سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     10 ربیع الثانی 1440

میلادی نېټه :     دوشنبه, 17 ډسمبر 2018 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۰۱

قرغيزستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د قرغیزستان د اوسني او پخواني ولسمشر تر منځ شخړه، په یوه سیاسي او رسنیزه جګړه بدله شوې قرغیز نخبګانو اوسنی ولسمشر انتخاب کړی

(ژباړه)

د تېر کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د قرغیزستان پخواني ولسمشر، الماس بېک آتامبایف، د سوشیل ډیموکراټ ګوند په استازیتوب سورنبای جینبکف ټاکنو ته مخکې کړ. جینبکف د اتامبایف نیږدې ملګری و چې له ولسمشر کېدو مخکې شاوخوا یو کال لومړی وزیر و. سره له دې وروسته له دې چې ولسمشر شو، په خپل سیاست روان شو او د ځانوژنې له ښکارندې (پدیده) یې یو ډول مخنیوی وکړ؛ ده دا ښکارنده د پخواني ولسمشر غیر رسمي مرسته وګڼله چې په پایله کې یې د دواړو تر منځ شخړو زور واخیست. پخوانی ولسمشر اړ شو چې له دوو سیاستمدارانو یو وټاکي، په دې توګه په حکومت کې د بېلتون درز جوړ شو. د ۲۰۱۸م کال په اپرېل کې، اتامبایف د سیاست ډګر ته خپل راتګ اعلام کړ او د سوشیل ډیموکراټ ګوند مشر وټاکل شو؛ له هغه وخت راهیسې ګوند دوې ټوټي شوی.

جینبکف د ولسمشرۍ له ځواکه ګټه واخیسته، د اتامبیاف ډېر چارواکي یې له دندې لرې او ځينې بندیان کړل. د ساپر اساکوف د صدراعظمۍ د دورې ډېر فسادونه یې رابرسیره کړل او بیا یې ونیو. بیا یې په مسکو کې اکرام جان الیمیانوف ونیو چې د اتامبایف په وخت کې موټر چلوونکی و بیا یې په ولسمشرۍ دفتر کې د رهبرۍ څوکۍ ته پورته کړی و، ونیو او قرغیزستان ته ولېږدول شو.

د روان کال په سپټمبر کې یې د پخواني ولسمشر د حقوقي مصونیت د له منځه وړلو لایحه تصویب کړه، په دې سره اتامبایف شاتګ ته اړ شو. په نومبر میاشت کې پخواني ولسمشر اتامبایف د (اپریل) په نوم خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو «چې زه د اوسني دولت له چارواکو سره کلک مخالف یم.»

په دې توګه، ولسمشر جینبکف د قرغیزستان پخواني لومړي وزیران د خبرو اترو مېز ته راوغوښتل او ویې هڅول چې روان کشمکشونه ارزیابي کړي او د هېواد په سیاست کې فعاله ونډه ولري.  . .

په دې توګه، ولسمشر جینبکف دې ته متوجه کېږي چې د یوه کال په اوږدو کې په دې نه دی توانېدلی څو له خپلو وروڼو او خپلوانو سره د رهبرۍ یوه ډله جوړه کړي؛ نو له نخبګانو سره یو ځای کېږي چې د هغوی له لارې خپل ځواک زیات کړي. د قورولتای کنګره چې د نومبر په ۲۴مه اعلان شوه، غړو یې د اپوزیسیون په نسبت په واک کې د حکمرانانو ګټو ته لومړیتوب ورکړ او له حکومت سره ملګري شول. نخبګانو ځان د یوه ګټور اپوزسیون په توګه ښودلی؛ خو په حقیقت کې یې پر ولسمشر خپلې وحشیانه منګولې او نفوذ وښود.

له بلې خوا، د خلکو کنګرې یا هماغه د قورولتای کنګرې په یوه کال کې د ولسمشر کړنې مثبتې ارزیابي او د پخواني ولسمشر ټول فعالیتونه یې نامطلوب وګڼل. د دې لپاره چې ثابته شي چې نخبګان په ریښتیا هم ګټور دي، د اوسني ولسمشر لپاره یې یوه ازمایشي دوره د ۲۰۱۹م کال تر اپرېله وټاکله. په دغه وخت کې باید ولسمشر د هېواد سیاسي، اقتصادي او مالي ستونزو د حل لپاره یو میکانیزم جوړ کړي. حکمرانان باید همدا راز په دې باوري شي چې شخصي شتمنۍ یې نه پلټل کېږي.

په بل عبارت، ریښتیا خبره دا ده چې دا مشران د پخواني شوروي د پاتې شونو ریښې دي چې د شتمنو هیوادونو د شتمنیو په چور کولو شتمن شول. اتامبایف په خپلو خبرو کې هڅه وکړه څو وښیي چې خپله ټوله افشا شوې شتمني یې په قانوني توګه د میلیاردونو ډالرو په ارزښت خصوصي شرکتونو نه لاسته راوړې. لکه څنګه چې ښکاري، له ښکاره اقتصادي ظلمونو وروسته د چارواکو د پاکولو بهیر له پخوانیو چارواکو پیل شو او په پایله کې له پخواني ولسمشر نه د مصونیت د لایحې د اتامبایف د ټیم اصلي موخه ده.

په لنډو کې ویلی شو چې د حکومت مشران ځانونه د خلکو د ګټو ساتونکي بولي. هڅه کوي څو د خلکو لپاره په ټولنه کې خپلې وړتیاوې د ولسمشر د باور په لاسته راوړلو سره لا پیاوړې کړي.

نو نه اوسنی او نه هم راتلونکی ولسمشر د خلکو  غم خوړلی او وضعیت یې ښه کولی شي. ځکه د دوی سیاست د ولسمشر لخوا نه اداره کېږي، د غرب د استازو او نخبګانو د یوې لویې ډلې لخوا اداره کېږي. سره له دې چې حکومتي نخبګان له ولسمشره ملاتړ کوي چې خپلې ګټې خوندي کړي.

دا دی د سیکولاري او پانګوالۍ نظام واله دولت ماهیت، یوازې د رهبرۍ ډلې لپاره د خدمت وسیله ده او سره له دې چې دولت له فساد او جرمونو سره مبارزه کوي خو هېڅکله به د رهبرۍ له ګټو سره په ټکر کې واقع نه شي. نو که داسې څه پېښ نه شول؛ د رهبرۍ ټیم هڅه کوي او که امکان و د خلکو په مرسته ولسمشر یا چارواکي یو پر بل پسې له صحنې وباسي. نو هر ولسمشر د معاملې لپاره له دغه فاسدې ډلې سره مرسته کوي او خدمت ورته کوي.

له دې کبله په قرغیزستان کې اصلاحات هېڅکله د ولسمشرانو په بدلولو نه شی ترلاسه کېدای، د رژیم اساسي بدلون ته ضرورت دی. په دې معنی چې د کفر نړیوال نظام یا په اصطلاح کپیټالیزم ایډیالوژي باید په بشپړه توګه ورکه شي. قرغزستان یو له هغو هیوادونو دی چې په نړیوالو سیاستونو کې کمزوري دي، یو استعماري هیواد چې د کفري غربي نظام سیاستونه پلي کوي.  تر هغه به بریالی نه شي، تر څو د اسلامي ایډیالوژۍ لپاره هڅه نه وي کړې؛ هغه ځواک چې هیواد کې مو داخلي سیاسي انقلاب جوړوي. د دې لپاره باید اسلامي ایډیالوژي د کفري هغې ځایناستې کړو. 

ښکاره ده چې دا خبره د ټولې ټولنې لپاره مهمه ده چې موږ د اسلام په حاکمولو سره هره تشه ډکولای شو. که داسې نه شي، امت به د اسلام وړتیا د کفري نظام په انهدام کې درک نه کړي او د اسلام په سیاسي نظام به باور ونه کړي. دې ته په کتو چې امت د بدلون لپاره اصلي ځواک دی، د امت عقیده د بریا کلۍ او د فکر او پرېکړې نیولو ځواک یې دی.

د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر – قرغیزستان

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې