پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 جمادی الثانی 1440

میلادی نېټه :     شنبه, 09 فبروری 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/ ۰۳

ولایه مصر
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د باطل سند لاسلیک کول له اسلام او مسلمانانو استازیتوب نه کوي د ازهر شیخ یوازې له خپل نفس او له هغو کسانو چې غولولي یې دي، استازیتوب کوي!

(ژباړه)

د الیوم السابع ورځپاڼې په دوشنبه د ۲۰۱۹ د فبرروۍ په ۴مه د واتیکان پاپ او ازهر شیخ تر منځ د (انساني ورورولۍ) تر عنوان لاندې د یوه سند د لاسلیک کولو په هکله خبر خپور کړ چې دا سند د هغوی په اند د ازهر او واتیکان د اړیکو په تاریخ کې تر ټولو مهم سند دی او د تاریخ په اوږدو کې د اسلام او عیسویت تر منځ د دوستۍ تر ټولو مهم سند شمېرل کیږي. نوموړي سند کې له دې موضوعګانو یادونه شوې چې څرنګه د بېلابېلو دینونو د پلویانو تر منځ اړیکې وي او په اوسنۍ نړۍ کې دین څه رول لوبوي. همدارنګه د دې سند هر بند، فقره او برخه د شرعي احکامو سره په ټکر کې ده، او په حقیقت کې یو داسې سند دی چې له اسلام سره هېڅ اړیکه نه لري، او یو سیکولري سند دی او د هغې بشپړ مفاهیم پکې ځای لري، په اسانۍ سره کولای شي د هغو زهرو په وسیله چې لیږدوي یې د ټولنې عام وګړي ګمراه کړي او ویې کاروي. داسې سند دی چې پرته له شکه د نړیوال استخباراتو له سترګو او فلتر تېر شوی او موخه یې له اسلام پرته د بل دین رامنځته کول دي، په داسې حال کې چې موږ اسلام پېژنو چې د الله سبحانه و تعالی له لوري په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د هغې پیغام موږ ته په ښه توګه رارسولی او موږ په هغې ایمان راوړی.
سمه ده چې د اسلام دین په موږ باندې په خالق ایمان راوړل لازم کړي دي، خو نه د نړیوالو قوانینو په بنسټ، چې د لوېدیځ لخوا ټاکل کیږي او په خلکو تحمیل کیږي، بلکې د اسلام د احکامو په بنسټ او د اسلام د عدالت په رڼا کې. څرنګه چې ربعي بن عامر په هغه پوهه چې له اسلام یې درلوده، د خراسان د پاچا رستم په وړاندې ودرېد او پوښتنو ته یې ځواب ورکړ. کله چې رستم له هغې وپوښتل ولې دلته راغلی یې؟ دې ساده عرب له خپل پیاوړي ایمان سره ورته وویل:

«إنما ابتعثنا الله لنخرج من شاء من عباده من عبادة العباد إلى عبادة رب العباد ومن ضيق الدنيا إلى سعة الدنيا والآخرة ومن جور الأديان إلى عدل الإسلام»
ژباړه: الله سبحانه و تعالی موږ استولي یو چې بندګان یې د بندګانو له عبادت د الله رب العالمین عبادت ته د نړۍ له تنګوالي د دنیا او اخرت پراخوالي ته او د نورو دینونو له ظلم څخه د اسلام عدالت په لوري وباسو.

ای د ازهر شیخه! په نړۍ کې له اسلام پرته بل هېڅ عدالت نشته، او د ټول بشریت لپاره مطلقه بې عدالتي د کافر لوېديځ د کپیټلیستي نظام پلي کول دي چې د واتیکان پاپ یې ملاتړ کوي.
هغه مهال چې دواړو خواوو سند لاسلیک کړ، ویې ویل: (موږ مسلمانان او عیسویان، پر الله سبحانه و تعالی ایمان لرو.) اې د ازهر شیخه! دا څرنګه بېلتون دی چې ستا او د واتیکان د پاپ ایمان سره برابر دي؟! دا سند لاسلیک کوونکي، لیکونکي او شاهدان یې تول فاسد دي، زموږ ایمان هېڅکله له هغو کسانو سره یو نه دی او نه به وي، چې الله سبحانه و تعالی ته د اولاد او ښځې نسبت ورکوي!
اې د ازهر شېخه! په نړۍ کې د ټولو جګړو او ناورینونو اصلي علت کپیټلستي نظام دی، چې ته د خپل ژوندانه په اخرو سلګیو کې ځینې دفاع کوې او اوس ته د اسلام او د هغې د دعوتګرانو په وړاندې د دې نظام ګټوره وسیله او د دې نظام یوه برخه ګرځېدلی یې، همدغې کپیټلیزم په لسیزو لسیزو د مصر د خلکو شتمني غلا کړې او هر چا چې د امریکا د یرغل له شر څخه د ځان خلاسون غوښتی یا بندي شوی یا هم وژل شوی. همدې کپیټلیزم د شام خلک ووژل او وژني، ځکه هغوی ټولو هغه د حل لارې و نه منلې چې د لوېدیځ یرغل یې پیاوړی کوو او د هغوی د شتمنیو د غلا کولو عامل ګرځېده. همدې کپیټلیزم په عراق کې د نفت لپاره میلیونونه خلک شهیدان کړل. وحشت د کپیټلیزم په وینه کې نغښتی چې د بشریت د بدبختۍ حتی د الوتونکو او ونو د بدبختۍ عامل ګرځېدلی...
دا هغه بشردوستانه شعارونه دي چې فرانسې د الجزایز خلکو ته ویل ، او د شعارونو حقیقت دا وو چې د مسلمانانو او اسلام په وړاندې یې ډېره کينه درلوده. د الجزایز د مسلمانانو د مجاهدینو مشران تر اوسه د فرانسې په موزیم کې مومیایي شوي ساتل کیږي او کفارو دا کار په الازهر کې هم تر سره کړی دی او د الازهر علماوو وینه د دې پېښې شاهد وو، ایا دا بشردوستي ده؟!
څرنګه چې په دې سند کې د څلورو خپلواکیو په هکله نقل شوی او په واضح توګه لیکل شوي چې خپلواکي د هر انسان حق دی چې په هغې فکر وکړي او هغه ښکاره کړي او په هغې عمل وکړي. دا خپلواکۍ (عقیده، شخصي، بیان، مالکیت) د کپیټلیزم د ایدیولوژۍ او د سیکیولریزم د عقیدې په زړه کې ځای لري او دا ټولې هغه خپلواکۍ دي چې اسلام یې نه تاییدوي او له بنسټه یې نه مني. دا هغه حقیقت دی چې الله سبحانه و تعالی وایي:

﴿لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ﴾
[بقره: ۲۵۶]
ژباړه: په دین (منلو) کې هېڅ جبر نشته!

د اسلام منل په زور نه دي، او که څوک اسلام مني چې بېرته ځینې ووزي، ورته اجازه نشته. موږ په اسلام کې شخصي خپلواکي نه لرو، او د بندګانو ټولې کړنې په لمړۍ کچه د اسلامي سیاست او حکومت له لارې، د اسلام د احکامو په چارچوکاټ کې محدودیږي. هېڅ د بیان خپلواکي نشته، ځکه زموږ ویناوې باید د اسلام په چارچوکاټ کې وي او له هغې بهر نه دي:

﴿مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ﴾
[ق: ۱۸]
ژباړه : (دغه بنده) هېڅ خبره نه كوي مګر له ده سره حاضر ساتونكى دى ‏‏

موږ د جایداد مالکان نه کېږو، مګر دا چې شریعت اجازه راکړې وي او هر کس له خپلو پیسو الله سبحانه و تعالی ته ځواب ورکوي، چې هغه یې له کومه ځایه لاسته راوړي او څرنګه یې کارولي دي. د لوېدیځ خپلواکۍ هېڅ په موږ پورې اړه نه لري او نه یې سند او سندونه چې غلامانو یې لاسلیک کړي وي. هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم او اصحاب کرام ټاکلي دي هېڅ کله د هغو کسانو لخوا بدل کېدای نشي چې په ډېر کمه بیه یې ځان او خپل اخرت پلورلی دی.
اې د کنعان خلکو! دا سند ستاسو له دین سره په بشپړه توګه په ټکر کې دی، ځکه نو هغه رد کړی او پوه شئ چې ستاسو دین کشیشي روحاني دین نه دی او داسې دین دی چې لاسلیک کوونکی یې د الله سبحانه و تعالی له لوري راغلی وي، خو موږ داسې علما، فقها او محدثین لرو چې ټول یې د بشر له نسله دي او تل په خطا او عصیان کې دي، هغوی معصوم نه دي او د اسلام احکام، حقیقتونه او شعایر د هغوی لخوا نه ټاکل کیږي، او د قران کریم او سنت له مخې پېژندل کیږي او الله سبحانه و تعالی د مکلفیت د پلي کولو، د شریعت د پلي کولو او د اسلام د تبلیغ لپاره پر موږ غږ کړی او دا غږ پر ټول اسلامي امت واجب دی او د عرب او غیر عرب تر منځ هېڅ توپیر نشته او نه هم د تور او سپین تر منځ. په هر حال، د اسلام د پلي کولو لپاره ستاسو استازی هغه څوک دی چې تاسې ورسره بیعت کوئ چې خلیفه وټاکل شي، چې په حاکمیت سره یې د نبوت پر تګلاره د ثاني راشده خلافت په چارچوکاټ کې اسلام پلي کړي او ژر ده چې د الله سبحانه و تعالی وعده په سترګو ووینو:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾
[انفال: ۲۴]
ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د رسول خبره منئ كله چې دى تاسو د هغه كار لپاره راوبلي چې تاسو ته ژوند دركوي، او پوه شئ چې بېشكه الله د انسان او د هغه د زړه په مینځ كې حايل (ركاوټ) كېږي او دا چې بېشكه خاص د هغه په طرف به تاسو ورجمع كولى شئ

د حزب التحریر-ولایه مصر مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې