جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     12 صفر 1442

میلادی نېټه :     سه شنبه, 29 سپټمبر 2020 م

شمېره:      ۱۴/۱۴۴۱

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د اوسنیو واکمنانو خلاف، خلیفه به له ځنډ پرته امریکا له افغانستان څخه وباسي

د ۲۰۲۰م، د سپټمبر په ۲۶مه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له واشنګټن پوسټ سره په خبرو کې، له افغانستان څخه د امریکا د ژر تر ژره وتلو په اړه خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې، له اتیا زرو زیاتو خلکو قرباني ورکړې ده. په داسې حال کې چې د باجوه ـ عمران رژیم منافقت د هېچا له سترګو پټ نه دی. کله چې تحریک انصاف په اپوزسیون کې و، د ناټو د اکمالاتي لارو د بندولو لپاره یې لاریونونه وکړل، د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه یې د امریکا جګړه وبلله، د امریکا د اشغال پر وړاندې یې د افغان مقاومت ملاتړ وکړ او د امریکا امر یې وغانده. هغوی چې اوس په واک کې دي، د باجوه ـ عمران رژيم د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو اترو لپاره د ګومارل شوي اسانچاري په توګه عمل کوي، د ټرامپ له لوري د ۲۰۱۸م د وروستي فرمان پر مهال، پر امریکا بريدونه، د ترهګرۍ په توګه غندي او پر هغوی ویاړي چې د امریکا په جګړه کې یې خپل ژوندونه بایللي دي.

اېمان، جهاد او څو زره وسه وسله وال مجاهدین و، چې امریکا ته یې په افغانستان کې ماتې ورکړه. په داسې حال کې چې د پاکستان په سیاسي او پوځي رهبرۍ کې ډېر غداران وو، چې د امریکا لپاره یې اسانتیاوې برابرولې. د پاکستان په رهبرۍ کې غدارانو د امریکا یرغل اسانه کړ او قبیلوي عملیات یې ترسره کړل، تر څو د مقاومت لپاره ځای کم کړي. اوس د باجوه ـ عمران غدار رژیم له امریکا سره مرسته کوي، تر څو د افغانستان په سیاسي جوړښت کې د قدرت د شریکولو په معامله کې، خپل سیاسي قدرت وساتي او په دې توګه خپل خطرناک نفوذ ته پلمه جوړه کړي.   

هغه کسان چې په افغانستان کې اسلامي حاکمیت ته لیواله دي، پرېږدئ غور وکړي، چې د هند نیمې قارې مسلمانانو له اوږده مقاومت او سترې قربانۍ وروسته ځان د برېټانیا د امپراتورۍ له ځواکونو څخه څنګه خلاص کړ، تر څو د اسلام تر چتر لاندې ژوند وکړي. په داسې حال کې چې د پاکستان د خپلواکۍ له ګټلو څخه ۷۳ کلونه تېر شوي، خو اوس هم له اسلام څخه مخ اړوي، ځکه چې د سیکولر، ډیموکراټیک ځواک جوړښت چې برېټانیا رامنځ ته کړی و، تر اوسه پر ځای پاتې دی. په دې توګه، د امریکایي ځواکونو پوځي اډې باید په بشپړه توګه ویجاړې شي، تر څو  د امریکا سیکولر واکمن جوړښت له منځه لاړ شي، ګني د افغانستان د میلیونونو مسلمانانو قربانۍ به عبث تللې وي. په پاکستان کې د باجوه ـ عمران رژیم رول د امریکا د ډموکراسۍ د بقا د نفوذ لپاره،  په دې هېواد کې د امریکا د نوي سفیر ویلیم ای توډ له لوري په ګوته شوی دی، چې د ۲۰۲۰م، د سپټمبر په ۲۲مه یې د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي و: «په افغانستان کې سوله زموږ دواړو هېودانو په ګټه ده، د دې هدف د تر لاسه کولو لپاره د امریکا او پاکستان همکاري اړینه ده.»

یو مخلص مسلمان واکمن هېڅکله د ښکېلاکګرو ځواکونو د وتلو ځنډول نه غواړي، ډموکراسي د کفر نظام دی او څوک چې ورځي د وژونکي ښکېلاک په جال کې به نښلي. د ډموکراسۍ طاغوت باید رد شي، له همدې امله د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا راستندېدلو لپاره متمرکز کار د مسلمانانو یوازینۍ سیاسي لیدلوری دی. د اشغال د پای ته رسولو لپاره به د خلیفه سم لارښود، مسلمان وسله وال ځواکونه متحرک کړي، چې د امپراطوریو په هدیره کې د امریکا راج خښ او ځواکونه یې په دومره زور سره وباسي چې هېڅکله بیا راستنېدلو ته زړه ښه نه کړي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ[بقرة: ۱۹۱] 

ژباړه: له هغوی سره چې هر چېرې مخامخ شئ وجنګېږئ، هغوی له هغه ځایه وباسئ، چې تاسو یې ایستلي یاست...

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې