شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 شعبان 1441

میلادی نېټه :     دوشنبه, 20 اپریل 2020 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۵۵

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د رسول الله صلی علیه وسلم له مبارکو سنتو څخه پیروي، د رمضان او شوال میاشتو د لیدلو «هلال» په اړه یووالی څرګندوي

د رسول الله صلی علیه وسلم او راشده خلفاوو په وخت کې مسلمانانو د رسول الله صلی علیه وسلم د سنتو مطابق د رمضان میاشتې روژه په یوه وخت نیوله او په یوه وخت یې پای ته رسوله. رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

«صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ»

ژباړه:‌ روژه د سپوږمي له راختلو «هلال» سره ونیسۍ او له پریوتلو سره یې پای ته ورسوئ!

(نسائي)

پورتنی حدیث ټولو مسلمانانو ته له کوم توپیر پرته د رمضان میاشتې د روژې په اړه لارښونه کوي او دا څرګندوي وي چې دا حکم پرته له دې چې د سیمو توپیر په نظر کې ونیسي، د ټولو مسلمانانو لپاره دی. رسول الله صلی علیه وسلم دا واضېح کړې چې که سپوږمی په هرځای کې د هر مسلمان لخوا ولیدل شو، نو د نورې نړۍ پر مسلمانانو لازمېږي چې له هغې پیروي وکړي او روژه ونیسي. د سپوږمي په لیدلو «هلال» کې هېڅ مسلمان پر بل مسلمان او هېڅ ځمکه پر نورو ځمکو باندې غوره والی نه لري. د انصارو له یوې ډلې څخه روایت دی چې:

«غُمَّ عَلَيْنَا هِلَالُ شَوَّالٍ فَأَصْبَحْنَا صِيَامًا فَجَاءَ رَكْبٌ مِنْ آخِرِ النَّهَارِ، فَشَهِدُوا عِنْدَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُمْ رَأَوُا الهِلَالَ بِالأَمْسِ؛ فَأَمَرَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يُفْطِرُوا مِنْ يَوْمِهِمْ، وَأَنْ يَخْرُجُوا لِعِيدِهِمْ مِنَ الغَدِ»

ژباړه: موږ د ورېځې له امله د شوال میاشت ونه لیده، نو سبا ورځ مو روژه ونیوله. د ورځې په پای کې مدینې ته له بیرون څخه کاروان راورسېد او دوی تېره ورځ رسول الله صلی علیه وسلم ته د میاشتې د لیدلو شاهدي ورکړه. په دې ډول رسول الله صلی علیه وسلم موږ ته امر وکړ ترڅو روژه ماته کړو او سبا سهار د عید «اختر» لپاره راټول شو.

( احمد)

«کورایب» له مدینې منورې څخه شام ته له سفر وروسته بېرته مدینې منورې ته ستنیږي، ترڅو  عبدالله ابن عباس «رض» ته د سپوږمي د هلال خبر ورکړي، خو د عبدالله ابن عباس «رض» دغه لیدل ردوي. د عبدالله ابن عباس «رض» دغه کړنه اکثریت علما د ده اجتهاد بولي او دا ښکاره خبره ده چې د یو صحابي اجتهاد د قران او سنتو عامیت نه شي مشخصولی. د دې ترڅنګ دغه اجتهاد د پورته ذکر شوو شواهدو سره په ټکر کې هم دی. حقیقت دا دی چې رسول الله صلی علیه وسلم د هغه مسافر د سپوږمي هلال منلی چې له یوې بلې سیمې څخه مدینې ته راغلی و. په همدې خاطر دا پر ټولو مسلمانانو واجب ده چې ټول په یوه وخت د رمضان میاشتې روژه ونیسي او په یو وخت اختر ونمانځي. د رمضان او شوال میاشتو لیدل «هلال»، که د نړۍ په هره سیمه کې د هر مسلمان لخوا وشي، نو له هغې څخه پیروي د نړۍ د ټولو مسلمانانو شرعي مکلفیت دی. 

د سپوږمي لیدل باید پر سترګو باندې وشي او د نجوم د علم پر اساس محاسبه د دې لیدنې لپاره کوم بدیل نه شي کېدای. د رسول الله صلی علیه وسلم د فرمان مطابق باید د روژې نیول او ماتول پر سترګو باندې د سپوږمي د لیدلو «هلال» له لارې وشي. رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

«إِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَصُومُوا، وَإِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَأَفْطِرُوا، فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَاقْدُرُوا لَهُ»

ژباړه: کله چې تاسو د سپوږمي راختل «هلال» ولیدل، نو روژه ونیسئ، کله چې تاسو سپوږمی وینی، نو روژه پای ته ورسوئ او که له تاسو څخه ورک شي، نو بیایې وټاکئ

. (بخاري)

په دې ډول اسلام د رمضان او شوال پیل د سپوږمي پر لیدلو سره اجباري کړی او د رمضان د پیل او د عید د ټاکلو لپاره یې نورو محاسبو ته اجازه نه ده ورکړې.

د رسول الله صلی علیه وسلم د سنتو پر پیروي سره به د نبوت پر منهج خلافت اسلامي امت له اندونیزیا څخه تر مراکشه په عملي ډول د رمضان میاشتې د روژې د پیل او پای په اړه سره متحد کړي.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې