پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     23 محرم 1441

میلادی نېټه :     یکشنبه, 22 سپټمبر 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۱ / ۴

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په فقه کې افراط نه شته، خو قوي او کمزوری نظر شته

د ورځپاڼې محترم اېډېټر صاحب

اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته!

ستاسو په مشهوره ورځپاڼه کې د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر په ۲۲ مه په ۲۹۰۷مه ګڼه کې تر «د شهید عبدالعاصم ام درمان د تلین ناسته-له وضعي قوانینو پرته زوړ تاریخي ښار» سرلیک لاندې لیکنه کې راغلي وو:‌ «...دام درمان د هنر، وړتیا او خلاقیت په ښار کې په فقه کې افراط خوریږي، دوی غواړي له دین څخه جرثقیل جوړ کړي، چې خلاقیت ته ورسیږي..

که شرعي احکامو ته افراطیت وویل شي، په حقیقت کې د اسلام له احکامو څخه سرغړونه ده او دا ډول کړنه له مسلمانانو سره نه ښایي. له همدې امله که د لیکوال د مقالې په تړاو زما دغه تبصره خپره شي، زه یې قدرداني کوم. الله سبحانه و تعالی دې موږ او ده ته لارښوونه وکړي او د ده او زموږ ګناهونه دې وبښي. دلته غواړم ووایم:

لومړی: د امت علما موافق دي چې په اعمالو کې اصل د شرعي حکم پیروي ده، نو د پنځو پېژندل شوو حکمونو سره سم هېڅ مسلمان اجازه نه لري، چې په یوه ځانګړي مسله کې د الهي حکم تر پوهېدو وړاندې عمل وکړي، ځکه الله سبحانه و تعالی به د ده د اعمالو بدله ورکړي.

﴿فَوَرَبِّكَ لَنَسْأَلَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ * عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ

[حجر: ۹۲-۹۳]

ژباړه: ستا په رب دې قسم وي، چې موږ به خامخا له دوی څخه د دوی د اعمالو په اړه پوښتنه کوو.

دویم: ځینې شرعي احکام قطعي دي. مسلمانان د دې احکامو په هکله اختلاف نه لري؛ ځکه له متن څخه  راویستل شوي شواهد یې پوره روښانه او قطعي دي. د ځینو احکامو شواهد بیا قطعي نه دي، نو ځکه مجتهدین یې په اړه اختلاف لري. شرعی احکام یا خو د پیاوړو شواهدو په شتون کې قوي احکام دي یا هم د شواهدو د کمزورتیا له امله کمزوري احکام دي. د احکامو دا وېشنه د یو کس په خوښه نه ده. دا وېش د شواهدو د قووت پر بنسټ شوی دی.

درېیم: اوس موږ له خطرناک حالت سره مخ یو، په ځانګړي ډول زموږ په هېوادونو کې ډېری خلک له درک، پوهې او کوم منل شوي سند پرته په ډېره زړه ورتیا سره د اسلام او اسلامي اصولو خلاف حرکت کوي. زه دغه لیکوال و ورته کسانو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه حدیث باندې خبرداری ورکوم:

«... وَإِنَّ الْعَبْدَ لَيَتَكَلَّمُ بِالْكَلِمَةِ مِنْ سَخَطِ اللَّهِ لا يُلْقِي لَهَا بَالا يَهْوِي بِهَا فِي جَهَنَّمَ»

(امام احمد)

ژباړه: الله سبحانه و تعالی به هغه بنده د دوزخ اور ته واچوي، چې په خپلو خبرو سره هغه سبحانه و تعالی ناراضه کوي او د خپلو کلمو درک جدي نه نیسي (بې پروایې کوي).

څلورم: لیکونکي د شهيد د مجسمې د اېښودلو په اړه شرعي حکم نه دی ذکر کړی، ایا دا هغه عمل دی چې په اړه یې اسلام هېڅ حکم نه لري؟! لیکوال باید د دې پرځای چې په شریعت ملنډې ووهي او اصول یې افراطي وښیي، هغه شرعي حکم راوړي وای چې ده ته یې د دغه کار اجازه ورکړې!

پنځم: په یقیني ډول د شهید عبدالعاصم (الله سبحانه و تعالی د دی وبښي) د مړینې په تړوا شرعي حکم دا دی، چې د ده قاتلین باید قصاص شي. کورنی او دوستان یې په هغو بې معنا شیانو باندې منحرف نه کړي، چې دوی ته ګټه نه کوي. په حقیقت کې هغه کسان چې دا ډول کارونه کوي، یو ناوړه عمل سرته رسوي. امام مسلم له ابوحیاج اسدي څخه روایت کوي، چې علی بن ابو طالب ده ته وویل: «ایا زه باید تاسو هغه ماموریت ته وانه ستوم، چې زه محمد صلی الله علیه وسلم را استولی یم؟ هېڅ تصویر له پاکولو او هېڅ لوړ قبر له برابرولو (هوارولو) پرته مه پرېږدئ.»   

پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَنْ صَوَّرَ صُورَةً فَإِنَّ اللَّهَ مُعَذِّبُهُ حَتَّى يَنْفُخَ فِيهَا الرُّوحَ وَلَيْسَ بِنَافِخٍ فِيهَا أَبَدًا»

ژباړه: الله سبحانه وتعالی به تصویر جوړوونکي ته تر هغه وخته سزا ورکړي، څو یې چې جوړ کړی تصویر ژوندی نه کړي او هېڅکله به یې پر ژوندي کولو ونه توانیږي.

ابراهیم عثمان (ابوخلیل)

د حزب التحریر ولایه سوډان رسمي ویاند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې