چهارشنبه, ۰۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     17 رجب 1441

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 12 مارچ 2020 م

شمیره:      ۰۱۵/۱۴۴۱

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه یو نړیوال کمپاین پيلوي: «بیجینګ + ۲۵: ایا د جنډر له مساواتو پرده لرې شوې؟»

۲۰۲۰م کال، د بیجنګ اعلامیې او د عمل دريځ (BPFA) ۲۵مه کلیزه ده؛ یو پراخ سند چې د ښځو په اړه د ملګرو ملتونو د څلورم نړیوال کنفرانس پایله وه، دغه کنفرانس د ۱۹۹۵م کال په سپټمبر میاشت کې د چین په بیجینګ ښار کې جوړ شو. موخه يې دا وه چې د ښځو حقوقو ته پرمختګ ورکړي او د جنډر مساواتو په نظر کې نیولو سره د نړۍ په کچه په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د ښځو پیاوړتیا ډېره کړي او د جنډر اصطلاح د هېواد د قوانینو او پالیسو په ټولو برخو کې ځای پر ځای کړي. نو له همدې امله د ښځو او نجونو د پیاوړتیا لپاره په نړیواله کچه د نړیوالې پالیسۍ او د یوه عملي پروګرام لپاره طرح د منلو وړ وګرځېده تر څو د جنډر مساوات او د ښځو او نجونو بشري حقوق په ټوله نړۍ کې پلي کړي. له بل لوري د BPFA طرحه د اسلامي خاورو د ډيری حکومتونو په ګډون ۱۸۹ هېوادونو ومنله چې پر ژمنو او د دوی د اجنډاوو په پلي کولو کې به په خپلو هېوادونو کې له دوی سره مرسته کوي. په دغه اعلامیه کې ټولې موخې او اهداف د هېوادونو په منځ کې د پلي کېدو وړ وګرځېدې.

 

د څو لسیزو راهیسې، د "جنډر مساوات" مفهوم په BPFA او نورو نړیوالو موافقو کې شته او د نړۍ په کچه د متمدنو او پرمختللو دولتونو په ښودونکي او داسې مقیاس بدل شوی چې ښه ملتونه له ښځو سره څنګه چلند کوي. دې ته د نړیوال ارزښت په سترګه کتل کېږي چې ټول خلک باید غېږه ورته پرانیزي، پرته له دې چې خپلو کلتوري یا مذهبي باورنونو ته پام وکړي؛ په داسې حال کې چې دا مفهوم خپله په غرب کې د غربي سیکولریستي عقیدې پر اساس جوړ شوی. په حقیقت کې، ډېری خلک د جنډر مساواتو ته په ملتونو کې د ښځو د پرمختګ، د ژوند د مساوي‌والي او د دوی د پیاوړي کولو د داسې وسیلې په سترګه ګوري چې باید خبره پکې ونه شي. په دې توګه ټول هغه فرهنګونه او ایډیالوژۍ ظالمې، وروسته‌پاتې او د ښځو ضد ګڼي چې د جنډر له مساواتو سره په تقابل کې دي.

د کورنۍ او ټولنې لپاره د اسلام اصول د جنډر د برخې فعالانو، سیکیولر دولتونو او د ملګرو ملتونو د اجینسیو د تورونو هدف دي. له همدې امله، په اسلامي نړۍ کې پرلپسې رژیمونو هڅه کړې چې په اسلامي خاوره کې اسلامي احکام اصلاح او لغو کړي، د دروغو په نوم د ښځو د حقوقو خوندي کولو او عصري کولو ادعا کوي. په حقیقت کې، د ډيری اسلامي دولتونو او په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو په ټولنه کې د جنډر مساواتو غربي مفهوم په زور منل د اسلام پر وړاندې د دوی په ایډیالوژیکه مبارزه کې د استعماري پانګوالو هېوادونو له لوري په کار اچول شوي چې د یوه سیاسي نظام به توګه د اسلام د راولاړېدو مخه ونیسي: د نبوت پر منهج خلافت، هغه چې د دوی واکمني ننګوي او په نړۍ کې د دوی ګټې ګواښي. په حقیقت کې له ډېر وخت راهیسې د فیمینیزم او استعمار تر منځ ټینګ یوالی شته دی. 

د BPFA له جوړېدو او د جنډر د نړۍ به کچه د جنډر د مساواتو دومرو جدي نیولو پنځه ویشت کاله تېرېږي خو بیا هم د اسلامي هېوادونو په ګډون په ټوله نړۍ کې د ښځو سیاسي، اقتصادي، محیطي او ټولنیزې ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي. د دوی د ژوند د پیاوړي کولو او او پرمختګ ورکولو ژمنې یې نه دي پوره کړې. د همدې لپاره، په همدې مارچ میاشت کې، د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې نړیوال کمپاین پیل کړی، چې سرلیک یې دی: "بیجینګ + ۲۵: ایا د جنډر مساواتو نقاب لوېدلی دی؟" دا به ان شأالله د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د اپرېل میاشت کې د ښځو د سمینارونو په اړه د کتاب په لیکلو سره پای ته ورسېږي. په دغه کمپاین کې هڅه کېږي چې: د جنډر مساواتو او په هغه کې د مېرمنو حقونو او د هېوادونو پرمختګ د ادعاګانو په اړه د غالبو نظریات ننګول؛ د دې څرګندول چې ایا د جنډر مساوات رښتیا هم یو نړیوال ارښت دی؟؛ د ښځو د ژوند په ښه والي کې د جنډر د برابرۍ د پالیسیو د پاتې راتللو لاملونه څېړي؛ د ښځو د اوسنیو ستونزو سره د رښتیني ايډيالوژیک او منظمو رېښو لاملونه تشرېح کوي؛ د BPFA او د ښځو لپاره د نورو نړیوالو تړونونو اجنډا افشا کوي او کمپاین به دا واضح کړي چې څرنګه د اسلام د بشپړو اصولو، قوانینو او نظامونو ځانګړې جامع نقشه - چې د هغه د سیاسي نظام، د نبوت پر منهج خلافت له لوري پلي کېږي - د ښځو دريځ لوړولو لپاره یو بدیل او سم لید وړاندې کوي؛ د دوی حقوق خوندي کوي، د دوی د ژوند حالت ښه کوي او په دولت کې رښتینی پرمختګ تر لاسه کوي. موږ ټولو هغو کسانو ته بلنه ورکوو چې په رښتیني ډول غواړي په ټوله نړۍ کې د مېرمنو لپاره ډېر سوکاله، عادلانه او خوندي راتلونکی رامنځته کړي، څو دا مهم کمپاین وڅاري او ملاتړ یې وکړي.

کمپاین کولای شئ دلته وڅارئ:

http://www.hizb-ut-tahrir.info/en/index.php/hizbuttahrir/19097.html

د فسبوک پاڼه:  https://www.facebook.com/WomenandShariah2

د کمپاین د پیل وېډیو لینک: https://youtu.be/kI0sfssW1ZQ

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشره

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې