سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     30 صفر 1442

میلادی نېټه :     شنبه, 17 اکتوبر 2020 م

شمېره:      ۰۸/ ۱۴۴۲

تونس
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د تونس واکمنانو د جمعې د لمانځه مخنیوی وکړ او هغه کسان یې ونیول چې لمونځ یې کاوه!

﴿قَاتَلَهُمُ اللهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ﴾ [منافقون: ۴]

ژباړه: الله سبحانه و تعالی د دوی ووهي، دوی کوم لوري ته اړول کېږي.

د ۲۰۲۰م، د اکتوبر په ۱۰مه امنیتي ځواکونو د حزب التحریر غړي، رمزي حفیظ الله په انتلاقه سیمه / مانوبا ولایت کې او خمیس اروس په کرکینا ټاپو کې د جمعې په لمانځه کې د عبادت کوونکو د رهبرۍ له امله ونیول، چې د لومړي وزیر هشام المشیشي له خوا له ګناه څخه د ډکې پرېکړې له امله ځنډول شوي وو او د ۲۰۲۰م، د اکتوبر په ۱۰مه یې له کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې ادعا کړې وه! 

د تونس واکمنان د الله سبحانه وتعالی او د هغه د دین د اولیاوو پر وړاندې د ګناه لوړې کچې ته رسېدلي دي. دا خلک څنګه جرئت کوي چې پر ممکنه کړنلارو له فکر کولو پرته د جمعې د لمانځه مخنیوی وکړي!؟ هغه لمونځ چې الله سبحانه و تعالی پر مسلمانانو واجب ګرځولی دی. د جمعې د لمانځه له ارزښتونو څخه یو هم د مسلمانانو د راټولېدو ارزښت دی. څوک چې له شرعي عذر پرته پرې سترګې پټوي او یا هم  غفلت کوي، په آخرت کې د درناک عذاب مستحق دی، نو دوی یې څنګه ځنډوي؟ په ساده توګه، لکه همدا!! نو بیا څنګه دا واکمنان د هغه چا د نیولو جرئت کوي چې د الله سبحانه و تعالی حکم یې مراعات کړی دی چې وایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ﴾[جمعه: ۹]

ژباړه: اې مومنانو! کله چې د جمعې په ورځ د لمانځه لپاره غږ (اذان) وشي، نو د الله سبحانه و تعالی د ذکر (لمانځه) پر لور وځغلئ او پېرل، پلورل (رانیول او خرڅول) پرېږدئ؛ دا ستاسې لپاره ‌ډېره غوره ده که تاسې پوهېږئ.

په داسې یو وخت کې چې خلکو ته اجازه ورکول کېږي چې عامه ټرانسپورټ او نورو وسایلو ته مخه کړي!؟ ایا د کرونا ویروس ناروغۍ له اسلامي ارزښتونو او سترو احکامو سره په مبارزه کې عذر ګڼل کېږي!؟

حزب التحریرـ ولایه تونس د جمعې د لمانځه د بندولو پرېکړه او د هغو کسانو پر وړاندې اقدام غندي چې د شرعي احکامو په پام کې نیولو سره نیول شوي او مجرم بلل شوي دي. موږ د تونس واکمنانو ته د الله سبحانه و تعالی د غضب په اړه خبرداری ورکوو، المنتقم الجبار، چې فرمايي:

﴿وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ مَنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَنْ يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُولَئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَنْ يَدْخُلُوهَا إِلَّا خَائِفِينَ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآَخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴾ [بقره: ۱۱۴]

ژباړه: له هغه چا به بل لوی ظالم څوک وي، چې د الله سبحانه وتعالی په عبادت ځایونو (مسجدونو) کې د الله سبحانه و تعالی د نوم اخیستل منع کوي او د هغو د ورانولو په هڅه کې وي؟ دغه خلک د دې وړ نه دي چې په دې عبادت ځایونو کې قدم کېږدي او که ورهم شي، له وېرې سره به ورځي. د هغو لپاره خو په دنیا کې رسوايي او په اخرت کې لوی عذاب دی.

د حزب التحریرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

 

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې