شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     25 جمادی الاول 1442

میلادی نېټه :     شنبه, 09 جنوری 2021 م

شمېره:      ۴۰/ ۱۴۴۲

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
ډیموکراسي په نړیواله کچه له رسوایۍ سره مخ ده؛

د الله سبحانه و تعالی په امر، خلافت به ټول بشریت د ډیموکراسۍ له ظلم څخه خلاص کړي

د ټرمپ د پلویانو له لوري په کپیتال هیل کې د ډیموکراسۍ پر پیکر بريد، ډيموکراسي رسوا کړه. دغه ډراماټیک بريد د هغو خلکو ناسمې ادعاوې افشا کړې، چې تر اوسه پورې د ډیموکراسۍ ملاتړ کوي. داسې ادعا کول چې ډیموکراسي ملتونه سره یو ځای کوي، په سوله ییزه توګه د قدرت لېږدولو ته اجازه ورکوي، د ټولو حقوق خوندي کوي، د اقلیت ساتنه کوي، پاڅونونه اراموي، تولیدي بحث ته اجازه ورکوي او ډیموکراسي د تمدن لوړه څوکه بولي. د ډیموکراسۍ په هېواد کې د سپین پوستو ملاتړي رژیمونه قدرت په لاس کې اخلي. د ډیموکراسۍ په رهبرۍ کې یو غیر نظامي امریکایي تور پوستی د پولیسو په واسطه په مرګ محکومیږي، خو  پولیس د سپین پوستو د تاوتریخوالي د مخنیوي په درشل کې یوازې له شرم سره مخ کیږي. د نړۍ په کچه تر ټولو غټ ډیموکرات دولت هند کې، هم مسلمانان په سیستماتیک ډول ځورول کیږي. په فرانسه کې ان د یوې مسلمانې ښځې حجاب نه شي زغمل کېدلای.

ډیموکراسي اقلیتونه د اکثریتو غلامان کوي. له اکثریتو څخه ملاتړ په سیستماتیک ډول پر اقلیتونو باندې ظلم کوي. د ډیموکراسۍ په پرمختګ کې یو کوچنۍ مخکښ ګروپ په قانوني ډول د اکثریتو پر سرچینو تسخیر کوي. په ډیموکراسۍ کې د اکثریت د رایې  ساتلو لپاره سیاستمداران نژاد پرستۍ، توکمپالنې او فرقه پالنې ته لمن وهي، تر څو واک لاسته راوړي، چی دې ته پاپیولیزم وایي. د ډیموکراسۍ د بهرنۍ پالیسۍ یعنی استعمار پر اساس غربي حکومتونو د نړۍ د سرچینو په ایستلو سره «درېیمه نړۍ» جوړه کړې. په پاکستان کې د ډیموکراسۍ د عقیدې یعنې سیکولارېزم له لارې مذهب له عامه دایرې څخه وتلی او مسلمانان د الله سبحانه و تعالی د احکامو له پلي کولو څخه منع کوي. په پاکستان کې ډیموکراسي هم لکه دکتاتوري استعمارانه ګټه اخیستنې ته لاره هواروي.

په یقیني ډول د ډیموکراسۍ ماتې یوه قطعي موضوع ده، ځکه چې د قانون جوړلو حاکمیت د انسان محدود عقل ته ورکوي په داسې حال کې چې د قانون جوړلو حاکمیت یوازې له الله سبحانه و تعالی سره دی، الله سبحانه و تعالی په قرانکریم کې فرمایي:

(يَا أَيُّهَا الْإِنْسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ)

ژباړه: «اې انسانه څه شي ته د خپل هغه مهربانه خدای له لوري په غولونه کې واچولې؟» [انفطار: ۸۲]

الله سبحانه و تعالی یو نړیوال شریعت را لیږلی،  چی د هر انسان حق په کې خوندي دی. که هر څومره د انسانانو شمېر ډیر هم شي، بیا هم بدلون نه مومي. شریعت به د اسلامي نظام یعنې خلافت په واسطه له فرقه ګرایی، نژاد پالنې او ملیت پالنې پرته پلی کیږي. په خلافت کې خلیفه به د الله سبحانه و تعالی د شریعت د پلي کولو له پاره له امت څخه بیعت اخلي، تر څو د ډیموکراسۍ له ظلم څخه ټول بشریت خلاص کړي. د پاکستان په مسلمان پوځ کې د قدرت لرونکو خلکو په همکارۍ باید ټول مسلمانان د ډیموکراسۍ جرړې له بیخه وباسي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج خلافت تاسیس کړي. تر څو په دنیا او اخرت کې ښېګڼه تر لاسه کړي.

د حزب التحریرـ  ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې