جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     10 شوال 1441

میلادی نېټه :     دوشنبه, 01 جون 2020 م

شمېره:      ۳۸/۱۴۴۱

تونس
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په ټونس کې د امریکايي ځواکونو ځای پر ځای کول لوی شر دی

یوه اونۍ وروسته له هغې چې د لیبیا الوفاق حکومت د الويټا هوايي اډه تر خپلې ولکې لاندې راوسته او د خلیفه هفتر ځواکونو او ملګرو یې د لیبیا لويديځ کې نوې سیمې بېرته تر لاسه کړلې، د ټونس د دفاع وزیر امید هزګوی په ترتیب سره د فرانسې د دفاع وزیر فلورینس بارلي او په افریقا کې د امریکا د اردو قومندان (AFRICOM) سټيفن ټاونسنډ، سره د ۲۰۲۰م د مې په ۲۶ او ۲۸مه د ټیلیفون پر کرښه خبرې وکړې. هغه همدا راز په ټونس کې د برېټانیا له سفیر، لویس دې سوسا سره هم د همدې میاشتې په ۲۷مه وکتل.

 په لیبیا کې د روانې شخړې له دغو لوبغاړو سره خبرې اترې، د ټونس د نظامي همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخي. کوم شی چې ډېر جدي دي او د ټونس د دفاع وزیر پټ کړي و، په افریقا کې د امریکا د اردو قومندان (AFRICOM) د مې په ۲۹مه د جمعې په ورځ په یوه وینا کې افشا کړل، چې قوماندان سټيفن ټاونسند د ټونس د دفاع وزیر آی ایمډ هزګوی ته یې ویلي و، چې په لیبیا کې د روسیې د نظامي فعالیتونو په اړه د اندېښنو په لړ کې د «امنیتي ځواکونو مرستندویه لوا» ګومارل کېږي. دا ډېر د شرم ځای دی، چې د ټونس د دفاع وزیر لومړی له داسې یو چا سره ګوري او ټونس ته یې د راتګ بلنه ورکړې، چې د هېواد حاکمیت او نظامي پرېکړې تر ګواښ لاندې راولي!

لکه څنګه چې په افریقا کې د امریکا د اردو قومندان (AFRICOM) څرګنده کړه، چې د چهارشنبې په ماښام، روسیه وړاندې له دې چې لږ تر لږ ۱۴ جنګیالي لیبیا ته واستوي هغوی یې په سوریه کې په یوه نظامي اډه کې پټ کړي وو، چې د خلیفه هفتار له ځواکونو سره په ګډه مبارزه وکړي، تر څو  امریکا د روسیې د اجیرانو د ملاتړ لپاره د روسیې د سیمه ییزو واکمنانو پر ګواښلو سره د هغوی غوښتنې ته غاړه کېږدي. دا تکتیک د امریکا له خوا پر خلیج ایالتونو د فشار راوړلو لپاره له ایراني بوډا سړي څخه د کار اخیستلو یادونه کوي، چې خپلې ځمکې یې د امریکایي نظامي اډو پر مخ پرانېستې وې.

د افریقا لپاره د امریکا د اردو قومندان (AFRICOM) په اصل کې د افریقا د واکمنۍ لپاره جوړ شوی و، خپله شتمني لوټوي او خپل خلک د استعمار تر یوغ لاندې راولي، تر څو د امریکا د نړیوالې سترا تيژۍ په چوکاټ کې د تېلو او شتمنیو سرچینې کنټرول کړي او په نړۍ کې ټولې سمندري لارې و څاري. له یوې خوا، غواړي د اروپايي استعماري نفوذ له منځه یوسي او له بلې خوا د امريکا له استعمار سره د هغه د ځای پر ځای کولو سربېره له اسلام سره د «ټرورېزم» تر نوم لاندې د مبارزې په پلمه جګړه وکړي. دا ځکه چې اسلام په نړۍ کې د افریقا په ګډون، چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي، د دوی د استعماري ګټو لپاره یو رښتینی ګواښ دی. 

اې د ټونس خلکو، افسرانو او سرتېرو!

«په ۲۰۱۵م کال کې له ناټو څخه د بېل ایتلاف په توګه د ټونس لاسلیک شوی تړون» زموږ هېواد په افریقا کې د امریکا لپاره یوه پرمختللې اډه ګرځېدلې ده، په دې لوی خیانت کې ستاسو چوپتیا امریکا دې ته اړ کوي چې زموږ په هېواد کې خپل ځواکونه مېشت کړي. که تاسو یې مخه ډب نه کړئ نو یو پراخ شر به رامنځ ته شي، ځکه امریکايي پوځ چې کوم هېواد ته لاړ شي، هغه تباه کوي او د خلکو عزت یې تر پښو لاندې کوي.  رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ په جنګ کې د کفارو له مرستې څخه منع کړي یو. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَنْ يَجْعَلَ اللهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً﴾ [النسأ: ۱۴۱]

ژباړه: «الله سبحانه و تعالی د کفارو لپاره پر مسلمانانو د بر لاسه کېدو هېڅ کومه لاره نه ده جوړه کړې.

د نبوت پر منهج له راشده خلافت پرته به بل هېڅ شی د امریکا او غربي کفارو هېوادونو له استعماري حرص او د  افریقا په شمول د ټولې نړۍ د شتمنیو د اختصاص مخنیوی ونه شي کړای. له دې پرته به ټول انسانیت د پانګوال نظام له بې عدالتۍ او استعمار سره لاس او ګرېوان وي.

د حزب التحریرـ ولایه ټونس مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې