پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     4 ذولحجه 1440

میلادی نېټه :     دوشنبه, 05 آګست 2019 م

شمیره:      1440 AH / 038

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
د خپلو نسلونو، اخلاقو او ارزښتونو له منځه وړل بس کړئ

((په یوه بیانیه کې چې د ۲۰۱۹/۷/۳۱مه خپره شوه، د فلسطیني ښځو د کاري کمېټو اتحادیې او د فلسطین د آزادۍ لپاره د ښځینه جوړښت ډیموکراتیکې جبهې د حزب التحریر موقف د فلسطین حکومت د هغه قانون پر وړاندې چې ښځې باید تر اتلس کلنۍ څخه په ټيټ عمر کې ودونه ونه کړي مخالفت څرګند کړی. له دې بیانیې ښکاري چې د غو ګوندنو مفکوره د رواني او انساني منطق څخه ډېره لېرې ده. د دوی د نظریانو پر بنسټ د ټاکنو، موټر چلولو او د پرېکړې کولو عمر باید ۱۸ کاله وي،  همدارنګه د دوی له انده تر اتلسو کلونو په کم عمر کې واده کول د رواني، روغتیایي او ټولنیزو ستونزو لامل ګرځي ځکه چې تر ۱۸ کالو کم عمر د ماشومتوب ژوند وي او دا عمر په نړیواله کچه د نارینه وو او ښځينه وو لپاره منل شوی دی.))

د دې بیانيې په اړه موږ د حزب تحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه داسې تبصره کوو:

۱ـ هغوی چې په اتلس کلنۍ کې واده ښه بولي او له دې خبرې دفاع کوي، دوی د بلوغ عمر د لوېديځ پر معیار اندازه کوي، چې هغه اتلس کلونه عمر دی، ولې د نارینه وو او ښځينه وو د واده عمر باید د لوېديځ له نظام سره سم ووېشل شي؟ ولې دا یوه سمه پرېکړه بولو؟! آیا په لوېديځ کې د کوچینوالي مفکوره باید د مسلمانانو لپاره هم وي؟  په لوېديځ نظام او ادبیاتو کې له اتلسو کلونو ټيټ عمر لرونکو کسانو ته ماشوم ویل کېږي. په داسې حال کې چې په اسلام کې، د نارینه وو تکلیف (مسئولیت) هغه وخت پیل کېږي چې کله بالغ شي او د ښځينه وو بیا هغه وخت پيل کېږي چې میاشتنی عادت (حیض) پیل شي.  د بلوغ عمر د شرعي قوانینو سره سم ټاکل شوی چې له هغوی باید پیروي وشي ځکه چې د همدې عمر سره سم دوی ته د یو کار اجر او سزا ورکول کېږي. بلوغ په ذهن او بدن پورې اړوند ځانګړې نښې نښانې لري او داسې کسان هم شته چې عمر یې اتلسو کلنو ته رسېدلی خو بلوغ ته نه دي رسېدلي، له همدې  امله اسلام د واده لپاره د بلوغ شرط نه دی ټاکلی.

۲ـ  هغوی چې په اتلس کلنۍ کې واده ښه بولي او داسې انګېري چې رواني  او روغتیایي ستونزې، د مړينې کچه او د زېږن پر مهال نيمګړتیاوې د ځوانو مېرمنو د واده کولو له امله منځته راځي. په داسې حال کې چې دوی له هغو ځایونو سترګې پټوي چې هلته له اتلسو کلونو ټيت عمر کې ودونه ډېر معمول دي. له بل لوري دوی ځينې ذهني ناروغۍ هم په همدې پورې تړي او له هغو شرایطو څخه چې پانګوال سيسټم او د رژيم بې پروایۍ پر دوی تپلي هېڅ یادونه نه ده کړې، په داسې حال کې چې په ژوند کې ډېر کړاوونه له بېوزلۍ، د پوښاک توکو او ورځنيو لګښتونو له کمښت څخه منځ ته راځي. موږ له دوی څخه په لودیځ کې د ناروا اړیکو په اړه پوښتو چې د مطلقو ماشومانو ترمنځ ټينګېږي او همدارنګه د هغو غیرقانوني زېږونونو په اړه پوښتنه کوو چې داسې نجونې ماشومان زېږوي چې عمرونه له ۱۲ تر ۱۸ کلونو پورې وي او هغه مورګانې چې تر اوسه یې ودونه نه دي کړي او د ناروا اړيکو په پایله کې یې ماشومان زېږوي!! آیا دا ډول لېبرال چلندونه د منلو وړ دي او دوی ته جسمي او رواني زیان نه رسوي، د ماشومانو په توګه د دوی له حقونو څخه سرغړونه نه ده؟ مګر دوی پر دغو حالتونو باندې سترګې پټوي او پر ځای یې پر اسلامي واده چې پاک لمني او عزت خوندي کوي نیوکه کوي او د جسمي او رواني ناروغیو لامل یې بولي؟! ستاسو پرېکړه څومره ناسمه ده.

۳ـ  هغوی چې غواړي د واده عمر د ښځو د ازادۍ او حقونو په پلمه وټاکي، په اصل کې د لوېديځو هېوادونو او د دوی د قوانینو د دود او رواجو په موخه دا کار کوي او غواړي چې مسلمانې مېرمنې له خپلو ارزښتونو څخه خلاصې کړي او د هغوی د عزت او درنښت پړونس چې اسلام ورکړی  د آزادۍ او ښځو د حقونو په پلمه له هغوی لېري کړي. دوی همدارنګه د آزادۍ تر پلمې لاندې بېلا بېلو اړيکو ته هڅول کېږي چې له خپل ولي څخه لاس واخلي او ښځو ته آزادي ورکوي چې دوی خپله تصمیم ونیسي. د ښځو د حقونو د پلویان چې د اسلامي شریعت په رڼا کې واده ښه نه ګڼي، په ډکشنریانو کې د پاک لمنۍ په نوم هېڅ لغت نه شی پیدا کولای، ځکه دوی چوپ پاتې کېږي او یا هم د ښځو د آزادۍ په پلمه یې ناروا اړيکو ته هڅوي. دوی د ماشومانو تر منځ پر جنسي اړيکو نيوکه نه لري، خو د وختي ودونو په اړه د ګناه فکر کوي او په بې پروایۍ یې تورنوي!

۴ـ اسلام واده ته خلک هڅوي، د دې لپاره یې معلوم عمر نه دی ټاکلی. الله سبحانه و تعالی په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمایلي:

[وَأَنْكِحُوا الْأَيَامَى مِنْكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ]

[النور: ۳۲]

ژباړه: ستاسو مجردان او صالح غلامان یو بل ته واده کړئ.

له واده څخه د اسلام موخه د سوکالۍ او زړه سوي تامین او د عورت، پاک لمنۍ، ټولنې او فرد ساتل دي. نو بیا څنګه دغه مفکوره «پخوانی دود او میراث» بلل کېږي؟

اسلام د واده د تړون لپاره د ایجاب او قبول شرایط اېښې دي او په زور سره یې واده کول که هغه تر ۱۸ کلنۍ مخکې وي او که وروسته ناروا کړي دي. همدارنګه اسلام ښځې تر واده مخکې او وروسته له خپلو حقونو لکه زده کړو او کار څخه نه دي منعه کړې.   

په پایله کې، موږ د ښځو د حقونو ساتونکو ډلو باندې غږ کوو او داسې وایو: د نسلونو، اخلاقو او ارزښتونو له منځه وړل بس کړئ! موږ له دوی پوښتو ولې دوی د اسلام او د هغه د قوانینو پر وړاندې خپل غږونه پورته کوي او ادعا کوي چې دوی د ښځو او د هغوی د حقونو لپاره په اندېښنه کې دي، په داسې حال کې چې موږ په نړۍ کې د مظلومو مسلمانو ښځو په اړه ډېر اورو چې وژل کېږي، شکنجه کېږي، زندان ته لېږل کېږي او عزت یې تر پښو لاندې کېږي؟! ولې دوی په ښه یا بد نیت په اسلامي هېوادونو کې د ظالمو رژیمونو، بسپنه ورکوونکو هېوادونو او د دوی د موسسو چې د اسلام او مسلمانانو په جنګ کې ښکېل دي د لاس آلې دي؟! موږ له دوی غواړو چې بېرته خپل فکر ته راوګرځي او له دې کارونو ډډه وکړي.

  د حزب التحریر په مرکزي مطبوعاتي دفتر کې د ښځو څانګه

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې