جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     12 جمادی الاول 1443

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 16 ډسمبر 2021 م

شمېره:      ۰۶/ ۱۴۴۳

ولاية تركيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د حزب التحریر پر وړاندې یوه بله ناکامه دسیسه!

په ترکیه کې د حزب التحریر د محاکمې تاریخي پړاو له قانوني جنجالونو ډک دی. حزب التحریر یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په قانون کې د یوه ترهګریز سازمان په توګه طبقه بندي کړی، په داسې حال کې چې نوموړی حزب له جبر او مادي لارو چارو کار نه اخلي او په خپلو مطبوعاتي اعلامیو کې یې دا خبره تکرار کړې ده، د حزب التحریر له تاسیس څخه ۶۸ کلونه تېرېږي، له هغه وخت څخه تر اوسه په هېڅ ډول تاوتریخوالي کې لاس نه لري. خو دوی بیا هم د "ترهګرۍ سازمان" په توګه طبقه بندي کړی او غړي يې په سختو جزاوو محکوم کړي دي!

عدالت او امنیت، چې د پسونو د خوړلو لپاره د لیوه په څیر عمل کوي، هر وخت یې د حزب التحریر پر وړاندې له فرېب څخه ډکو څرګندونو او غیر قانوني لارو چارو دسیسې جوړې کړې دي. له دغو دسیسو څخه یوه یې د ۲۰۰۹م، د جولای په ۲۴مه، د ترکیې په ۲۳ ولایتونو کې په یوه وخت د نیولو په ترڅ کې وآزمویل شول. امنیتي ځواکونو د ۲۰۰۹م، د جولای په ۲۳مه، د سلیمان اوغرولو نیولو، چې په دې موده کې یې وروستی حکم صادر شو. اوغرولو چې د قوانینو سره سم یې باید د محکمې حکم لوستلی وای او بیا یې په زندان کې اچولی وای، د ۲۰۰۹م، د جولای په ۲۴مه، د جمعې تر سهاره د ترکیې د امنیت ریاست د انقرې په څانګه کې په ظالمانه توګه توقیف شو. پولیسو د سلیمان اوغرولو له نیول کېدو وروسته د هغه په استوګنځي کې وسلې او یو شمېر پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړل. د هغه نوم یې د نیول شوو کسانو په لیست کې شامل کړ او د هغه د کور د لټون امر یې صادر کړ. د کور د تلاشۍ پر مهال یې یوه وسله او یوه سپکه مرمۍ وموندل شوه، چې "د حزب التحریر وسلې" تر سرلیک لاندې یې په رسنیو کې انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړې!

په دغه ډول دسیسه کې په زرگونو کسان تورن او په سلگونو کسان محکوم شول. سلیمان اوغرولو په ۱۲ کاله او شپږ میاشتې بند محکوم شو. خو وروسته د فتح الله گولن تنظیم (FATU) په نوم د سازمان پر ضد څېړنې او محاکمې پیل شوې. د پلټنو د یوې برخې په توګه، په انقره کې د ترکیې د استخباراتو د څانګې مشر، سلام توحید، چې د ۲۰۰۹م، د جولای په میاشت کې یې کار کاوه، ونیول او توقیف شو او دوسیې یې محکمې ته واستول شوې. د انقرې د ۱۱مې عالي جنایي محکمې غړی، چې د کور د پلټلو پریکړه یې کړې وه، هغه قاضي و، چې د دوسیې په دایره کې یې د محکمې په عمومي جلسه کې برخه اخیستې وه. "د عمومي مجلس قاضي" د فتح الله ګولن سره د تړاو له امله له دندې ګوښه شو.

د استیناف د سترې محکمې شپاړسم جزا خونه، چې د استیناف دوسیې په اړه یې نیوکې څیړلې، د دې پرمختګونو په اړه د قانون پلي کوونکو چارواکو په اړه چې قضیه یې ثبت کړې، د عامه څارنوالۍ دفتر، چې تور یې چمتو کړی او هغه قاضیان چې دا یې ترسره کړي، په ۲۰۱۷م کې غیر قضایي محاکمې په انقره کې د لومړۍ لویې جنایي محکمې لس پریکړې لغوه کړې او د دسیسې د تورونو څېړل وځنډول شول. په انقره کې د جنایي جرمونو درېیمې محکمې، چې د نږدې له ۴ کلونو راهیسې یې دوسیه تر څېړنو لاندې وه، د محکمې په عمومي ناسته کې سلیمان اوغرولو، ایرکان ټیکینباس، هاکي ایرین او نورو تورنو کسانو ته له ټولو تورونو څخه برائت ورکړل شو. په دې توګه د حزب التحریر پر وړاندې یوه بله دسیسه ناکامه شوه!

حزب التحریر په ټوله نړۍ کې د خپلو نظرونو، لارو او نمونو له کبله مشهور دی. هر څوک چې حزب التحریر پیژني، پوهیږي چې حزب التحریر د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج د راشده خلافت په لټه کې دی او هڅه کوي، چې د فکري او سیاسي فعالیت له لارې خپل هدف ته ورسیږي. څوک چې نه پوهیږي هغوی دې لږ پلټنه وکړي، تر څو معلوماتو ته لاسرسی ومومي. که څه هم د حزب التحریر پر وړاندې د اساسي قانون د محکمې په حکم کې د بشري حقونو ۹ جلا سرغړونې شوي، خو امنیتي ځواکونو بیا هم د ټیلګرام د جعلي اکاونټونو له لارې مسخره امنیتي راپورونه جوړول. خو ان شاءالله دوی به خپلو موخو ته ونه رسیږي. ځکه چې لمر په دوو ګوتو نه پټېږ

{وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ}[انفال: ۳۰]

ژباړه: هغو خپل تدبیرونه په کار اچول او الله تعالی خپل تدبیر کاوه، الله تعالی تر ټولو ښه تدبیر کوونکی دی.

د حزب التحریرـ ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې