پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     26 جمادی الاول 1443

میلادی نېټه :     سه شنبه, 28 ډسمبر 2021 م

شمېره:      ۰۷/ ۱۴۴۳

ولاية بنغلادش
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په هند او نورو ځایونو کې د مسلمانانو د ځورولو حل یوازې د موعود خلافت په بیا تاسیس کې دی

د هند سلګونو راهبانو او فعالینو په ښکاره ډول له هندوانو وغوښتل، چې وسله واخلي، مسلمانان ووژني او یو هندو ملت جوړ  کړي. ویناوالو د هند مسلمانانو ته په اشارې سره  له نورو هندوانو وغوښتل، چې د مسلمانانو د وژلو او بندي کولو لپاره تیار شي. دوی تېره اونۍ په یوه دری ورځني کنفرانس کې، چې د حاکم حزب د رهبرانو په ګډون سره په ډهلي کې جوړ شوی و، د مسلمانانو د وژلو قسم یې یاد کړ. دغه کنفرانس له مجازاتو څخه د مصئونیت په موخه او له کوم مزاحمت پرته، دری ورځې دوام وکړ. له ختیځه تر لوېدیځه د مسلمانانو درد، چې سرپرست نه لري، د دې شاهد دی چې دغه ملت به د خلافت دولت په نشتون کې هېڅکله واقعي امنیت، عدالت او حفاظت تجربه نه کړي.

سربېره پر دې، مسلمانان نور د خپلې وینې او ناموس د ساتلو لپاره په سیکولر حاکمانو پورې تړلي نه دي. دوی پوهېږي چې د اسلامي خاورو هېوادونو خایین واکمنان د مسلمانانو د ګټو استازي نه دي او د مسلمانانو لپاره هېڅ خیر نه غواړي. زموږ واکمنان د سیکولار کارت سره د لوبې لپاره هغه وخت فعالېږي، چې د نورو ادیانو او عقایدو پیروان وځورول شي. په دې سره، دوی د مسلمانانو د ځورولو په اړه ان که د مسلمانانو د ژغورلو او ساتلو لپاره کافي ځواک هم ولري، کاملاً چوپ وي او دغه لاس پوڅي واکمنان له مشرکانو او کفارو سره، چې د مسلمانانو له ځورولو لاس نه اخلي، هغوی ته لاس ورکوي.

اې شریف ملته! موږ دغه لوی ظلم او درد، چې د واقعي رهبر د غیابت له امله پر موږ تپل شوی، تاسو ته یادونه کوو چې زموږ د مصیبتونو حل د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاندې حدیث کې دی:

«وَإِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

ژباړه: له شک پرته چې امام (خلیفه) ډال دی، شاته یې مسلمانان جګړه کوي او د هغه په وسیله یې ملاتړ او ساتنه کېږي.» [مسلم]

نو خپل مکلفیت باید وپېژنو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج د راشده خلافت د تاسیس لپاره هڅه وکړو، تر څو بېرته خپل عزت او کرامت راوګرځوو. واکمنان باید چلنج شي او د پوځي رهبرۍ وفادار افسران دعوت شي، تر څو حزب التحریر ته نصرت ورکړي او امت د بشر په لاسونو له جوړ شوي نظام څخه وژغوري.

د حزب التحریرـ ولایه بنګله دېش مطبوعاتي دفتر

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې