جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     10 جمادی الثانی 1441

میلادی نېټه :     سه شنبه, 04 فبروری 2020 م

شمېره:      1441 / 43

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د پیسو نړیوال صندوق د سودي پورونو په ورکړې سره د پاکستان اقتصاد له ملا ماتوونکي انفلاسیون سره مخ کړی دی

په پاکستان کې د تېرو ۱۲ کلونو را پدېخوا انفلاسیون خپلې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی. د هېواد د عوایدو او مالیاتي چارو د لومړي وزیر مشاویر ډاکتر عبدالحفیظ د فبروري په ۳ مه وویل: «بیې به ډېر ژر راټیټې شي.» دولت په دې ډول څرګندونو سره یوازې خلک تېر باسي، ځکه چې په هېواد کې روان انفلاسیون د پیسو نړیوال صندوق د کړنو پایله ده. دغه صندوق د امریکایي ډالر د ارزښت د لوړلو په موخه د پاکستانۍ روپیو ارزښت راټيټ کړی او په دې ډول د پاکستان دولت د ښکېلاکګرو هېوادونو لخوا د سودي پورونو اخستلو ته اړ کوي. د ۲۰۱۸م کال په جون میاشت کې یو امریکایي ډالر د ۱۲۱.۵۰ پاکستاني روپیو سره برابر وو او په هېواد کې د انفلاسیون کچه تر ۵.۸۴ سلنه پورې رسېدله؛ په داسې حال کې چې د ۲۰۲۰م کال په جنوري کې یو امریکایي ډالر له ۱۵۴.۲ پاکستاني روپیو سره برابر دی او د انفلاسیون کچه تر ۱۴.۵سلنې پورې لوړه شوې ده. رژیم د پیسو د نړیوال صندوق سره په ګډه د پاکستان پر عوامو د بیو د لوړولو له لارې پاکستان ته پور ورکوونکي ښکېلاکګر پیاوړي کوي. د کپیټلیزم یو ځانګړنه د ښکېلاکګرو او لویو پانګوالو د ګټو خوندي کول دي. پاکستانيو چارواکو د پیسو د نړیوال صندوق په مشوره  د برېښنا بیې لوړې کړې او په دې ډول د پاکستان د عامو خلکو د اخیستلو قدرت کمزوری کوي. د برېښنا د بیو لوړول د هغو لویو پانګوالو ګټې خوندي کوي، چې د برېښنا د تولید د هغو هستیو تضمین شوي قراردادونه لري، چې د دوی ګټې د برېښنا له تولید پرته هم خوندي ساتل کېږي. 

اې د پاکستان مسلمانانو! الله سبحانه وتعالی په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمایي:

﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا

[طه: ۱۲۴]

ژباړه: څوک چې زما له ذکره (د نصحیت له درس) څخه مخ واړوي، د هغه ژوند به په دنیا کې تنګ شي.

یوازې اسلام کولی شي چې د روان ملا ماتوونکي انفلاسیون د ستونزې په ګډون ټولې ستونزې حل کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته امر کړی، چې ۴.۲۵ ګرامه طلایي دینار او ۲.۹۷۵ ګرامه نقره یي درهم د اسلامي دولت د اسعارو په توګه وکاروي. سره او سپین زر اسعارو ته داخلي ارزښت ورکوي او خپل ارزښت او بیې ثابتې ساتي. د نبوت پر تګلاره رامنځته شوی خلافت به د سرو او سپینو زرو په اساس اسعار رواج کړي او دغه کړنه به په سیستماتیک ډول د سرو او سپینو زرو زېرمې رامنځته کړي. د سرو او سپینو زرو زېرمو د خوندي کولو په موخه به له بارټر سوداګریزو راکړو ورکړو څخه استفاده وکړي او له سرو او سپینو زرو څخه به د اړتیا پرمهال په بهرنۍ سوداګرۍ کې ګټه واخلي. په دې ډول به امریکایي ډالر د هغه له ظالم ملاتړي (پیسو نړیوال صندوق) سره یو ځای له منځه یوړل شي. اسلام د برېښنا د سرچینو شخصي ملکیت منعه کړی او عامه ملکیت یې بولي، چې تنظیم یې د دولت دنده ده او ګټه یې ټولو خلکو ته په مستقیم ډول وېشل کیږي. اسلام د سود پر اساس ټول پورونه منعه کړي، ځکه دغه کړنه د دولت سرچینې د بانکي بنسټونو جیبونو ته لېږدوي. په واقیعت کې همدا د خلافت د تاسیس وخت دی، ترڅو د تېر په څېر د اسلامي امت اقتصادي هوساینه باوري کړي.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې