جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 رجب 1440

میلادی نېټه :     جمعه, 08 مارچ 2019 م

شمیره:      1440هـ / 022

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
د راشده خلافت له تاسيس پرته به مېرمنې له هيڅ راز درناوي، امنيت او ویاړ څخه برخمنې نشي

سږ کال رجب میاشت د هغې بدمرغې ورځې له تلين سره سمون خوري، چې ۹۸ کاله مخکې مسلمانانو خپل پرتمين دولت، خپله مشري، خپل سپر او ساتونکی– خلافت یې له لاسه ورکړ. تر يادې ورځې وروسته مسلمانې ښځې او کورنۍله وژنې، لوږې، ويجاړۍ، ځورونې، بې عزتۍ، بې وزلۍ، ظلم او نه زغموونکو کړاوونو سره مخ شول. موږ هغه دولت له لاسه ورکړ، چې زموږ چارې يې د تقوا پربنسټ سرته رسولې او د خلکو اړتياوې يې د الله سبحانه وتعالی له امر سره سمې پوره کولې. اوس هغه چارواکي زموږ چارې سرته رسوي چې د خلکو پروا نلري، دوی زموږ شتمني د عياشۍ په موخه لګوي او هغه مسلمانان چې د الله سبحانه و تعالی پر دين يې ټينګې منګولې لګولي ،له سختو ځورونو سره مخ کوي. دا هغه پیاوړی دولت و چې د جهاد له لارې يې د اسلام د خپرولو په موخه نوې سيمې نيولې او دا هغه دولت و چې يوې مسلمانې ښځې ته د زيان رسولو له وېرې د دښمنانو زړونه لړزېدل... خو اوس موږ د عامه وژنې او نيواک قربانيان يو.

دا هغه دولت و چې مسلمانې ښځې ته به د درناوي، پالنې او خونديتابه له اړخه زياته پاملرنه کېده، د دې درنښت ته په دنيا کې تر هر ارزښتمن شي په درنده سترګه کتل کېدل، په داسې حال کې چې د خلافت چارواکو خپل بشپړ پوځ د دې د درنښت ساتلو په موخه چمتو کاوه... خو اوس موږ په داسې وخت کې ژوند کوو چې زموږ خويندې د اسلام د دښمنانو له لوري له وېرې او مسووليت پرته له ناوړې ګټې اخیستنې، سپکاوي، او جنسي تېري سره مخ دي، ځکه چې د دوی د ژغورلو لپاره پوځ نشته چې راپاڅي او نه هم د دوی د عزت ساتلو لپاره ساتونکي شته. هغه دولت چې مسلمانې ښځې ته يې امنيت او پناځای چمتو کاوه او آن نامسلمانانو په خپلو هيوادونو کې د نابرابرۍ له امله په دغه عادل دولت کې پنا اخيسته... اوس موږ داسې حالت ته ورسېدو، چې مسلمانې ښځې د اسلام د دښمنانو له لوري بنديانېږي او ځورېږي، خو د اسلامي نړۍ واکمنان د يادو مسلمانو ښځو پروا نلري، پرېږدي يې چې په سمندر کې مړې شي او يا يې پرېږدي چې په داسې ناولو پنډغالو کې شپې او ورځې تېري کړي چې ان د حيواناتو لپاره وړ نه دي. دا هغه دولت و چې ډېره شمتني يې درلوده او د خلکو غوښتنې يې پوره کولې او دا هغه خلافت و چې پر خپلو اوږو يې خواړه، بېوزلو مسلمانو ښځو او ماشومانو ته رسول. اوس ګڼ وګړي له فقر او بې وزلۍ سره لاس او ګريوان دي، مسلمانې ښځې پر سړکونو سوال کوي او ماشومان يې په خزلو کې د لوږې د مهارولو په موخه د خوړو پاتې شوني غونډوي، يا د لوږې له امله مري او هيڅوک هم نشته چې د خوړو يوه مړۍ ورته ورکړي.

د دې ټولو کړاوونو ترشا د خلافت ړنګېدل و – هغه چې د مسلمانو ښځو ساتونکی، سپر او مدافع و. په ډاډ سره ويلی شو، چې يادې نهه اوږدې لسېزې د اسلامي امت لپاره له بدمرغۍ، نه زغموونکي کړاوونو او له سپکاوي ډکه موده وه، همدومره بس دي! بيا هم په ډاډ سره ويلی شو چې اوس هغه وخت دی چې دا نړۍ يو ځلې بيا په عدالت، خونديتابه او سوکالۍ سره د الهي نظام په اډانه کې، يعني د نبي کريم صلی الله عليه وسلم پر طريقه د خلافت په تاسيس سره ښکلې کړو.

له لسيزو راهيسې سيکولر حکومتونه، رسنۍ او بنسټونه په ناسم ډول خلافت د ښځو دښمن او بې رحمه دولت معرفي کوي. په داسې حال کې چې هغه استازی، مدافع او د خلکو د غوښتنو پوره کوونکی دولت دی. نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: «الإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْؤولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ» « امام (خليفه) ساتوونکی او د خپلو خلکو مسوول دی» او دی صلی الله عليه وسلم همدارنګه فرمايي: «إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ» «په رښتیا سره امام (خليفه) سپر دی چې د هغه ترشا جګړه کېږي او هغه ته پناه وړل کېږي پر همدې بنسټ، سږکال رجب د حزب التحرير د ښځو څانګې مطبوعاتي دفتر به د «خلافت: زما ساتوونکی! زما سپر تر سرليک لاندې يو کمپاين ترسره کړي، چې په هغه کې به هغه ليدلوری په ډاګه شي چې څرنګه ریښتینی راشده خلافت د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر طريقه په عملي توګه د خپلو اصولو او قوانينو پر بنسټ او د نظامونو له لارې د مسلمانو ښځو ستونزې حلوي او د دوی ژوند، شتمني، درنښت او دين ژغوري، لکه څرنګه چې د حزب التحرير په ادبياتو او اساسي قانون کې په دې تړاو په جزياتو بيان شوي دي. موږ له تاسو څخه هيله کوو چې ياد مهم کمپاين ملاتړ او تعقیب کړئ. د پرتمین خلافت د بیا تاسیس لپاره د دې ستر او پراخ بدلون یوه برخه شئ.

په لاندې لينک کې ياد کمپاين تعقيبولی شئ: http://www.hizb-ut-tahrir.info/en/

زموږ د فيسوبک پته: www.facebook.com/WomenandShariah

د کمپاين پيل ويډيو پته: https://youtu.be/lgV1wrLyrY4

ډاکتر نسرين نواز

د حزب التحرير د ښځو څانګې د مطبوعاتي دفتر رييسه

د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې