جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     22 ربیع الثانی 1441

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 19 ډسمبر 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۳۲

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د عمران ـ باجوه راپرځېدونکی رژیم د خپل ځان د ژغورلو لپاره بې ځایه هڅې کوي او د خلافت داعیان اختطاف کوي

د عبدالهادي له اختطاف څخه څو اونۍ وروسته اوس په پاکستان کې د عمران- باجوه رژیم د خلافت یو بل لوی او باعزته داعي منذر عزیز اختطاف کړی. منذر عزیز څلور ماشومان لري. د امت یو باعزته کس و، چې د اسلامي ژوند د بیرته را ژوندي کولو لپاره یې د زړه له تله او پوره اخلاص سره دعوت کاوه او تل دې ته چمتو و، چې د خپل لوړ هدف د تر لاسه کولو لپاره قرباني ورکړي. دی هغه وخت د عمران ـ باجوه رژیم له لوري اختطاف او نامعلوم ځای ته یووړل شو، چې د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر په ۱۷مه یې د خپل زوی د ناوې لپاره د جامو اخیستو په موخه له کوره وتلی و. یاد رژیم په دغه کار سره د دغې پرهېزګارې کورنۍ خوښي په غم بدله کړه.

د عمران ـ باجوه رژیم په داسې خبیثو او ناوړه کړنو سره هېڅکله د خلافت د داعیانو اراده نشي ختمولی؛ ځکه دغه کار د الله سبحانه وتعالی د رضایت لپاره د دعوتګرو د لا قربانۍ او هڅو لامل کېږي. دغه رژیم د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي له ناوړه څېرې څخه وېرېږي او د دغې خاورې پر مسلمانانو د روان ظلم په اړه د ځواب ویلو هېڅ جرات نه لري. په داسې حال کې چې د خپلو اشغالګرو بادارانو د رضایت لپاره د خلافت پلویان په پر له پسې توګه څاري، نیسي او کورنۍ یې ځوروي. اشغالګر کفار د اسلامي خلافت له بیا تاسیس څخه وېره لري او د عمران ـ باجوه له رژيم څخه غواړي، چې د فشار په واسطه یې مخه ونیسي. دغه رژیم د دغو کارونو په ترسره کولو سره د امت په دښمن بدل شوی، داسې چې د کفارو په پیروۍ له اسلام سره خیانت کوي.

سربېره پر دې، د اوسني رژيم لپاره د پرويز مشرف سرنوشت تر ټولو روښانه بېلګه ده. مشرف ومنله چې په سیمه کې د اسلام پر وړاندې د امريکا د صلیبي جګړې د لومړۍ کرښې سرتېری و. مشرف د امريکا د ګټو لپاره خپل ژوند په خطر کې واچاوه او کله چې د اشغالګرو لپاره په بېکاره پرزه بدل شو، نو هغوی یې په پلوۍ حتا یوه خبره هم ونه کړه او پر خپل حال یې پرېښود.

د رژیم له لوري د خلافت د داعیانو نیول او ځورول د جرایمو کچه نوره هم لوړوي؛ په داسې حال کې چې خلک په ډېرو ظالمانه مالیاتو او تورم کې ډوب دي. الله سبحانه وتعالی یې ټول بد اعمال محاسبه کوي او هغه سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا

[مریم: ۶۴]

ژباړه: او ستا رب (الله سبحانه و تعالی) هېروونکی نه دی.

که چېرې رژیم د یادو پېښو پر وړاندې د خپلو جنایتونو پر زیان پوهېدای، نو خامخا یې له خپلو ناوړه کړنو څخه لاس اخیست او حقیقت د رسېدو لپاره به یې پخپله لار غوره کوله. په داسې حال کې چې رژیم اوسمهال د خپل بادار او اشغالګرو پیروي کوي او خوشحاله یې ساتي؛ له همدې امله یې قدرت سترګې ړندې کړې او ذهنونه یې له کاره غورځولي دي. پر دې ټولو سربېره انشاءالله لرې نه ده، چې د خلافت په تاسیس سره به دغه رژیمونه خپله تباهي پر خپلو سترګو وویني. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 ﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الأَرْضِ

[النور: ۵۵]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی له هغو کسانو سره ژمنه کوي، چې ايمان یې راوړی او نېک اعمال ترسره کوي؛ چې دوی به پر ځمکه په همغه ډول خلفاء وګرځوي لکه څنګه یې چې له دوی څخه وړاندې ګرځولي وو.

یقیناً الله سبحانه و تعالی حکم کړی، چې حق پر باطل بریالی کېږي؛ ځکه چې دا د الله سبحانه و تعالی سنت دي او هېڅوک یې د بدلون وړتیا نه لري. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا

[الطلاق: ۳]

ژباړه: په یقیني توګه الله سبحانه وتعالی د خپل کار پوره کوونکی دی او د هر شي لپاره یوه ټاکلې اندازه لري.

د حزب التحریر ـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې