جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     9 شعبان 1442

میلادی نېټه :     دوشنبه, 22 مارچ 2021 م

شمېره:      ۱۱/۱۴۴۲

ولاية تركيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
یوازې د استانبول له تړون څخه وتل کافي نه دي، باید له ټولو هغو قوانینو لاس واخیستل شي، چې له غرب څخه سرچینه اخلي!

حکومت د استانبول کنوانسیون څخه د وتلو اعلان وکړ، چې د اروپا شورا له لوري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره جوړ شوی و. ۴۶ هېوادونو دا ناسم تړون لاسلیک کړی وو، چې یوازې په ۳۲ هېوادونو کې نافذ شوی دی. که څه هم دوی تړون لاسلیک کړی و، خو د انګلستان، بلغاریا او هنګري په ګډون ۱۱ نور هېوادونه یې په پلي کولو کې پاتې راغلل. موږ باید دلته یادونه وکړو چې دغه تړون په پارلمان کې د ټولو اړخونو تر منځ د توافق له مخې د ترکیې د خلکو په مجلس کې ومنل شو او دغه تړون له اروپا څخه د نورو ټولو قوانینو په څېر مسلمانانو ته د تباهۍ، ګډوډۍ او ناورینونو پرته بل څه نه دي راوړي. په میلیونونو سړي یې له خپلو کورونو وایستل او په سلګونو نور یې د ښځو په اړه د بیاناتو پر اساس د بد نامۍ په تور زندانونو ته ولېږل. د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او وژنه ډېره شوې ده، د واده کولو کچه کمه شوې او د طلاق پېښې ډېرې شوې دي، د جنسي انحرافاتو ملاتړ کېږي او د ښځې او مېړه تر منځ منځګړیتوب جرم بلل کېږي، د ټولنې او کورنۍ نظم د جنډر مساواتو د پروژو له امله ګډوډ شوی دی.

موږ د حزب التحریرـ ولایه ترکیه تېر کال یو اوږد کمپاین پيل کړی و، چې سرلیک یې و: اسلام د کورنۍ، نسلونو او ټولنې ساتنه کوي. د کمپاین د یوې برخې په توګه، موږ په ټوله ترکیه کې کنفرانسونه، بحثونه او سمینارونه تنظیم کړل، د ښارونو په مرکزونو کې مو غونډې جوړې کړې او په لسګونو زره کتابونه او بروشرونه مو چاپ او ووېشل. موږ د ټولنې ټولو برخو په ځانګړې توګه د غیر دولتي سازمانونو استازو، رسنیو، سیاسي ګوندونو، اکاډمیکو غړو او د نظر له څښتنانو سره خبرې وکړې او د استانبول تړون پر زیانونو او ورسره تړلو قوانینو په شرحه وغږېدو، دوی ته مو بیان کړه چې اساسي حلاره، پر اسلام تکیه کول او د اسلامي نظام پلي کول دي.

موږ دلته هغو خلکو ته اشاره کوو، چې د استانبول له تړون څخه د حکومت وتلو ته د بریا په سترګه ګوري او موږ هغوی ته په خطاب کې وایو، چې له تړون څخه د حکومت وتل په دې مانا نه دي چې خپل ټول رازونه لغوه کړي. برعکس په همدې ورځ اعلان وشو چې د انقرې تړون په نوم به یوه نوې څېړنه پیل شي او د استانبول له تړون څخه وتل د شته قوانینو د لغوه کېدو مانا نه لري. د کورنۍ او په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۶۲۸۴ شمېرې اړوند قانون. د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو ډولونو د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) تر اوسه پورې همدا قانون پلی کوي. په دې توګه د استانبول له تړون څخه وتل د خلکو په سترګو کې خاورې شیندل دي. لکه څرنګه چې د هغو کسانو لپاره چې له تړون څخه د وتلو مخالفت کوي او دا شاتګ بولي موږ هغوی ته وایو، چې د غربي هېوادونو هغه ناوړه حالت چې تاسو یې په اړه غږېږئ او کوم قانون چې پلی کېږي، ښکاره دی. په دې ټولنو کې، کورنۍ ويجاړې شوې، خلک خپل انفرادیت ته پرېښودل شوي، فحاشي ډېره شوې، د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی او جنسي تېري ډېر شوي دي، باور له منځه تللی او سکون کم شوی دی.

موږ د حزب التحریر ـ ولایه ترکیه یو ځل بیا یادونه کوو، چې فرد، کورنۍ، ټولنه او نسلونه یوازې له اسلام سره ساتل کېږي. د استانبول تړون بدیل په توګه د انقرې تړون چمتو کول به د فرد، کورنۍ، او ټولنې له لوري تجربه شوو ستونزو ته د پای ټکی نه شي اېښودلی! د ولسمشر مرستیال فواد اخطي وویل: «موږ باید خپل اصل ته راستانه شو» یوازې هغه وخت کولای شو چې د اسلامي عقیدې ژمنې او هغه پرېکړې تر لاسه کړو چې موږ پرې باور لرو. نو دا نوښت وکړئ چې د ټولو بشري مفکورو او احکامو څخه ځان لیرې کړئ او بېرته اسلام او نظام ته یې راوګرځئ، ځکه چې زموږ د ژوند جوهر اسلام دی! د اسلام له قانون څخه ليرې کېدل لویه ګناه او بد بختي ده.

د حزب التحریرـ ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې