جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     19 ذولحجه 1440

میلادی نېټه :     سه شنبه, 20 آګست 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۳۲

تونس
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
بندول او مخنیوی د ډیموکراسۍ دروغ برملا کوي

(ژباړه)

د فېسبوک ادارې د حزب التحریر-ولایه تونس پاڼې په بندولو سره یو ځل بیا خپل ظلم وښود. دوی د هغه نړیوال کمپاین یوه برخه بنده کړه، چې د خلافت د بیا تاسیس له لارې د اسلامي ژوند راتلو ته کار کوي او تر څنګ یې د غرب استعماري پلانونه بربنډوي او د حساب غوښتنه یې کوي.

دا ډول کړنې د دوی هغه ناسمې ادعاوې بربنډوي، چې وايي موږ د بیان ازادۍ ته احترام لرو او ډیموکراتیکه ایډیالوژي د بشریت لپاره تر ټولو غوره ایډیالوژي ده؛ په داسې حال کې چې د غڼې تر تار کمزورې ده. د حزب التحریر-ولایه تونس پاڼې پر وړاندې د فېسبوک ادارې کړنې د دې ښکارندویي کوي، چې د حزب التحریر لخوا حق ته بلنه تر هغو ټولو فزیکي او ټکنالوژيکي پرمختګونو پیاوړې ده، چې دوی یې ادعا کوي.

﴿بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌج وَلَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ

 [الانبیا: ۱۸]

ژباړه: خو موږ پر باطل باندې د حق ګوزار کوو، چې د هغه سر مات شي او له منځه لاړ شي. تاسو بیا د هغو خبرو له امله تباه یئ، چې جوړوئ یې.

او دا د دې ښکارندویي کوي، چې ډیموکراسي یوه دروغجنه ایډیالوژي ده او نشي کولی چې په خپله دیکتاتورۍ سره د حق پر وړاندې ودرېږي.

پر دې سربېره دا د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د غرب د ژورې کرکې او جګړې ښکارندویي کوي؛ چې د هغوی لاسپوڅي یې د اسلام او حزب التحریر (هغه حزب چې خپلو خلکو ته حق بربنډوي) پر وړاندې په اسلامي هېوادونو کې پر مخ بیایي.

موږ مسلمانان باید په دې خوښ شو، چې د حق لارې دوام ته ژمن یو او هېڅ شی به زموږ مخه ډپ نه کړي، نه د دوکه کوونکو دوکه او نه هم د کرکه کوونکو کرکه. د هغوی زیان او تعصب مو لا نور هم ویښوي او په چټکۍ سره مو د دغه فاسد نظام بدلون ته هڅوي، چې پر ځای یې د نبوت پر تګلاره د اسلامي نظام په تاسیس سره اسلام پلی کړو. الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿يُرِيدُونَ أَن يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ

[التوبه: ۳۲-۳۳]

ژباړه: دا خلک غواړي چې د الله رڼا په خپلو پوکیو سره مړه کړي؛ خو الله به خامخا خپله رڼا بشپړوي، که کافران هرڅومره وځورېږي. هماغه الله دی، چې خپل پیغمبر یې له لارښوونې او حق دین سره رالېږلی؛ څو هغه پر ټولو دینونو برلاسی کړي، که مشرکان هر څومره ځورېږي.

د حزب التحریر-ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې