جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 ربیع الثانی 1441

میلادی نېټه :     سه شنبه, 24 ډسمبر 2019 م

شمېره:      ۳۴/ ۱۴۴۱


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
یوازې له ازاد کشمیر څخه دفاع کول او د اشغال شوي کشمیر پرېښودل یوه لویه ګناه او ستر خیانت دی

مودي د کنټرول پر کرښه د یرغل او جدیت په زیاتولو سره غواړي چې خپل هغه ضربه خوړلی قدرت زیات کړي، چې د اشغال شوي کشمیر د مبارزو اوسېدونکو، د تابعیت د حق پر وړاندې پراخو لاریونونو او د نورو جدایي طلبو خوځښتونو وېرې ضربه ورته رسولې. په هرصورت، جنرال باجوه د دې پر ځای چې له دغه طلایي فرصت څخه ګټه واخلي او د مودي بې روحیې شوی پوځ له اشغال شوي کشمیر څخه وشړي، دفاعي دریځ غوره کوي. نوموړي د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر په ۲۳مه  له ازاد کشمیر څخه په لیدنه کې وویل: «په هره بیه چې وي، په کشمېر کې به هېڅکله جوړجاړی نه کېږي. موږ پوره چمتووالی او وړتیا لرو چې د خپلې مورنۍ خاورې د دفاع لپاره د هر ډول ناوړه کړنې او برید مخه ډب کړو.» په هرصورت، اسلام د ټولو اسلامي خاورو په اړه د جوړجاړي مخه نیسي، هغه که ازاد کشمیر وي او که اشغال شوی کشمیر. نه یوازې ازاد کشمیر، بلکې ټول کشمیر اسلامي خاوره ده او دا زموږ د وسله والو ځواکونو مکلفیت دی چې د کشمیر د هغې برخې دفاع وکړي، چې برید پرې شوی او هغه برخه ازاده کړي چې اشغال شوې ده. په حقیقت کې ټول کشمیر د اسلام پر مخ پرانستل شوی او د شهیدانو په وینو خړوب شوی دی. کشمیر د الله سبحانه وتعالی د احکامو د پلي کولو پر وخت نېکمرغه و او له ځمکو یې خراج اخیستل کېده.

اسلام یوازې له ازاد کشمیر څخه په دفاع کولو او دښمن ته د اشغال شوي کشمیر د سپارلو پرځای، له دښمن سره د جګړې امر کوي چې له هغو ځایونو څخه یې وباسي، چې مسلمانان یې ترې ایستلي دي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ

[البقره: ۱۹۱]

ژباړه: له هغوی سره چې هر ځای مخامخ شئ، وجنګېږئ. له هغو ځایونو څخه یې وباسئ، چې تاسو یې ترې ایستلي یئ.

نه یوازې د ازاد کشمیر مسلمانان، بلکې د اشغال شوي کشمیر مسلمانان هم د اسلامي امت یوه نه بېلېدونکې برخه ده او دا یو مسولیت دی چې یرغلګر ځواکونه زموږ د خپلو ځواکونو– چې د خدای په لار کې جنګېږي-  په وسیله له منځه یوسو. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَـذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا

[النسا: ۷۵]

ژباړه: اخر څه دلیل دی چې تاسې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د هغو بېوسو نارینه، ښځو او ماشومانو لپاره نه جنګېږئ چې کمزوري شوي، فشار پرې راوستل شوی او فریادونه کوي: اې زموږ ربه، موږ له دغه ښاره چې اوسېدونکي یې ظالمان دي وباسه؛ له خپل لوري څخه زموږ کوم سرپرست او مرستندوی راپیدا کړه.

اې د پاکستان مسلمانانو! د اشغال شوي کشمیر د ازادولو لپاره زموږ د غوره زمریانو د جګړې پرځای د باجوه - عمران رژیم د امريکا غوښتنو ته غاړه کېښوده، ترڅو خپل حاکمیت وغځوي. کوم نړیوال سیستم چې دغه سپک رژیم یې پلمه کوي – د پیسو له نړیوال صندوق او (FATF) سره د ژمنتیا په بڼه- زموږ د بدبختۍ سرچینه ده او د اقتصاد د بسیا کولو په نوم زموږ لاسونه تړي. دغه نړیوال ګډوډ اقتصادي سیسټم د اسلام د عالي اقتصادي نظام لپاره رد کړئ، ځکه چې د اسلام اقتصادي نظام  زموږ د اقتصادي مسولیتونو د پوره کولو لپاره زموږ د اقتصادي چارو د اداره کولو وړتیا لري، زموږ د هوساینې لپاره کافي سرچینې چمتو کوي او د اشغال شوو اسلامي خاورو د ازادولو لپاره د یرغلګر پر ضد نظامي عملیات پیلوي. موږ باید ټول په خپلو وسله والو ځواکونو کې له خپلو پلرونو، وروڼو او زامنو څخه وغواړو چې له ناوخته کېدو وړاندې باید د اشغال شوي کشمیر پر وړاندې د خیانت مخه ونیسي. موږ له هغو زمریانو څخه غواړو چې د جګړې په ډګر کې د بریا او شهادت په لټه کې دي، ترڅو د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت (مادي ملاتړ) ورکړي او په «سیري نګر» کې د فتحې او بریا د اعلانولو لپاره د تکبیر غږونه پورته کړي.

حزب التحریر ـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې