جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     6 ذولحجه 1440

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 07 آګست 2019 م

شمیره:      ۱۴۴۰/۴۰

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
دوی له ماشومانو وېرېږي... له یوه لوی مسلمان پوځ سره به څه کوي!!؟

(ژباړه)

د اشغالګر یهودي دولت ځواکونو له هېبران (الخلیل) ښار نه د ملک صېدر په نوم یوه اته کلنه ماشومه وروسته له هغې له ځان سره وړې چې د دغې نجلۍ پر کور یې چاپه وهلې او پلار ته یې ویلي چې له دغې نجلۍ نه ځکه پوښتنې ګروېږنې کېږي چې په هغه ځای کې مېشتو شوو کسانو ته په مزاحمت تورنه ده.  له دغې پېښې وړاندې، د العسویه ښار یو شپږ کلن ماشوم، قیس فیراس عبید، هم په دې بهانه د پوښتنو او ګروېږنو لپاره غوښتل شوی و چې ګواکي په ښار کې د اشغالګرو ځواکونو ګزمه کوونکي موټر یې په ډبرو ویشتلي. دا پیښه له هغې پېښې سره په یوازې څو ساعته تفاوت رامنځته کېږي چې د محمد رابي الاینه په نوم یو څلور‌نیم کلن ماشوم په بیت المقدس کې د اشغالګرو پولیسو مرکز ته د تحقیق لپاره په عین بهانه راوړل کېږي. 

اشغالګر د مبارکې خاورې-فلسطین د خلکو پر وړاندې خپلو هر ډول وحشي سیاستونو ته ادامه ورکوي، د ماشومانو نیول او له دوی نه تحقیق د دغه جنایتکار سیاست د لړۍ یوه برخه ده، دوی پر ټول هغه څه پښه ږدي چې بشردوستي او د بشر او ماشومانو حقوق یې بولي.  د دې پر ځای، چې د فلسطین د مبارکې خاورې د خلکو پر وړاندې د دغو اشغالګرو زور زیاتي ته د پای ټکی کېږدي، دوی یوه ماشومه نجلۍ دغو جنایتکارانو ته د مزاحمت په تور د پوښتنو او ګروېږنو لپاره نیسي!

د احصایې له مخې، له یهودي دولت سره په ۵۷۰۰ نیول شوو فلسطینانو کې ۲۳۰ ماشومان دي، هغه ماشومان چې د محکمه کولو لپاره یهودي محکمې ته تسلیم کړل شوي، ډېری یې د بیت المقدس اوسیدوونکي دي، چې د ډبرو ویشتولو په جرم نیول شوي. د ۲۰۱۵ کال په جون په کې، د  اسرائیلو پارلمان یو قانون تصویب کړ، چې له مخې یې د هغه کسانو د بند موده تر شلو کالو پورې وغزول شوه چې د ډبرو ویشتلو په تور نیول کیږي. همدا راز د وزیرانو شورا، چې د پولیسو او امنیتي چارو سمبالوونکې ده، پولیسو ته، د ډبرو ویشتوونکو پر وړاندې د ډزو کولو اجازه ورکړه.

یهودي دولت د نړۍ په کچه یوازېنی هغه دولت دی، چې په نظامي محکمو کې پکې ماشومان محاکمه کیږي، سره له دې چې د نړۍ ټول مقرر قوانین د دې کړنې پر ضد دي. د بېلګې په توګه د بشري حقوقو لپاره ټولې نړیوالې هوکړې، په ځانګړې توګه د ماشومانو د حقوقو نړیوال کنوانسیون یا (UNCRC) پر دې ټینګار کوي چې ماشومان دې وساتل شي، ژوند دې یې وژغورل شي او د لویېدو او پرمختګ فرصتونه دې ورته برابر شي. دا ټول قوانین او هوکړې له ماشومانو څخه د دوی د آزادیو اخستلو پر ضد دي. خو سره له دې، اشغالګر، فلسطیني ماشومان د دوی په مقدسه خاوره کې وژني او بندیانوي یې.  نو که دوی له هغو ماشومانو وېرېږي چې عمر یې د یوه لاس له ګوتو هم کم دی، پر دغو ماشومانو فشار راوړي چې غیرتي او پر خپل دین ویاړ کوونکي لوی نه شي او د دوی ریښې له منځه یو نه سي، نو دوی به څه کول که یې پر وړاندې یو لوی پوځ وی چې پر خدای ټینګه عقیده او کلک عزم لري!!؟ 

نو، اې مسلمانانو! دا یهودیان دي او دا د دوی اردو، چې نالایق حکام یې په دوامداره توګه هڅه کوي چې ځآن نه ماتېدونکی وښیي، هغه اردو چې په ښار کې د ماشومانو پر نیولو پسې ګرځي!! دوی یو ماشوم، چې د خپل عمر څلورم پسرلی یې هم نه دی پوره کړی، د پوښتنو او ګروېږنو لپاره په نښه کیږي؛‍ په داسې حال کې ستاسو حکام چې تاسو ترې راضي یئ، له دغو اشغالګرو سره د اړیکو عادي کول غواړي، قراردادونه ورسره لاسیک کوي او د دوی په خوښه سپک او شرمېدلي قوانین قوانین تصویب کوي.

په عین حال کې، دا دي د فلسطین ماشومان چې له ماشومتوبه د یوه زمري په څېر عمل کوي. یوازې دوی یو داسې دولت ته اړتیا لري، چې دوی رهبري کړي او دې ته یې پرې نږدي، چې له خپل مسیر او هغه نقشې جوړلو څخه واوړي، چې د اشغال د ختمولو لپاره یې کاروي، تر څو فلسطین آزاد او یو ځل بیا د مسلمانانو لاس ته ورشي. دا به یو ستر لښکر وي، چې د یوه ساتونکي رهبر له لوري به د هېواد د ازادولو لپاره د الله سبحانه وتعالی په اراده سره رهبري کیږي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې