جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     6 شوال 1441

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 28 می 2020 م

شمېره:      ۰۸/۱۴۴۱

إسكندينافيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د النګ ابن شکریون او Harakahdaily.net له لوري پر حزب التحریر د تور پورې کولو پر وړاندې غبرګون

د لومړي ځل لپاره د حاکمو احزابو له ګډون وروسته، د مالیزیا اسلامي ګوند (PAS) رسمي وېبپاڼه harakahdaily.net د النګ ابن شکریون په نوم د لیکوال یوه مقاله خپره کړه، چې په حزب التحریر یې تور پورې کړی و. دا مقاله چې د ۲۰۲۰م کال، د مې په ۱۹مه خپره شوې سرلیک یې و، الکحفي: په آخر وخت کې د دجال له فتنې څخه خلاصون (۵۹) لیکوال په پیل کې وایي د یهودانو او عیسویانو اجنډا چې غواړي مسلمانان منحرف کړي. بیا وایي:

"د دې عمر په پای کې انحراف، نور د نوي مذهب په بڼه نه دی، بلکې د دوو افراطي قطبونو تر منځ د تحریف ايډیالوژۍ په بڼه ډېر خلاص یا هم ډېر کلک دی. لومړی، د اسلام دوښمن په اسلام کې انفرادي ایډیالوژۍ ته کار، تبلیغ او ملاتړ کوي چې طبیعت یې راډیکال او له تاوتریخوالي ډک دی. هغه څوک چې نه پوهېږي، جاهل دي هغوی له دې نظریې ډېر اغیزمن کېږي. په پایله کې، د حزب التحریر او داعش پلویان په ټوله نړۍ کې راپورته کېږي."

د ۲۰۲۰م کال د مې په ۲۲مه د مقالې له لوستلو وروسته، موږ د النګ ابن شکریون فېسبوک پاڼې ته یو لنډ پيغام ولېږه، چې له خپلې مقالې څخه ژر تر ژره هغه پاراګراف ليرې کړي چې پر حزب التحریر یې تور پورې کړی و او موږ به یې د یوه مسلمان په حیث وبښو. له بده مرغه هغه تر اوسه پورې داسې نه دي کړي، نو ځکه موږ غواړو چې ووایو:

۱. څه چې النګ ابن شکریون لیکلي او حزب التحریر یې له انحراف، انحصار، سخت دریځۍ او تاوتریخوالي ايډیالوژۍ سره تړلی، چې د اسلام د دوښمنانو له لوري تمويلېږي. دا ټول بې اساسه تورونه دي چې په حقیقت کې په حزب التحریر پورې تړل کېږي. موږ په دې مساله کې د حزب التحریر په اړه د لیکوال جعل کاري او ناپوهي نه په ګوته کوو، مګر دومره وایو چې د حزب التحریر په اړه معلومات نه یوازې زموږ له وېبپاڼې څخه په اسانۍ تر لاسه کېدلی شي. ان زموږ له مشرانو او غړو سره په مالیزیا کې له نیږدې هم کتلی شي، تر څو لیکوال وکولای شي تایید کړي او زموږ په اړه باوري معلومات تر لاسه کړي.

همدا راز، د حزب التحریر په اړه بېلا بېل فعالیتونه شته، چې کېدای شي په اسانۍ او مستقیم تر لاسه شي. له بده مرغه، لیکوال د تایید پر ځای، پر حزب التحریر په درواغو او جعل سره تور پورې کړی او غواړي نوم یې بد کړي.

۲. د حزب التحریر پلویان په ناپوهۍ، افراطیت، تشدد او د انحرافي اجنډا څخه پر اغیزمن کېدو تورنول ـچې د اسلام د دښمنانو له لوري تر سره کېږي ـ دا ټول جدي تورونه دي او له حقیقت سره په ټکر کې دي. که څه هم د «راډيکال» کلمه بې طرفه مفهوم لري، مګر لیکوال یې دلته په کلکه په منفي ډول وړاندې کوي، یوازې پرېږدئ چې د «راډیکال» تور پورې کول له افراطیت او تاوتریخوالي سره یو ځای شي. موږ له کفارو څخه چې د اسلام دښمنان دي، تعجب نه کوو چې داسې تورونه پورې کړي، لکه څنګه چې موږ تر دې دمه له شرق او غرب څخه د کفارو له داسې تورونو سره مخامخ یو. په هر صورت دا موږ ته دې ډېر تعجب ځای دی چې دا ډول تورونه د مسلمانانو له لوري پورې کېږي چې د کفارو له غږ سره توپير نه لري او اوس له یو اړخ څخه د حزب التحریر پر وړاندې پورته کېږي.

له بل اړخه، دا ډېر د تاسف ځای دی چې النګ شکریون له حقیقت څخه نه دی خبر، چې د اسلام د دښمن (غرب) له لوري راوړل شوی رښتینې انحصاري ايډیالوژي پانګوال نظام دی، هغه ايډیالوژي چې د سیکولریزم له عقیدي څخه راوتلې ده. دا د بشر د لاس جوړه شوې ايډیالوژي ده، چې ډموکراسي یې وزيږوله، په خپله یو شیطاني نظام او یو فاسد حاکم نظام یې رامنځ ته کړی، چې د غرب له لوري پر ټولو اسلامي هېوادونو پلورل کېږي. څومره اسلامي خوځښتونه بیا د غرب په لومو کې راګیر شوي، په دې توګه د ډموکراسۍ لپاره کار کوي چې په ښکار ډول د اسلام خلاف کار دی. دا د ډموکراټيک نظام ايډیالوژي (پانګوال نظام) دی، چې ډېری خلک یې له لارې ایستلي او ایمان پرې لري. حزب التحریر د پانګوال نظام له ايډیالوژۍ او له هغه څخه د رامنځ ته شوي ډموکراټيک نظام مخالف دی، چې له پيل راهیسي د مسلمانانو د ګمراه کولو لپاره یوه غربي اجنډا ده. دا د دې له امله چې د اسلام دښمنان تر هغې کچې د حزب التحریر سره دښمني لري، چې د شرق او غرب کفار او له هغوی سره مسلمان حکام د حزب التحریر د دعوت پر وړاندې خنډونه جوړوي. د حزب التحریر غړي نیسي او زندانونو ته یې اچوي، حتی وژني یې. په ډېر تاسف سره چې النګ ابن شکریون د حزب التحریر پلویان په دې تورن کړي دي، چې دوی د اسلام د دښمنانو له لوري د راوستل شوې فاسدې ايډيالوژۍ تر اغیز لاندې دي! چې د اسلام دښمنان څاري ـ ایا حزب التحریر د هر اړخیز اسلام د رامنځ ته کولو لپاره کار کوي، یا هغه څوک چې د پانګوالۍ ايډیالوژۍ او د غرب له لوري جوړ شوی ډموکراټيک نظام مني؟

۳. د حزب التحریر پلویان له داعش سره په یوه کرښه کې بلل، یو ځل بیا د لیکوال کینه او ناپوهي څرګندوي. هغه څنګه د حزب التحریر او داعش په توپير نه پوهېږي چې حتی ړوند هم پرې پوهېږي!؟ که هغه د حزب التحریر پرمختګ وڅاري، نو هغه به یقیناً د حزب التحریر او داعش تر منځ پر توپیر وپوهېږي، چې د ځمکې او اسمان په څېر دی. لکه څنګه چې نوره نړۍ پوهېږي چې حزب التحریر څوک دي او د دوی تر منځ توپيرونه څه دي، نو ځکه موږ باید دلته ډېر تشرېح نه کړو، کافي ده چې النګ ابن شکریون د حزب التحریر په اړه د حقایقو په پلټلو کې کافي رښتنی وی، نو هغه به یې په اسانۍ تر لاسه کړي وو.

۴. النګ ابن شکریون باید په خپله لیکنه کې عادل او محتاط و اوسي، په ځانګړي ډول کله چې د نورو په اړه وي. هغه باید د لیکلو څخه وړاندې معلومات تر لاسه کړي. پرته له دې چې هغه په قصدي توګه حزب التحریر د خپلو ناوړه بریدونو لپاره په نښه کړي، بیا د هغه لپاره دا منطقي ده چې په دې ډول لیکنه وکړي. حتی که له الله سبحانه و تعالی څخه نه شرمېږئ، له خلکو وشرمېږئ چې د یو نړیوال اسلامي حزب پر وړاندې د دروغ لیکئ، چې د نړۍ په کچه پېژندل شوی حزب دی او د هغه څه سره په ټکر کې دی چې تاسو څرګند کړي دي!

هغه څه چې ډېر خواشینوونکي دي هغه دا دي چې دا افتراضي مقاله د harakahdaily.net له لوري خپره شوې، چې د مالیزیا اسلامي ګوند (PAS) رسمي ژبه بلل کېږي او ادعا کوي چې دوی د اسلام لپاره کار کوي. لکه څنګه چې د harakahdaily.net باید د هرې مقالې په خپرولو کې ډېر محتاط و، باید ډاډ تر لاسه کړي چې د هرې لیکنې منځپانګه د نورو نوم بد نه کړي. ښايي د مالیزیا اسلامي ګوند (PAS) تل د (تبین) مفهوم باندې عمل وکړي، وړاندې له دې چې د حزب التحریر په اړه د النګ ابن شکریون ناوړه او افتراضي لیکنې خپرې کړې.

لیکوال ته: موږ دلته یو ځل بیا له تاسو غواړو چې ژر تر ژره هغه څه بېرته واخلئ چې تاسو د حزب التحریر په اړه لیکلي و او موږ ستونزه نه لرو چې ستاسو د تېروتنې له امله تاسو ته بښنه وکړو، ځکه چې د یو مومن غوره چلند دخپل ورور بښل دي.  Harakahdaily.net ته: مهرباني وکړئ ژر تر ژره ستاسو له وېب پاڼې څخه افتراضي متن لیري کړئ. موږ هڅه کوو چې پر تاسو ښه ګمان (حسن ظن) وکړو ، چې تاسو د لیکوال له لوري افتراضي لیکنه نه ده کتلې. نو ځکه ژر تر ژره اقدام وکړئ یا هم د دې مطبوعاتي اعلامیې له تر لاسه کولو وروسته یې تصحېح کړئ. که تاسو دواړه دا کار وکړئ دا به ستاسو لپاره غوره وي او الله سبحانه و تعالی به تاسو وبښي. په هر صورت که تاسو یې ساتلو ته دوام ورکړئ، نو بیا به موږ ستاسو موضوع الله سبحانه و تعالی ته پرېږدو، په عین وخت کې، غواړو یادونه وکړو چې موږ ستاسو رښتنینې څېره پېژنو چې څه وخت د همدې سیکولر حکومت برخه ګرځېدلي یئ!

عبدالحکیم عثمان

د حزب التحریرـ ولایه مالیزیا ویاند

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې