پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 رمضان 1441

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 07 می 2020 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۵۹


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د هند تروریستي لښکرې د کشمیري مجاهدینو مشران وژني او د باجوه-عمران رژیم له هندو دولت سره د کشمیري مسلمانانو د ملاتړ څخه زموږ د وسله والو لښکرو پر منعه کولو سره مرسته ترسره کوي

د کشمیر د لویې مبارزې ډلې (حزب المجاهدین) عملیاتي قوماندان د ۲۰۲۰ م کال د مې په ۶ مه د هند د تروریستي دولت د وسله والو ځواکونو سره له سختې  نښتې وروسته شهید شو. له تېرې یوې نیمې میاشتې راپه دېخوا د هند تروریستي ځواکونو په کشمیر کې ۳۶ مجاهدین شهیدان کړي دي. د باجوه-عمران رژیم د هند د روانو ظلمونو پر وړاندې مسوول دی؛ ځکه دوی زموږ د وسله وال ځواک زمریان په اشغال شوي کشمیر کې زموږ د  مسلمانانو وروڼو او خویندو د مرستې پرځای په خپلو اډو کې بند ساتلي دي. د دې پر ځای چې د باجوه-عمران رژیم زموږ وسله وال ځواکونه د کشمیر د مسلمانانو د ازادولو لپاره ولېږي، دوی تل له مودي سره د کشمیر په لاندې کولو کې مرسته کړې او هڅه یې کړې، ترڅو د دغه خیانت پر وړاندې د پاکستان د مسلمانانو غوسه سړه وساتي. رژیم یوازې له مسلمانانو څخه غوښتي چې د کشمیري مسلمانانو د ملاتړ په موخه د نیم ساعت لپاره په اعتراضي ډول ودرېږي. دوی تل یوازې د ښکېلاک د اسبابو (ملګرو ملتونو) «ننني طاغوت» څخه د مرستې غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې رژیم ښه پوهېږي چې ملګري ملتونه پر مسلمانانو د کفر د تسلط د ټینګولو وسیله ده.

د باجوه-عمران رژیم د کووېډ-۱۹ له امله په رامنځته شوو ناوړه حالاتو کې لا هم د دې وړتیا لري چې د برېښنا د خپلواکو تولیدونکو (IPPs) ته په ټریلیونو روپۍ او کپیټلیستي بانک لرونکو ته د قرض سود ورکړي، خو کله چې له دوی څخه وغوښتل شي چې د هندو تروریستي لښکرو څخه اشغال شوی کشمیر ازاد کړي، نو بیا د خپل اقتصاد کمزورۍ بهانه وړاندې کوي او له دغې کړنې څخه په شا کېږي. FATF د غوښتنو د پوره کولو په موخه رژیم تل په کشمیر کې د مجاهدینو زېربناوې له منځه وړې، د دوی د ملاتړ حیاتي کرښه یې پرې کړې او په دې ډول یې کشمیري مجاهدین د هند د وحشي او تروریستي پوځ پر وړاندې کمزوري کړي دي. د کشمیر پر وړاندې د دغه رژیم خیانت هغه وخت په ډاګه شو، کله چې عمران خان هغه څوک خپل دښمن وباله چې په انفرادي ډول د کشمیر د خلکو سره د مرستې هڅه کړي. له یوې خوا دغه رژیم نه غواړي زموږ وسله وال ځواکونه د کشمیر ازادولو ته واستوي، له بلې خوا د کشمیري مجاهدینو ته د هر ډول ملاتړ مانع هم ګرځي. دغه رژیم په ظاهري ډول مودي فاشیست بولي، خو په عمل کې بیا د تاریخ د لویو خاینینو، میر جعفر او میر صادق په څېر عمل کړي، ترڅو د کشمیري مسلمانانو د ازادۍ مبارزه له ماتې سره مخ کړي. رژیم حتی په کورنیو رسنیو کې د ریاض نایکو د شهادت خبرونه د خلکو د غوسې د راپارولو په خاطر بند کړي دي.

اې د پاکستان وسله والو ځواکونو! هرڅه روښانه دي. کله چې پروېز مشرف د افغانستان پرسر له نړیوال ښکېلاک سره معامله وکړه، نو د افغانستان د مسلمانانو پر وړاندې یې د دغه خیانت دلیل د کشمیر او خپلو اټومي وسلو خوندي کول یاد کړل. په دې ډول امریکا ته اجازه ورکړل شوه چې زموږ په لوېدیځو پولو کې خپل شتون یقیني کړي. دا هرڅه ستاسو په چوپتیا رامنځته شول. ستاسو چوپتیا د مشرف-عزیز، کیاني-زرداري او راحل-نواز رژیمونه دې ته وهڅول چې د کشمیر پر سر ګام پر ګام معامله وکړي. نن ورځ یو ځلې بیا تاسو وینی چې د باجوه عمران رژیم کشمیر پر هندو دولت خرڅ کړی او هندو لښکرې ستاسو پر وړاندې جهادي زېربناوې له منځه وړي. دا په دسې حال کې ده چې د پاکستان بې زړه لومړی وزیر نړۍ ته د هند لخوا د هغه ممکنه جګړې د پېښېدو د ګواښ خبرداری ورکوي چې ده یې تر اوسه د مخنیوي لپاره هر ډول هڅې کړې دي. هېڅ بحث ته اړتیا نه شته، که چوپ پاتې شوی، نو د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې به د هندو دولت او د پاکستانو د خاینو مشرانو د ملاتړو په ډله کې راپورته شی. حرکت وکړئ! د کشمیر د ازادولو په موخه راپورته شئ، هغه واکمنان ونیسئ چې تاسو یې په خپلو اډو کې بند ساتلي یاست او د نبوت پر منهج باندې د خلافت د تأسیس په موخه حزب التحریر ته نصرت ورکړئ. د هغه خلیفه سره بیعت وکړئ چې تاسو به د کشمیر د ازادۍ په جګړه کې رهبري کړي. د خلافت د تأسیس په موخه حرکت وکړئ، له غرب څخه مه وېرېږئ، د دوی د نړیوال تسلط تابوت نور په اورسیا کې د پورته کېدلو په حال کې دی او اقتصاد یې د کرونا ویروس له امله له پښو غوځېدلی دی. هندو دولت د دې جرأت نه لري چې په کشمیر اټومي جګړه وکړي. تاسو د لااله الله محمد رسول الله کلیمې مؤمنان یاست، چې باید د فتحې او یا شهادت د ترلاسه کولو لپاره حرکت وکړئ. له اسلام پرته بل هېڅ شی په نړۍ کې زموږ حیثیت نه شي ساتلی او له خلافت پرته بل هېڅ ډال شتون نه لري چې مسلمانان یې تر شا خوندي شي. حرکت وکړئ، امت او  پر ځانګړي ډول د کشمیر مسلمانان ستاسو د عمل په تمه دي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ

ژباړه: اې اېمان راوړونکو! د الله سبحانه وتعالی او د هغه د پیغمبر صلی علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایاست چې کله پیغمبر صلی علیه وسلم تاسو ته د هغه شي په لور بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بښونکي دي.

[انفال:۲۴]

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

                       

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې