پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     26 ربیع الاول 1440

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 06 ډسمبر 2018 م

شمېره:      ۰۰۴/ ۱۴۴۰

ولايه سوريه
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
له امت څخه واک اخيستل، پر هغوی ظلم او پر مقدساتو یې بريدونه کول د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې ستر جرم دی

(ژباړه)

ظالم او مستبد رژيمونه په ځانګړې توګه د شام ظالم او جنایتکار رژيم له امت څخه واک اخيستی، پر مقدساتو یې بريدونه کوي، د ځپونکو څارګرو ادارو په مټ دوی په نښه کوي، وېره او وحشت پکې خپروي، تر دې چې خلک له خپلو نږدې خپلوانو سره د دولتي چارو په تړاو د خبرو کولو جرئت هم نه لري.
د شام غيرتي اوسېدونکو وکولی شول، چې د شام د مبارک پاڅون په ترڅ کې هلته وېره او وحشت له منځه يوسي او د هغه هيواد د وژونکي او جنایتکار نظام د مشروعیت په له منځه وړلو سره يې يوه لويه اتلولي خپله کړه.
بېلا بېلې ډلې له ګڼو ليدلورو او نومونو سره راوټوکېدې، مشرانو یې له بهرنیو هیوادونو سره تړاو پیدا کړ او د زهرجنو سیاسي پيسو له لارې یې د رژيم د پرځولو پرځای هڅه کوله، چې په ازادو شوو سيمو کې خپل کنترول زيات کړي او يو له بل سره يې د کنترول د پراخوالې لپاره جګړې پیل کړې.
د اقتدار غوښتنې د ذهنیت پر بنسټ او د سوچه اسلامي ذهنیت په نه شتون کې نوموړو ډلو استبدادي حالت حاکم کړ او هڅې يې پيل کړې چې له خلکو څخه واک او اختیار په زوره ترلاسه کړي او آن د دوی شخصي شتمنۍ یې لوټ کړې، پر مقدسو ځايونو یې بريدونه ترسره کړل او بې ځايه وينې يې تویې کړې. دوی د امنيتي خنډونو له امله د ډېرو عامو خلکو په زړونو کې وېره خپره کړه، همدا وو چې خلک پر دوی بې باوره شول.
پر مقدساتو او شخصي شتمنيو بريدونه يوازې وحشي کړنې نه وې چې دوی ترسره کولې، بلکې هلته او دلته د «مشروعیت» اوازونه هم پورته شول. د دې لپاره چې دغه وحشي کړنې د خلکو د حقونو څخه سرغړونه او خپلمنځي جګړو ته مشروعیت ورکړي، نو د فتواوو په مټ به يې توجيه کولې، ترڅو له دې لارې د دمشق وژوونکي او جنایتکار رژيم ته امتياز ورپه برخه کړي.
موږ خپلو مخلصو مجاهدو وروڼو ته ور په زړه کوو، چې پر خلکو د ظلم کولو او د دوی د عامه ملاتړ څخه د ناوړې ګټې له لارې خپل ځانونه د دښمن په لومه کې مه ښکېلوئ. موږ دوی ته یادونه کوو، چې د خلکو شتمني مه لوټوئ او له خلکو سره ظلم مه کوئ. دوی په دې موخه پاڅون کړی، چې له ځانونو او له خپلو هغو خلکو څخه ظلم او بې عدالتي لرې کړي، چې د دوی ريښتني ملاتړي دي. که دوی دغه ملاتړي له لاسه ورکړي، د دوی لپاره به هيڅ ملاتړ او مرسته نه وي او د دوی لپاره به د سراب په څېر کاذب ملاتړ وي، چې د وخت په تېرېدو سره به له منځه ولاړشي. تر هر څه د مخه موږ دوی ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم حدیث ورپه زړه کوو، چې فرمايي:

«الظُّلْمُ ظُلُمَاتٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ» (متفق عليه)
ژباړه: ظلم د قیامت له تاریکیو څخه یوه تیاره ده.

نو د دې بې عدالتۍ پر وړاندې هوښيار اوسئ او د هغه چا پر وړاندې هوښيار شئ، چې تاسو ته د دغې کړنلارې د پلې کېدو لپاره شکمنه فتوا درکوي. خپل لومړني حالت ته را وګرځئ، لکه څرنګه چې مو د پاڅون پيل کې درلود. د الله، د هغه سبحانه وتعالی د دين او د خپلو هغو خلکو او وروڼو چې د الله سبحانه وتعالی تر مرستې وروسته ستاسې د مرستې په تمه دي، ملاتړ وکړئ. د مظلومانو ملاتړ وکړئ او د ظالمانو له ملاتړه لاس واخلئ.
موږ هغو مخلصو مجاهدو وروڼو ته تذکر ورکوو چې د شام د پاڅون په ترڅ کې ثابت ولاړ دي او دوی هغه څوک دي چې تر ټولو ظالم او مجرم رژيم، د هغه د امنيتي ادارو او پوځي ځواکونو پر خلاف يې پاڅون وکړ، د دې موخې لپاره یې سترې قربانۍ ورکړې او دوی بايد د ظالمانو لاسونه ورلنډ کړي. که د دغه ظالمانو پر وړاندې چوپتيا غوره کړو، نو دوی به روان ظلم ته لا نور هم دوام ورکوي. زموږ خوږ پېغمبر صلی الله عليه وسلم موږ ته امر کوي، چې د ظالمانو او وحشيانو لاسونه لنډ کړئ، هغه صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«كَلَّا، وَاللَّه لَتَأْمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ، وَلَتَنْهَوُنَّ عَنِ الْمُنْكَرِ، ولتَأْخُذُنَّ عَلَى يَدِ الظَّالِمِ، ولَتَأْطرُنَّهُ عَلَى الْحَقِّ أَطْراً، ولَتَقْصُرُنَّهُ عَلَى الْحَقِّ قَصْراً، أَوْ لَيَضْرِبَنَّ اللَّه بقُلُوبِ بَعْضِكُمْ عَلَى بَعْضٍ، ثُمَّ ليَلْعَنكُمْ كَمَا لَعَنَهُمْ» (ابو داود او ترمذي)
ژباړه: داسې نه ده، پر الله دې مي قسم وي، چې تاسو به په نېکۍ امر کوئ، له منکر څخه به منع کوئ، د ظالم لاسونه به له ظلمه لنډوئ، له ظلمه به یې حق ته هڅوئ او ريښتنې لارې ته به یې نږدې کوئ، که نه الله سبحانه وتعالی به ستاسو د ځينو زړونه د نورو له زړونو سره بوخت کړي او الله سبحانه و تعالی به پر تاسې داسې لعنت وکړي لکه څرنګه چې یې پر مخکنیو کړی و.

تاسې د الله سبحانه وتعالی په ملاتړ او پر هغه سبحانه وتعالی په باور سره کولی شي چې د ظالمانو مخه ونيسئ او د دوی پرځای مخلصو مسلمانانو ته واک ورکړئ.
ريښتنی واک په تاسو پورې تړاو لري، واک مه پرېږدئ او هغه چا ته يې وسپارئ چې وړ يې وي. خپلې قربانۍ له لاسه مه ورکوئ او پر ظالمانو له تکيه کولو څخه ډډه وکړئ، ترڅو پر الله سبحانه وتعالی مو عقيده پياوړې شي او له هغه سبحانه وتعالی سره مو ژمنې پوره کړي وي، چې پر بنسټ به یې د هغو کسانو ملاتړ کوئ چې د الله عزوجل او د هغه د دين ملاتړ کوي. له هغو خلکو سره کار وکړئ، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر طريقه د خلافت تر چتر لاندې د الله سبحانه وتعالی قانون واکمنوي. هغه خلافت به تاسيسوي چې د خلکو چارې د الله سبحانه وتعالی د قانون پر بنسټ سرته رسوي، د خلکو حقونه ورکوي او د ظالمانو د ظلم مخه نيسي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾ [يوسف:۲۱]
ژباړه: الله سبحانه وتعالی پر هر څه غالب دی؛ خو اکثره خلک نه پوهېږي.
احمد عبدالوهاب
د حزب التحرير- ولايه سوريې د مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې