جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 رجب 1441

میلادی نېټه :     سه شنبه, 25 فبروری 2020 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۴

ولاية لبنان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک د لبنان اقتصاد په خپلو لومو کې راګیر کړی

 د پور اخیستلو تر ټولو خطرناک زیان دا دی، چې پوروړي هېوادونه د پور او د هغه د سود د بېرته ورکولو له قدرت څخه بې برخې کوي او په دې ډول پوروړي هېوادونه د نور پور له اخیستلو پرته بله لاره نه لري. د دغو هېوادونو چارواکي د خپل هېواد د اقتصاد د پیاوړي کولو لپاره یوازې دروغجن خوبونه ویني. دغه هېوادونه د پور د ترلاسه کولو لپاره اړ دي، ترڅو د پور ورکوونکو هېوادونو (پاریس کلب) او د سوداګریزو پور ورکوونکو بانکونو (لندن کلب) لپاره د پیسو نړیوال صندوق سپارښتنې په پام کې ونیسي. دغه سپارښتنې د دې لپاره ورکول کېږي، ترڅو د پور ورکوونکي هېواد مداخله د پور اخیستونکي هېواد لخوا د پیسو په لګښت کې یقیني کړي. د پیسو نړیوال صندوق د دغو پورونو د ترلاسه کولو او لګولو لپاره ځانګړي اصلاحي پروګرامونه رامنځته کړي دي. په دغو اصلاحي پروګرامونو کې دغه لاندې مسایل شامل دي: د اسعارو د ارزښت کمول، پر لومړنیو اړتیا وړ توکو باندې د تعروفو ختمول، د مزدونو او تنخواوو ثابت ساتل، د دولتي مامورینو کمول، د برېښنا او عامه توکو او خدماتو د بیو لوړول، د پس انداز د زیاتوالي او د پانګې د جلب په موخه د سود په اندازه کې زیاتوالی راوستل او پر بهرنۍ سوداګرۍ باندې د محدودیتونو له منځه وړل.

د پیسو نړیوال صندوق له لارې د پور د ستونزې حلول په حقیقت کې د دغه ستونزې د دوه برابره کولو په معنا دي، ځکه د پیسو نړیوال صندوق حللارې په یوه خیالي محاسبه ولاړې دي. دوی دغې مسلې ته د ریاضي د یوې معادلې په سترګه ګوري او د معادلې د دواړو لوریو د تعادل د ساتلو لپاره هڅه کوي . دوی غواړي چې د معادلې کمزوری لوری قوي یا قوي لوری کمزوری کړي، پرته له دې چې د دغې حللارې اړیکه له هغو خلکو سره وڅېړي، چې د دغې حللارې له پلي کولو څخه زیانمن کېږي. 

د بېلګې په توګه؛ د دې لپاره چې عاید ډېر شي، نو د مالیاتو لوړولو ته اړتیا ده او دا ښکاره خبره ده چې په ټولو پوروړو هېوادونو کې مالیات تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي، چې زیان یې یوازې عامو وګړو ته رسېږي. په دې حالت کې بیې په پوروړو هېوادونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېږي او حتا ډېری خلک د اخیستلو قدرت له لاسه ورکوي. نو په دې توګه اړتیا پېښېږي، ترڅو پر ډوډۍ، شیدو، وریجو، غنمو، بوره تېلو او داسې نورو لومړنیو توکو تعرفه ختمه شي.

دا ښکاره خبره ده چې پوروړي هېوادونه د صادراتي توکو د تولیدولو وړتیا نه لري، نو ځکه اړ کېږي چې د خپلو اسعارو ارزښت ټيټ کړي. د اسعارو د ارزښت ټیټېدل په مستقیم ډول د توکو او خدماتو بیې لوړوي او بېکاري زیاتوي، په داسې حال کې چې مزدونه او تنخواګانې ثابتې دي. حتا ډېری وخت د لګښتونو د کمولو په موخه مزدونه او تنخواوې کمېږي، ترڅو دوی د پور اخیستو ته اړباسي.

دغه ټولې ناوړه کړنې او تګلارې د پیسو نړیوال صندوق لخوا د دې لپاره پیلوي، ترڅو پوروړي هېوادونه د نور پور اخیستلو ته اړباسي. ځکه دغه هېوادونه دا وړتیا نه لري چې په خپل وخت سره پور ورکړي او دې ته اړ کېږي چې نور پور هم واخلي او پایله یې دا شي چې د همدغو پورونو په سمندر کې ډوب شي.

د پیسو نړیوال صندوق د پور ورکولو په پروسه کې نړیوال بانک د پروسې د بشپړوونکي رول لري، ځکه د پیسو نړیوال صندوق هغه هېوادونو ته د خپل قانون له مخې نور پور نه ورکوي، چې د خپل پور ټاکل شوی حد یې پوره کړی وي. نوي پورونه یوازې د هغو پورژو د پلي کولو په موخه ورکول کېږي، چې د نړیوال بانک لخوا داسې تایید شوې او ډیزاین شوې وي چې د پوروړو هېوادونو د اقتصادي ودې مخه ډپ کړي او اقتصاد یې د تل لپاره پر بهرنیو مرستو ولاړ پاتې شي.

له همدې امله اوسنیو واکمنانو او خلکو ته موږ د نړیوال بانک او د هغوی د زهري پورونو پر وړاندې خبرداری ورکوو او ورته وایو، چې د پورونو د روان ناورین حللاره د دغو پورونو د نه پرې کولو (تش په نوم ګټه) نه ده. دا سود دی او د هغه بېرته ورکونه باید د ټولو هغو کسانو د پیسو څخه وشي، چې د پور اخیستلو په وخت کې د حکومت برخه وو.

پور باید وانه خیستل شي او د هغه پر ځای باید یوه داسې سالمه تګلاره رامنځته شي، ترڅو کرهڼه، صنعت، سوداګري، او د هېواد د طبیعي سرچینو څخه ګټه اخیستل تنظیم کړي.

حزب التحریر-ولایه لبنان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې