جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     19 ربیع الثانی 1443

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 24 نومبر 2021 م

شمیره:      ۰۱۷/ ۱۴۴۳

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان ماشومان له لوږي مري، خو نړیواله ټولنه یې د ژوند په بیه سیاست کوي

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري ناورین ته د رسېدلو په حال کې دی، چې نیمايي وګړي یې د سختې وچکالۍ، دوو لسیزو غربي اشغال او د بشرپاله مرستو د وتلو له امله له سختې لوږې سره لاس او ګرېوان دي. پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ وروسته، نړیوالې ټولنې او امریکا د افغانستان د میلیارډونو ډالرو شتمني کنګل کړه، د خوړو نړیوال پروګرام اجرایوي مشر ډيويډ بیسلي ویلي: «په افغانستان کې ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نه لري او نږدې ۲۳میلیونه یې د لوږې له لوړ خطر سره مخ دي، چې د خوړو مصئونیت یې تقریباً له منځه تللی  دی.» هغه دا هېواد له ناورین سره لاس او ګرېوان او «د ځمکې پر سر دوزخ» وبللو. ۱۴ میلیونه ماشومان یې له لوږې سره لاس او ګريوان دي، په داسې حال کې چې د خوړو نړیوال پروګرام او یونیسف خبرداری ورکړی، چې د ژوند ژغورنې له بيړنۍ درملنې پرته، یو میلیون ماشومان د شیدو د خوارځواکۍ له امله د مړینې له خطر سره مخامخ دي. ډېری یې ان له وړاندې پر خوارځواکۍ اخته دي او پر لږو خوړو پايي. لکه څنګه چې د ژمي سختې میاشتې مخ په رانږدې کېدو دي، داسې اټکل کېږي چې په افغانستان کې زموږ د امت وضعیت نور هم مخ پر خرابېدو دی.

د نړیوالې ټولنې، نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق له لوري د دې خاورې لپاره چې مرستو ته اړتیا لري، د میلیاردونو ‌ډالرو مرستو بې رحمه تعلیق او د امریکا له لوري پر داسې اقداماتو لاس پورې کول، تر څو په هېواد کې  نوې رهبري نیږدې ۱۰ میلیاردو  ډالرو ته لاس رسی ونه مومي، بهرني ذخایر، د نغدو پیسو لپاره د خلکو اړتیا، د اقتصاد ویجاړول، د روغتیايي چارو کمزوري کول او د نورو عمومي خدماتو نه وړاندې کول د دغه بشري ناورین لامل شول. له دغه اقدام څخه هدف د طالبانو پر دولت فشار راوړل دي، چې د اسلام داسې نسخه پرې اجرا کړي چې له لیبرال او غربي سیکولار سلیقو سره مخالفت ونه لري. له همدې امله، غربي قدرتونه او نړیواله ټولنه لوږه او وچکالي پر داسې وسله بدلوي، تر څو هغه سیاسي برنامې چې د ۲۰ کلن اشغال په اوږدو کې یې د نظامي قدرت او زور له لارې تر لاسه نه شوای کړای، له دې لارې یې ترلاسه کړي او اوسنی حکومت اړ کړي، چې سیکولار لیدلوری خپل کړي. دوی په ډېره سپین سترګۍ ادعا کوي چې د دوی اقدامات د امنیت ټینګښت او د افغانستان د ښځو او نجونو د حقوقو تأمین دی، خو دا هماغه ښځې او ماشومان دي چې د ولس د همدې اقتصادي کړکېچ له امله  له لوږې، روغتيايي خدمتونو او له هر ډول مثبت راتلونکي څخه بې برخې دي. د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، "په افغانستان کې مالي ناورین په ځانګړې توګه ښځې او نجونې اغیزمنې کړي دي، چې د خوړو، روغتیا پاملرنې او مالي سرچینو ته د لاسرسي په برخه کې په غیر متناسب ډول له خورا ډېرو خنډونو سره لاس او ګرېوان دي."

موږ په طالبانو کې پر خپلو وروڼو غږ کوو چې ستاسو د سترګو پر وړاندې دغه بشري ناورین، د بهرنیو بنسټونو او قدرتونو په مرستو پورې د تړاو مستقیمه پایله ده. په واقعیت کې، د ملل په څېر سازمانونه د افغانستان په څېر خاورو لپاره د مرګ وړاندوینې خپروي، په داسې حال کې چې هغه قدرتمند هېوادونه چې د دوی غړي دي، دوی خپله د ملت پر سر دغه د بدبختۍ شبکه راڅرخوي. د دوی د مرستو ژمنې بې مانا دي او پر اسلام ضد شرایطو او پروګرامونو ککړې دي. ایا په افغانستا کې د ۲۰ کلونو مرستو څه شی رامنځ ته کړل، پرته له دې چې یو کمزوری اقتصاد یې دوی ته په میراث پرېښود، هغه هېواد چې په بهرنیو مرستو پورې تړلی دی او د نړۍ په کچه دویم هېواد دی چې خلک یې له بېړنۍ لوږې سره لاس او ګرېوان دي... او اوس لومړی کېږي؟

تر هغه وخت پورې چې د اسلام جامع لیدلوری، د خلافت دولت له لارې په افغانستان او اسلامي نړۍ کې تطبیق نه شي، چې د «دولت ـ ملت» سیکولار موډل له نظره وغورځوي، چې په بهرنیو دولتونو پورې ځان تړي، د افغانستان او سیمې راتلونکې به داسې وي، چې دایمي بې ثباتي، اقتصادي ناورین او تل به د پردیو په منګلو کې وي، د دښمنانو د دښمنۍ او رحمت په اړه الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 {فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَى * وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى}[طه: ۱۲۳- ۱۲۴]

ژباړه: اوس که زما له لوري تاسو ته کوم هدایت ورسېږي، نو څوک چې د هغه د هدایت پیروي وکړي، هغه به نه ګمراه شي او نه به په بدبختۍ کې اخته شي او څوک چې زما له ذکر (د نصیحت له درس) څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنیا کې تنګ ژوند وي او د قیامت په ورځ به موږ هغه ړوند راپاڅوو.

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشره

#Afghanistan

أفغانستان#

#Afganistan

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې