ مَا يُوحَى إِلَيَّ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ]

ژباړه: «کله چې دوی ته زموږ روښانه خبرې اورول کېږي، نو هغه خلک چې له موږ سره د یو ځای کېدلو هيله‌مند نه دي، وايي «د دغه پر ځای کوم بل قرآن راوړه، یا تعدیل پکې راوړه.» ـ [اې رسول الله صلی الله علیه وسلم!] دوی ته ووایه: «زما دا کار نه دی چې له خپله ځانه په دې کې کوم تعدیل او بدلون راوړم. زه خو یوازې د هغې وحیې پیرو یم چې ما ته لېږل کېږي. که زه د خپل رب له امر څخه سرغړونه وکړم، نو له ډېرې هیبتناکې ورځې څخه وېرېږم.»

موږ غواړو چې دغه وزیر او د ډینمارک حکومت ته لاندې پیغام ورسوو:

اسلام د ژوند د عقلي لیدلوري پر بنسټ ولاړ دی، چې مسلمانان یې په فکري توګه قانع کړي دي. هغه دلایل چې د اسلام واقعیت ثابتوي، هېڅوک پرې سترګې نه شي پټولی. له همدې امله، تاسو به هېڅکه بریالي نه شئ، چې موږ په تبعیضي قوانینو سره د ژوند په اړه خپل سېکولر لیدلوري ته په زور تسلیم کړئ.

که تاسو خیال کوئ چې موږ باید خپل اسلامي ارزښتونه پرېږدو، نو بیا داسې دلایل وړاندې کړئ چې ستاسو د ژوند سېکولر مفکوره زموږ په پرتله ډېره رښتینې ده. یا دا چې ستاسو انفرادي او مادي ژوند لیک د شریعت په پرتله د انسان له طبیعت سره ښه تنظیم شوی دی. په هر صورت، تاسو به هېڅکله په دې ونه توانېږئ، له همدې امله تاسو باید له دې حقیقت سره مخ شئ چې د اسلام پر وړاندې ستاسو د مبارزې دویمه څپه وړاندې له دې چې پرده وغوړوي، هغه مو له لاسه ورکړې ده.

د حزب التحریرـ ډینمارک مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې