پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     21 ذولحجه 1438

میلادی نېټه :     سه شنبه, 12 سپټمبر 2017 م

شمېره:      TR-BA-2017-MB-TR-014

ولاية تركيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په اراکان کې ظلم ظالمانو ته په درناوي نه، بلکې مظلومانو ته په پاملرنه پای ته رسېږي!

(ژباړه)

د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر له ۱۰مې تر ۱۱ مې د قزاقستان پلازمینه استانه کې غونډه وکړه. د راپورټونو له مخې، په ياده غونډه کې له ۷۷ هېوادونو څخه کابو ۷۰ استازو ګډون درلود. د يادې غونډې مشر ولسمشر اردغان د اراکان په اړه داسې وویل: «موږ باید ټول ځواکونه سره یو ځای کړو او په ميانمار کې د روهېنګیا د مسلمانانو پر وړاندې ظلم او وحشت پای ته ورسوو. موږ غواړو چې د بنګله‌دېش او میانمار له دولتونو سره همکاري وکړو چې په سیمه کې دغه بشري ناورین پای ته ورسوو. موږ له بنګله‌دېشي چارواکو سره خپلې هڅې شریکې کړې دي او همدارنګه د دې تمه شته، چې هغو مسلمانانو ته چې له محاصرې او وژلو په تېښته دي، د اړتیا وړ امکانات برابر کړي. نړیوال سازمانونه او په ځانګړې توګه موږ یعنې اسلامي هېوادونه باید له هر ډول شته امکاناتو  کار واخلو، تر څو دغه وحشت ته د پای ټکی کېږدو.»

له یوې خوا د اراکان د مسلمانانو بې سرپنایي، بېوزلي او د مسلمانانو بې پروایي او له بلې خوا د ۵۷ اسلامي هېوادونو مشران سره له دې چې ډېر قلمرونه با احساسه خلک، قوي پوځونه او غني ذخیرې لري، په  بې غیرتۍ او بې پروایۍ پر چوکیو ناست دي. کلونه کیږي چې د اراکان وینې بهیږي، یوازې نن نه، بلکې له کلونو راهیسې د میانمار ظالم دولت په اراکان کې مسلمانان وژني. په ځانګړې توګه موږ (حزب التحریر) او په ټوله کې ټول مسلمانان په هغو مشرانو غږ کوو چې د اراکان پر ظلمونو یې سترګې پټې کړې، موږ دوی په دې تمه عمل کولو ته رابولو، ترڅو د دوی له منځه یو وړ کس پیدا شي او دغه ظلم پای ته ورسوي. خو که د روان وضعیت په څېر چوپ وي بري به ونه مومي! په روان حالت کې دوی لومړی داسې غندونکې بیانیې خپروي، وروسته خبره نړیوالې ټولنې ته وړاندې کوي. په پایله کې د اراکان له مسلمانانو سره د خوراکي توکو د مرستو خبرې کوي او تر څنګ یې د همدغو مرستو رسولو لپاره له ظالمانو څخه اجازه غواړي.

نه په استانه کې راټول شوو لاسپوڅو او بې غیرته مشرانو او نه هم د اسلامي همکارۍ سازمان؛ چې تر اوسه یې نه د چاه غمخواري کړې او نه یې هم د مسلمانانو کوم ټپ ټکور کړی او نه هم اردغان چې د استانې د غونډې مشري یې کوله او خلک یې یووالي ته را بلل؛ په اراکان کې یې د وحشت د ختمولو لپاره هېڅ ونه کړل. نو چېرته یئ، اې د سعودي پوځه چې له امریکا څخه مو د میلیونونو ډالرو په ارزښت وسلې وپېرلې؟ پاکستانه! اې د اتومي وسلو څښتنه چېرته یې؟ ایرانه! ته له چا سره یې، د بودایانو ملګري کوې؟ هغه اسلامي پوځ چې ښه سمبال دی، څه وخت به مو په درد وخوري؟ ایا یوازې کوچینۍ غندنې هغه کار دی چې د اسلامي همکارۍ سازمان یې د ۵۷ غړو هېوادونو په درلودلو سره کوي؟ وشرمیږئ! ستاسو له حالته ښکاري چې ستاسو سازمان یوازې د امریکا او غرب د ګټو لپاره دی.

اې مسلمانانو! دغه بد حالت موږ ته نه یوازې د اراکان د مسلمانانو، بلکې د ټولو اسلامي امت بېچاره‌ګي را په ګوته کوي. حلب او ادلب ته وګورئ، الاقصی او بیت المقدس ته وګورئ... دغو رژیمونو، دوی ټول نهیلې کړي. ایا تاسو اوسني حالت ته مسؤول یاست؟ نه، خو بیا هم تاسو په دوامداره توګه نه یوازې دا چې د اراکان د ژغورلو لپاره، بلکې د حلب، بیت المقدس او نورو ټولو اسلامي خاورو لپاره خپل غږ پورته کړئ. تاسو تر اوسه مرستې لېږئ، په داسې حال کې چې دا د دولتونو او مشرانو دنده ده. ځکه د یو ځواکمن دولت په توګه ستاسو دنده یوازې غندل او خوراکي توکو رسول نه دي، د دې تر څنګ د ظلم پر وړاندې درېدل هم دي. امت یو رښتیني پاڅون ته په تمه دی، په اراکان کې ظلم ظالمانو ته په درناوي نه، بلکې د مظلومانو په ملاتړ پای ته رسېږي.

د حزب التحریرـ ولایه ترکیې مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې