سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     6 رجب 1441

میلادی نېټه :     یکشنبه, 01 مارچ 2020 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۴۸

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د باجوه-عمران رژیم د ګومارل شوي مزدور په توګه خپلې ټولې وړتیاوې د ټرمپ په چوپړ کې لګوي، ترڅو د دوحې د هوکړه لیک په مرسته په سیمه کې د صلیبي امریکا شتون باوري کړي

د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ م کال د فبروري په ۲۹ مه د دوحې د هوکړه لیک تر لاسلیک کېدلو لږ وروسته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل: «موږ د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړه لیک هرکلی کوو...پاکستان د افغانستان د سولې په اړه خپل رول ادا کولو ته ژمن دی او هیله من دی چې دغه تړون به بریالی کېږي.» په حقیقت کې د باوجوه-عمران رژیم د دا ډول تړونونو لاسلیک کولو ته له وړاندې لېوالتیا درلوده او له څو میاشتو راهیسې یې جدي کار ورته کاوه، ترڅو افغان مقاومت د ګواښ او تشویق له لارې د تړون لاسلیک کولو ته اړ باسي. د دوحې تړون به د مسلمانانو د ژوند خوندي کولو په پلمه د تروریزم پر ضد د مبارزې تر عنوان لاندې په سیمه کې د امریکا اوږمهاله نظامي شتون تایید کړي، چې په دې سره به د مرکزي او جنوبي اسیا د مسلمانانو لپاره یو دایمي خطر وګرځي. دغه هوکړه په داسې وخت کې لاسلیک کېږي، چې د امریکا مغرور او نه ماتېدونکی پوځ د یو کمزوري خو د اېمان په وسله سمبال افغان مقاومت لخوا په ګوڼدو شوی و. امریکا له طالبانو او افغانستان لاسپوڅي رژیم سره د بېلابېلو هوکړه لیکونو له لارې غواړي چې په افغانستان کې هغه استعماري دولت مشروع وګرځوي، چې د ۲۰۰۱ م کال تر برید وروسته یې په خپل لاس په کابل کې جوړ کړ. د امریکا او طالبانو تر منځ شوي هوکړه لیک کې د باجوه-عمران رژیم پوره مرسته درلوده، ترڅو د ښکېلاکګرو  مزدور (افغان دولت) پیاوړی کړي. په دې توګه امریکا غواړي چې طالبان د یوه پېچلي او مشروط سېستم له لارې په دولت کې شریک کړي او په سیمه کې د سیاسي او نظامي سرلاري په توګه خپل دایمي شتون ته فرصتونه ډېر کړي. د پاکستان واکمنان دغه تړون د خپلې بریا په څېر نمانځي، په داسې حال کې چې دا په سیمه کې د امریکا د راج د پیاوړي کولو لپاره یوه خطرناکه وسیله ده. الله سبحانه وتعالی دې دغه ډول واکمنان تباه کړي. دوی ولې په سیمه کې د اسلام او مسلمانانو دښمنانو ته د پیاوړي کېدو اجازه ورکوي؟

اې د پاکستان مسلمانانو! الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَا تَكُونُوا كَالَّتِي نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ أَنْكَاثًا﴾

[نحل:۹۲]

ژباړه: ستاسو حالت باید د هغې ښځې په شان نه وي چې په خپل زیار سره یې د تارو کلک مزي جوړ کړل او بیا یې په خپل لاس سره له منځه یووړل.

د دوحې د هوکړې په برابرولو کې د باجوه-عمران رژیم خپله پوره ونډه واخیسته. د جګړې په ډګر کې یې خپل مات شوی بادار بریالی کړ او موږ یې په سیمه کې د امریکا د اوږد مهاله شتون له خطر سره مخ کړو. دا زموږ ټولو مکلفیت دی، ترڅو له پاکستاني چارواکو سره په دې برخه کې پوره حساب وکړو، چې ولې یې د امریکایي راج د ساتلو لپاره خپلې ټولې هڅې او مرستې ولګولې؟ رسول الله صلي علیه وسلم فرمایي:

«مَا تَرَكَ قَوْمٌ الْجِهَادَ إلاّ ذُلّوا»

(مسلم)

ژباړه: کله چې یو قوم جهاد پرېږدي، هغه ذلیل کېږي.

راځی خپل وسلوال ځواکونه وهڅوو، ترڅو د جهاد په ډګر کې له طالبانو څخه ملاتړ وکړي. په دې سره به دوی تر هغو خپل جهاد ته دوام ورکوي، ترڅو چې د افغانستان ټول ښارونه او ولایتونه له امریکایي ځواکونو څخه پاک کړي او د امریکا او د هغه د لاسپوڅي نظام ریښې د تل لپاره وباسي. راځئ د خپلو وسلوالو ځواکونو له زمریانو څخه وغواړو، چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې محرک و اوسي او په افغانستان کې د امریکا نفوذ د مستقیمې ننګونې له لارې د مرګ کندې ته ورسوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾

[انفال:۷۲]

ژباړه: هو که هغوی د دین په اړه له تاسو څخه مرسته وغواړي، نو له هغوی سره مرسته کول پر تاسو فرض دي.

راځئ پر خپل وسلوال ځواک غږ وکړو، چې حزب التحریر ته د نبوت په تګلاره د خلافت د بیا تاسیس لپاره نصرت ورکړي. خلافت به د افغانستان اسلامي خاوره د امریکایي راج هدیره وګرځوي او د پاکستان او افغانستان ګډ قوت به د اسلامي امت په خدمت کې ولګوي. په دې سره به اسلامي امت یو ځل بیا د هغه اسلامي ژوند څښتن شي، چې شپه او ورځ یې د راتلو لپاره دعاګانې کوي.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې