پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 رجب 1442

میلادی نېټه :     شنبه, 13 فبروری 2021 م

شمېره:      ۰۵/ ۱۴۴۲

ولاية تركيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
له خلافت پرته وروستۍ پېړۍ د امت لپاره تر ټولو دردونکې وه؛ اوس هغه وخت دی چې دغو دردونو ته د پای ټکې کېږدو!

حزب التحریر د رجب د لومړۍ ورځې د فضیلتونو د درېیو میاشتو د پيل او د خلافت له پای ته رسېدلو راهیسې د سل کاله تېرېدلو په مناسبت یو نړیوال کمپاین پیل کړی؛ چې په هغه کې یې ټولو مسلمانانو، نارینه وو، ښځو، بوډاګانو، ځوانانو، علماوو، زده کوونکو او د قدرت څښتنانو ته لارښوونه کړې ده، څو د مظلومانو ملاتړ وکړي او هغوی وژغوري. دوی ته په خطاب کې ویل شوي دي: اې مسلمانانو! له خلافت پرته سل کال بس دي! موږ پر تاسو غږ کوو چې سل کاله وروسته یو ځل بیا خلافت تاسیس کړئ.»

هو، د خلافت له ړنګېدلو راهیسې سل کاله تېرېږي. سل کاله ... د اسلامي امت لپاره تر ټولو ډېر له کړاو څخه ډک کلونه وو. اسلامي امت په خپل تاریخ کې داسې ظلمونه نه دي ليدلي، چې سل کاله یې دوام کړی وي! د اسلام پر مقدساتو هېڅکله داسې بريدونه نه دي شوي لکه په دې کلونو کې چې شوي دي! په تاریخ کې د مسلمانانو وينې دومره په اسانۍ نه دي بهېدلې لکه په دې پېړۍ کې چې وبهېدلې! مسلمانانو هېڅکله دومره اوښکې نه وې تویې کړې او  په دې کچه یې له ډال پرته ژوند نه و کړی.

اې مسلمانانو، ایا د یو غوره ملت لپاره مناسب ده چې وګړي یې داسې کچې ته راورسېږي؟ مسلمانان د اسلام په ټولو زمانو کې ان د خلافت تر ړنګېدلو پورې د الله سبحانه و تعالی احکامو ته په غاړه اېښودلو او پيروۍ کې پاتې نه وو راغلي. مسلمانانو څو ځله ماتې وخوړه، خو هر ځل هغوی د الله سبحانه وتعالی احکامو ته په غاړه  اېښودلو سره بیا راپورته شوي دي. دوی درد ولید، خو له اسلام څخه پرته په بل شي کې د درملنې په لټه کې نه وو. مسلمانانو د الله سبحانه و تعالی احکامو ته د هغوی د پاملرنې تر کچې بریالیتوب تر لاسه کړ او د الله سبحانه و تعالی له قانون سره سم د دوی د هڅو له امله بریالي شول.

ایا تاسو د خپلو پلرونو په څېر یاست؟ ایا تاسو غواړئ د خپل درد، خپل شاتګ، خپل وېش، ستاسو پر وړاندې د خلکو ظلمونه او پر تاسو باندې د غرب له استعمار څخه وژغورل شئ؟ ایا تاسو غواړئ چې د اسلام د ښمنانو ته درس ورکړئ چې دوی ایا زموږ د سپېڅلو ځایونو پر وړاندې د بريدونو مستحق دي؟ دا مسله تر لمر روښانه ده؛ هغه دا چې تاسو هغه ملت پالنه رد کړئ چې الله سبحانه و تعالی ناروا بللې او ستاسو د وېش لامل شوې ده. دا چې تاسو ډموکراسۍ ته مخه کړې، تاسو یې له الله سبحانه و تعالی څخه ليرې کړي یاست او همدارنګه د الله سبحانه وتعالی له احکامو پرته ادعا کوي چې ګواکي موږ پوهېږو او الله سبحانه و تعالی نه پوهېږئ! سیکولریزم ته مو غېږ پرانیستې چې وايي: «الله سبحانه و تعالی د دنیا په چارو کې لاسووهنه نه کوي!»، الله سبحانه و  تعالی ستر ذات دی. سره یو موټي شئ، تر څو تر یو دولت لاندې ژوند وکړئ او د نبوت پر منهج یو ځل بیا راشده خلافت تاسیس کړئ!

حزب التحریر تاسو ته د نجات یوازينۍ لار درښيي او د هغو حقایقو یادونه کوي چې تاسو هېر کړي دي. ستاسو ښېرازي او سوکالي غواړي او تاسو د الله سبحانه و تعالی رضایت ته رابولي. غواړي چې په نړۍ کې هېڅ ماشوم ونه وژل شي، کوم مسلمان له بې عدالتۍ سره مخ نه شي، تاسو په بېوزلۍ او محرومیت کې ژوند ونه کړئ او له ځمکو څخه مو تاسو خپله ګټه واخلئ. حزب التحریر تاسو ته د حق لاره درښيي، هڅه کوي چې تاسو ته پر ښېګڼو امر وکړي او له بدو مو منع کړي، دا هر څه په کلک عزم، هوډ او اخلاص سره تر سره کوي. سربېره پر دې چې د دغه سپېڅلي غږ پر وړاندې دسیسې شته او غواړي دا سپڅلی غږ چوپ کړي. الله سبحانه و تعالی شاهد دی! الله سبحانه و تعالی شاهد دی! الله سبحانه و تعالی شاهد دی!

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ

د حزب التحریرـ ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې