پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 رجب 1441

میلادی نېټه :     سه شنبه, 25 فبروری 2020 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۴۷

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
له هندو دولت څخه د ټرمپ ملاتړ او د اسلام او مسلمانانو پر ضد د دښمنۍ اعلان؛ دا په ډاګه کوي چې له امریکا سره د پاکستان ملګري په زیان ده

ولسمشر ټرمپ د ۲۰۲۰ م کال د فبروري په ۲۴ مه هند ته په خپل لومړني سفر کې هندو دولت د مسلمانانو پر وړاندې په روانه جګړه کې وستایه او د هندو دولت له هغو کړنو څخه یې ملاتړ اعلان کړ، چې د اسلام پر ضد یې ترسره کوي. په داسې حال کې چې د ګجرات قصاب «مودي» په ډېره سپین سترګۍ سره د اشغال شوي کشمیر کلابندۍ ته ادامه ورکوي او کشمیري مسلمانان بندیانوي. کله چې هندو دولت د هند پر مسلمانانو او د هغوی پر مقدساتو د وحشي ځناور په څېر بریدونه کوي، نو متعصب ټرمپ بیا په ډېره لیوالتیا سره مودي د هند لپاره یو بې ساری رهبر او اتل معرفي کوي. مودي د پاکستان پر وړاندې خپل پټ او ښکاره بریدونه جاري ساتي، په داسې حال کې چې د فبروري له ۲۶ مې دوه ورځې وړاندې پر بالاکوټ باندې د مودي د برید په کلیزه کې ټرمپ ژمنه وکړه چې د مودي لښکرې به په سیهاک هلیکوپټرو او جاسوسي الوتکو تر غاښونو پورې سمبالې کړي. ټرمپ د راټولو شو هندوانو د خوشالولو په موخه د مودي د روانې اسلام ضد جګړې ملاتړ وکړ او دا یې په ډاګه کړه چې هند او امریکا د خپلو خلکو د دفاع په موخه د اسلامي تروریزم پر وړاندې یو موټی دي.

اې د پاکستان مسلمانانو! په حقیقت کې غربي صلیبیانو او کینه کښو هندي مشرکانو ته الله سبحانه وتعالی داسې خبردای ورکوي:

﴿مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلاَ الْمُشْرِكِينَ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْكُمْ مِنْ خَيْرٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ﴾

[بقره:۱۰۵]

ژباړه: هغو خلکو چې د حق له منلو څخه انکار کړی دی، دوی که اهل کتاب دي او که مشرکان، هېڅکله دا نه خوښوي چې ستاسو د رب له خوا دې تاسو ته څه ښېګڼه ورسېږي، خو د الله سبحانه وتعالی چې هر چاته خوښه شي هغه د خپل رحمت لپاره غوره کوي او هغه سبحانه وتعالی د لوی فضل خاوند دی.

نو ایا د پاکستاني د واکمنانو هغه تمه چې له ټرمپ او نړیوالې ټولنې څخه یې د کشمیر د مسلې د حل لپاره لري سمه ده؟ د پاکستان مزدور واکمنان تمه لري چې له امریکا سره ملګرتیا به د دوی په ګټه تمامه شي او د دغو غولوونکو هیلو لپاره یې په کشمیر او افغانستان کې زموږ ارزښتونه او ګټې تر پښو لاندې کړې دي. په داسې حال کې چې ټرمپ په سیمه کې یوازې له هندو دولت څخه د تر ټولو لوی سیمه ییز قدرت په توګه ملاتړ اعلان کړی. دا په حقیقت کې د پاکستان د نظامي او ملکي چارواکو پر مخ د سپکاوي او حقارت یوه درنه څپېړه ده. په حقیقت کې هغه څوک چې له الله سبحانه وتعالی څخه پرته له بل چا څخه د عزت غوښتونکي دي، له همداسې سپکاوي سره مخ کېږي.

اې د پاکستان د وسلوال ځواک افسرانو! ایا ستاسو وینه په جوش نه راځي، کله چې د اسلام او مسلمانانو دښمنان ستاسو پر وړاندې په یوه صف کې درېږي او ستاسو واکمنان تاسو د خپل دښمن پر وړاندې د سپکاوي «ځان ساتلو او لټۍ» په زولنو تړي؟ دا ښکاره خبره ده چې له امریکا سره ملګري زموږ هېڅ درد نه شي دوا کولی. نور باید دغې ملګرۍ ته د پای ټکی کېښودل شي او د خپل وسلوال ځواک په زور دغه اسلام ضد صفونه دړې وړې شي.

حزب التحریر ولایه پاکستان پر تاسو غږ کوي، چې نور د پاکستان اوسنیو واکمنانو ته داسې شا کړئ لکه دوی چې د اسلام او مسلمانانو ارزښتونو او ګټو ته شاکړې ده. دا ستاسو مکلفیت دی چې د نبوت پر تګلاره د هغه راشده خلافت (د مسلمانانو ډال) د تاسیس په موخه حزب التحریر ته مادي نصرت ورکړئ، چې ۹۹ کاله وړاندې په همدغه رجب میاشت کې له منځه تللی و. هغه وخت به بیا تاسو د هغه خلیفه لخوا رهبري کېږئ، چې د هېڅ ډول بې وسۍ په رسۍ به نه وي تړل شوی. هغه به تاسو د الله سبحانه وتعالی له حکم سره سم د کشمیر او فلسطین د ازادولو جګړې ته ولېږي او زموږ له ذهنونو څخه به د دولت-ملت د سرحد پالنې چټله مفکوره وباسي. یوازې هغه وخت ستاسو زړونه داسې خوښ او خوشحاله کېدلی شي لکه یو کال وړاندې چې د لنډې مودې لپاره خوښ شوي وو او هندو دولت هم همغه مهال د ۲۰۱۹ م کال د فبروري په ۲۷ مه ستاسو د غوسې مزه وڅکله. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

(مسلم)

ژباړه: په حقیقت کې امام «خلیفه» ستاسو ډال دی، تر شا یې جګړه کوئ او د هغه تر شا به خوندي وئ.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې