شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 شوال 1442

میلادی نېټه :     شنبه, 26 جون 2021 م

شمېره:      ۲۵/ ۱۴۴۲

ولاية بنغلادش
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د حسینه حکومت له پاسپورت څخه «له اسراییل پرته» کلیمې په لیرې کولو سره د غیرې قانوني یهودي هویت د پیژندلو لپاره یو پړاو وړاندې لاړ

د تغیراتو تر نامه لاندې چې د «نړیوالو معیارونو» په نوم هم یادیږي د حسینه حکومت له نویو پاسپورتونو څخه د «له اسرایيل پرته» کلیمه لیرې کړه. صهیونیستانو هم د سفر د بندیز د ليرې کولو لپاره د دې اقدام هر کلی وکړ او له بنګلدیش څخه یې وغوښتل چې له دوی سره ډیپلوماتیکې اړیکې عادي کړي. دغه تصمیم وروسته له هغې فوراً نیول کیږي چې د یهودو قاتل نظام د غزې پر بې دفاع خلکو باندې بې رحمه بریدونه وکړل. حسینه د یهودي اشغالګرو د دریځ د اسانولو او بلاخره د هغه د پیژندلو لپاره د اسلامي خاورو له نورو منافقو حاکمانو سره یو ځای په ښکاره ډول خپل لومړی ګام پورته کړ. د هغې خاین رژیم د پردې ترشا په پټه مخکې له مخکې له یهودو سره معامله کړې ده. هغه د ګرځنده ټیلفون د څارلو او قطع کولو سیستم له اسراییلي شرکت PicSix څخه وپېرلو. اوس دغه رژیم نه غواړي چې دغه مخفي اړیکه پټه وساتي سربېره پردې، غواړي چې له دغه دوه مخۍ څخه ځان وباسي.

اې مسلمانانو، له دغو خاینو حاکمانو څخه د هر شي غوښتنه کول هیڅ تغیر نه راولي ځکه چې په دوی کې هیڅ خیر نشته. الله سبحانه وتعالی د دغه منافقانو په اړه داسې فرمایي:

[وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ وَإِنْ يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُسَنَّدَةٌ يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ]

ژباړه: «ته که دوی ووینې، نو د دوی بڼې اوڅېرې به ډېرې شانداري درته ښکاره شي، که وغږیږي، نو ته به یې خبرو ته غوږ ونیسې. خو په اصل کې دوی د لرګي کُندې دي، چې له دیوال سره په مرتب ډول درول شوې وي. دوی هر زورور اواز د ځان پر ضد ګڼي، دوی پاخه دښمنان دي. له دوی څخه ځان ساتونکی اوسه، خدای دي دوی ووهي، دوی کوم لوري ته اړول کیږي»  [منافقون:۴]

دغه حاکمان د کافرو اشغالګرو د غوښتنو لپاره خدمت کوي په دې خاطر دوی شاید د خپل یهودي حرام زاده ماشوم سره چې د مسلمانانو په زړه کې یې ځای نیولی دی مرسته وکړي. زموږ دغه غلامان حاکمان یوازینی سبب دی چې دغه غیرې قانوني یهود د دې جرئت کوي چې مسلمانان ترور او قتل عام کړي. دغه حاکمان په سادګۍ د امت له احساساتو څخه سوءاستفاده کوي او د دغه یهودي دښمن لپاره چاپلوسي کوي. مسلمانان د حسینې د دوه مخۍ شاهدان و کله یې چې په پارلمان کې د فلسطین د شهیدو ماشومانو لپاره مړې اوښکې تویولې، په داسې حال کې چې د هغې حکومت په پټه له دغه دښمن سره اړیکه لري او مرسته ورسره کوي. د بنګلدیش مسلمانانو هم د BNP’s ملاتړ د جوبایډن د دوه دولت حلارې په خاطر کاملاً رد کړ، چې دا د غیر قانوني یهودو په رسمیت پیژندلو څخه بل څه نه دي. نو د القدس د مبارکې ځمکې، د اسرا او معراج د ځمکې د ازادولو په خاطر موږ مجبور یو چې له دغه روافضو (جاهلو او بې عقلو) حاکمانو څخه چې د الله عزوجل اطاعت دومره نه کوي لکه چې د کافرو اشغالګرو اطاعت کوي ځان خلاص کړو.

اې مخلصو نظامې افسرانو، د مسلمانانو له دښمن سره معامله کول او له دوی سره د اړیکو عادي کول هغه لویه ګنا ده چې د تاسې د سترګو په وړاندې ترسره کیږي. تاسې څنګه غواړی چې د هغه الله سبحانه و تعالی سره چې الحسیب (حساب کوونکی) دی مخ شی په داسې حال کې چې تاسې د دغه خاینو حاکمانو د بې پروایۍ  له منځه وړلو لپاره واقعي قدرت هم لری؟

اې افسرانو، دغه بېچاره امت ستاسې په منځ کې یو زړور جنرال را څرګندیدو ته په تمه دی چې د صلاح الدین ایوبي پر قدم، قدم کیږدي. له صلیبیانو څخه د دویم ځل لپاره د بیت المقدس ازادول جادو نه و. ستر صلاح الدین هم مجبور و چې ډېری شجاعانه تصمیمونه ونیسي او له ډېرو هغو خنډونو څخه تېر شي چې په هغه وخت کې غیر واقعي او ناشوني بلل کېدل. هغه ناتوانه حاکم له قدرت څخه لیرې کړ، د خپلو مشاورانو د مشورې په خلاف مخکې له دې چې د القدس په لوري حرکت وکړي، د خلافت دولت یې متحد کړ.

اې مخلصو افسرانو، ایا تاسې د دغه هېواد د مسلمانانو غوښتنې نه اورئ چې د حسینه حکومت له منځه یوسئ او حزب التحریر ته نصرت (مادي ملاتړ) ورکړئ ترڅو دویم راشده خلافت بیا تاسیس کړي؟ راتلونکی خلافت به د اوسنۍ نړۍ استعماري نظم وننګوي، مصنوعي سرحدونه به له منځه یوسي او د اسلامي خاورو نظامیان به سره متحد کړي او غیری قانوني یهود به وشړي.

 اې افسرانو، موږ پر تاسو غږ کوو، څوک چې ستاسې په دین ویاړي دا چانس له لاسه مه ورکوئ چې د دریم ځل لپاره د جهاد فی سبیل الله له لارې د بیت المقدس په ازادولو سره په تاریخ کې خپل نوم د صلاح الدین په څنګ کې ولیکل شي. پوه شه چې الله سبحانه وتعالي فرمایي دوی نه جوړیږي نه بیا ډاډ پیدا کوي.

[إِنْ أَحْسَنتُمْ أَحْسَنتُمْ ِلأَنفُسِكُمْ وَإِنْ أَسَأْتُمْ فَلَهَا فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الآخِرَةِ لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيرًا]

ژباړئ: «ګورئ! که تاسي ښه وکړل، نو هغه په خپله ستاسې لپاره ښه ول؛ او که بد مو وکړل، نو هغه په خپله ستاسې لپاره بدي ثابته شوه. بیا کله چې د دویمې وعدې وخت راغی، نو موږ نور دښمنان پر تاسې مسلط کړل چې هغوی ستاسي څېرې غمګینې کړي؛ او په مسجد (بیت المقدس) کې په همغه شان ننوځي، لکه څنګه چې مخکې دښمنان ننوتلي ول او پر کوم شي چې د هغو لاس بر شي هغه تباه کړي» [اسرا: ۷]

د حزب التحریرـ  ولایه بنګلدیش مطبوعاتي دفتر

#Aqsa_calls_armies

#AqsaCallsArmies

#OrdularAksaya

#الأقصى_يستصرخ_الجيوش

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې