جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 صفر 1441

میلادی نېټه :     جمعه, 25 اکتوبر 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۱۵

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
له هند سره د کرتارپور دهليز د پرانېستې هوکړه ليک؛ د مستعمره کشمیر له مسلمانانو سره خیانت دی

د باجوه ـ عمران رژیم د ۲۰۱۹م کال د اکټوبر په ۲۴مه له هند سره د کرتارپور دهلېز د پرانېستې په موخه یو هوکړه ليک لاسلیک کړ. په دې ډول یې د مستعمره کشمير مسلمانانو ته یو سوړ او له ظلم څخه ډک پيغام واستاوه، چې د دوی پر وړاندې د هند پر ظلمونو سترګې پټې کړي او همدا راز د ټرامپ له حکم سره سم له هند سره د عادي اړيکو لړۍ ته دوام ورکړي. کله چې هند د مستعمره کشمير د یو ځای کېدو اعلان وکړ، له اته میلیونو څخه ډېر کشمیریان یې د شاوخوا دریو میاشتو لپاره په خپلو کورونو کې بندیان او کشميري ماشومان او ځوانان یې اختطاف کړل. د کرتارپور دهلېز پرانېسته د کشمیر مسلمانان پر شا باندې د چاړې وهل دي. هند د کشمیر له مسلمانانو سره په ظلم کې وهڅول شو، لکه څرنګه چې د باجوه ـ عمران رژيم نه یوازې له هند سره په خپلو اړيکو کې تنازل نه غواړي، بلکې په پرېمانه توګه یې خپلې اړېکې په مستعمره کشمير کې ټینګې کړې دي. د دې لپاره چې خپله درغلي پټه کړي، د باجوه ـ عمران رژيم د هغه ادعا تر شا ځان پټوي چې له هوکړه ليک څخه موخه یې د هند غلي کول نه، بلکې د هغو سیکانو زړونه لاسته راوړل دي چې په هند کې ژوند تېروي. هغه هم په څه ډول؟ د هند د اساسي قانون له تعدیل وروسته غواړي چې د کشمير ځانګړي دريځ ته د پای ټکی کېږدي. د مودي رژيم څنګه کولای شي په دغه چل او فرېب کې ځان ښکېل کړي؟ رښتیا، دا کوم رژيم دی چې د احمق په لټه کې دی؟ 

اې د پاکستان مسلمانانو او په ځانګړي توګه وسله والو ځواکونو! د پاکستان بې غیرته مشري هېڅ سره کرښه نه لري او د الله سبحانه وتعالی د اوامرو پر ځای د بشر په لاس جوړ شوی قانون پلی کوي. هغه ملکي او نظامي واکمنان چې ځي او راځي ډېری وخت خپله د خپلو تنظیم شوو سرو کرښو څخه سرغړونه کوي. دوی تل د پاکستان د ګټو د ساتنې ادعا کوي، په داسې حال کې چې دوی نه یوازې مسلمانان د سیاسي، بلکې اقتصادي او نظامي اړخه هم ځپي. کله چې هند په ۱۹۷۱م کال د هغه وخت تر ټول ستر مسلمان هېواد (پاکستان) د استعمار په زور په څو کتلو بېل کړ؛ چارواکو به ادعا کوله چې نیم پاکستان خو مو په لاس کې دی، حتا هغه پاتې برخه یې هم په امن کې ده. د هند تر استعمار لاندې سیاچین ګلیشر په اړه د واکمنانو استدلال دا و، چې کومو هڅو ته اړتیا نه ليدل کېږي، ځکه هلته حتا واښه هم نه شنه کېږي. په داسې حال کې چې کشیمر زموږ شارګ دی او د اسلامي نړۍ یو له سترو غوره وسله والو ځواکونو څخه بلل کېږي. اوسني واکمنان نه یوازې د خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره قاطع جګړه نه پیلوي، بلکې د پاکستان د وسله والو ځواکونو مخنیوی کوي او د نړیوالې ټولنې وېره، نړیوال قوانین او خپله جګړه خپروي.

ترڅو چې د دغه کفري نظام ريښې د الله سبحانه وتعالی د حکم پر اساس نه وي ایستل شوې، تر همغه وخته پورې به موږ له سپکاوي سره مخ وو، په داسې حال کې چې د وضعیت د ښه والي وړتیا هم لرو. ایا دا به ډېر وخت ونیسي، چې د پاکستان د وسله والو ځواکونو مومن افسران د بشر په لاس جوړ شوی قانون، چې یوازې د دښمنانو ګټې ساتي، ورټي؟ په حقیقت کې څومره چې د خلافت د ګټونکو نصرت ځنډېږي، اوسنۍ خاینې واکمنۍ مشرۍ به له زموږ سره خیانت ته دوام ورکوي. یوازې د نبوت پر اساس د بیا ځلي خلافت تاسیس به زموږ د وسله والو ځواکونو مشري په لاسونو کې اخلي، زموږ پر وړاندې شته خنډونه به له منځه وړي او زموږ پر وړاندې د دښمنانو ظالمانه یرغل به په قطعي توګه پای ته رسوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 ﴿وَقٰتِلُوهُم حَتّٰى لَا تَكُونَ فِتنَةٌ وَّيَكُونَ الدِّينُ لِلّٰهِ

 [البقره: ۱۹۳]

ژباړه: او تاسې له هغوی سره وجنګېږئ، تر دې چې فتنه پاتې نه شي او دین د الله سبحانه وتعالی لپاره شي. بیا که هغوی لاس په سر شول، نو پوه شئ چې له ظالمانو پرته د بل چا پر وړاندې لاس غځول روا نه دي.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې