جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     29 شعبان 1441

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 22 اپریل 2020 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۰۲۱

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۴۴۱هـ.ق کال د رمضان د میاشتې د ليدلو اعلان

[شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ]

ژباړه: رمضان هغه میاشت ده چې په هغه کې قرانکریم نازل شوی دی. قرانکریم د انسانانو لپاره سر تر پایه هدایت دی او داسې څرګندې لارښوونې لري چې د سمې لارې ښوونکې او د حق او باطل بېلوونکې دي. پر هر چا چې دا میاشت راشي، نو پر هغه لازمه ده چې دغه میاشت روژه ونیسي او که یو څوک ناروغ او مسافر وي، نو هغه دې په نورو ورځو کې د روژو شمېر پوره کړي. الله سبحانه وتعالی پر تاسو سختي نه، بلکې اساني راوستل غواړي، له همدې امله تاسو ته دا لاره ښودل کېږي چې تاسو د خوړل شوو روژو شمېر پوره کړی شی او په کوم هدایت چې الله سبحانه وتعالی تاسو سرلوړي کړي یاست، په هغه سره د الله سبحانه وتعالی لویي وستایئ او شکر کوونکي و اوسئ.

[بقره: ۱۸۵]

د الله سبحانه وتعالی په نامه، ثنا او صفت د وي هغه ذات لره چې د لوی عرش مالک دی، د ټولو کایناتو رب او د خپلو بنده ګانو څخه خبر او پر هغوی ډېر مهربانه دی. برکت او سلامتي د وي د بشر پر وروستني پیغمبر، رسول الله صلی علیه وسلم، د ادم علیه سلام د اولاد هغه لارښود چې کتاب «قران» ورباندې نازل شوی دی. هغه پیغمبر چې ترټولو د غورې بیوګرافۍ درلودونکی، د ریښتني صاحبه وو امام او بشریت ته د تر ټولو غوره امت رهبر و. زموږ پر اقا محمد صلی علیه وسلم، د ده پر کورنۍ او د ده پر ملګرو او پیروانو د برکت او سلامتي وي.

بخاري له محمد بن زید څخه روایت کړی چې هغه وویل: «ما له ابوهریره (رض) څخه واورېدل چې هغه وویل، چې رسول الله صلی علیه وسلم و فرمایل، یا ابوالقاسم وفرمایل:

«صوموا لِرُؤيتِهِ وأَفْطِرُوا لرؤيتِهِ فإنْ غُـبِّيَ عليكم فأَكْمِلُوا عِدَّةَ شعبانَ ثلاثين»

ژباړه: روژه د نوې میاشتې پر لیدلو سره ونیسئ او د میاشتې پر لیدلو سره یې ماته (پای) ته ورسوئ. که له تاسو څخه د ورېځو له امله د سپوږمي اصلي موقعیت ورک شو، په هغه صورت کې باید د شعبان ۳۰ ورځې پوره کړئ.

له پلټنو وروسته د پنجشنبې پر شپه د رمضان د میاشتې لیدل نه دي تایید شوي، نو د شریعت د غوښتنو مطابق د پنجشنبې ورځ هم د شعبان ورځ ګڼل کېږي او د جمعې ورځ به د ۱۴۴۱هـ.ق کال د رمضان د مبارکې میاشتې لومړۍ نېټه وي.

په همدې مناسبت موږ د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر او د دفتر ټول کارکوونکي په ډېرې خوښۍ سره د حزب التحریر امیر، لوی عالم عطا بن خلیل ابو رشته او ټولو مسلمانانو ته د دې سپېځلې میاشتې د راتګ مبارکي وایو او له الله سبحانه وتعالی څخه د بښنې او مغفرت په دې میاشت کې د دوزخ له اور څخه د خلاصون غوښتنه کوو.

اې مسلمانانو:

د روژې میاشت په داسې وخت کې رارسېږي چې د نړۍ زړه ته وبا ننوتلې او هغه یې په لړزه راوستلې ده. دغه ستونزه په نړۍ کې د ژوند لپاره یو لوی درس، د انسان د کمزورۍ یو ګران بیه تصدیق او یو ښکاره تذکر دی چې د دې نړۍ په خلکو باندې د ظالمانو ظلم د الله سبحانه وتعالی د ماتې سبب نه شي کېدای. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مُعْجِزِينَ فِي الأَرْضِ وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ وَلَبِئْسَ الْمَصِيرُ]

ژباړه: کوم کسان چې کافران دي، د هغو په اړه په دې غلطه انګېرنه کې مه اوسه چې هغوی به په ځمکه کې الله سبحانه و تعالی بې وسه کړي. د هغوی هستوګنځی دوزخ دی او هغه ډېر ناکاره هستوګنځی دی.

[نور:۵۷]

دغه ناروغي په داسې حال کې مخې ته راځي چې نړۍ د وژونکو زهري مارانو لخوا اداره کېږي او دوی د کوچنيو واکمنانو (الرويبضات) لخوا پیروي کېږي. هو! نه درملنه د مارانو خاصیت دی او نه هم د (الرويبضات) ماهیت! موږ وینو چې دولتونه ښي او چپ لور ته د وارخطایۍ داسې ټوپونه وهي لکه یو څوک چې پر سکروټو پراته وي او نه پوهېږي چې کومه خوا ورته لږ درد رسوونکې او کومه کړنه ورته لږ زیان رسوونکې ده! که څه هم دغه ناروغي د یو پېژندل شوي هېواد، ځای او یوې پېژندل شوې لارې څخه راپورته شوې او د هغې سفر د رسنیو د کامرو په وسیله ثبت شوی دی. د دې ناورغۍ شدت د ناروغانو په شاهدۍ باندې مستند شوی او د احتیاط غوښتنې واقعیت د ډله یيزو قبرونو د عکسونو پواسطه ثابت شوی دی. له دې هرڅه سره سره، غرب د دغه سېلاب «وبا» د راتللو تماشا کوله ترهغې چې تر پلازمېنو یې ورسېد او په خلکو کې یې تیت شو. که دوی د طاعون په اړه د رسول الله صلی علیه وسلم حدیث شریف لوستلی وی، نو دوی به پوهېدلي وی چې څه ډول د وبا په کنټرول کې خپل مهارت وښیي او هغه وخت به دوی دې ته اړتیا نه درلوده چې خپل خلک په کورونو کې بند کړي. الله سبحانه وتعالی خپل تقدیر پر دوی باندې راوست او د دوی عیبونو او کمزوري یې ښکاره کړه.

غرب کمزوری شوی دی؛ ځکه چې هغه نړیوالتوب چې دوی رامنځته کړی، دومره لوی دی، که دوی وغواړي مخه یې ونیسي، نو پاتې راځي. غرب کمزوری شوی؛ ځکه پیسې، شتمني او سوداګر د دوی دین او د تشویق سرچینه ګرځېدلې ده. غرب کمزوری شوی؛ ځکه دوی پر خپلې پوهې باندې غولېدلي دي او د دوی دغه پوهه دوی خپل خدای بللې! هو د غرب باداران، فیلسوفان او هغه څوک چې دوی ترې پیروي کوله، دا فکر یې کاوه چې دوی پر خپل ذهني نبوغ باندې الله سبحانه وتعالی او د هغې قانون ته کومه اړتیا نه لري. ځکه خو دوی د خپل ځان لپاره قوانین جوړ کړل، سیستم یې رامنځته کړ او تګلارې یې وټاکلې. هو! په دې ډول دوی خپل ځان ته له عنکبوتي شیانو څخه کورونه جوړ کړل! الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاء كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتاً وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ

ژباړه: کومو کسانو چې له الله سبحانه وتعالی پرته نور سرپرستان نیولي دي، د هغو مثال د غڼې په څېر دی چې خپل ځان ته یو کور جوړوي، په داسې حال کې چې له ټولو کورونو څخه کمزوری کور د غڼې کور وي. کاشکي دغو خلکو علم درلودلی.

[عنکبوت:۴۱]

اې مسلمانانو؛ اې د بشریت بهترین امته!

د عرب پسرلی دا په ګوته کوي چې اسلامي امت د غرب او د دوی د اجنټانو له نفوذ څخه د خلاصون لپاره کافي قوت او ټینګه اراده لري. دغه ناروغي تاسو ته دا په ډاګه کوي چې ستاسو دښمن د جوړښټ او نظم له اړخه کمزوری دی او د دوی خلک د غرب له غولونو او حرص څخه ستړي شوي او د نړۍ نوې رهبرۍ ته سخته اړتیا لري.

نو پرېږدئ چې دغه مبارکه میاشت ستاسو د انرژۍ د راټولولو او ستاسو د ستونزو د حلولو میاشت شي او له هغې وروسته په نړۍ کې د نبوت د منهج پر بنسټ د «سیستم» پر رامنځته کولو سره خپل ځان ته نجات ورکړئ. دا یوازې هغه وخت کېدلی شي چې د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره خپله ملا وتړۍ او په دې مظلومه نړۍ کې د ادم بچیانو ته د سالم ژوند هیله ورکړئ.

یا الله سبحانه وتعالی، اې د حاکمیت خاونده، دغه مسئله پر بشپړ ډول ستا په لاس کې ده، زموږ لپاره د اسلامي دولت «خلافت» له لارې د اسلامي امت په یوځای کولو کې بېړه وکړه. ته زموږ د دوعاګانو اورېدونکی یې.

رمضان مو مبارک شه، وسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.

د پنجشنبې ماښام د ۱۴۴۱هـ.ق کال د شعبان د میاشتې پای دی.

انجینیر صلاح الدین عضاضه

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې