جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     25 شعبان 1441

میلادی نېټه :     شنبه, 18 اپریل 2020 م

شمېره:      ۱۵/۱۴۴۱

ولاية بنغلادش
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ګرځبندیز په نیمايي کې د مرستو چور او د خوراکي توکو ناورین، د حکومت له سیستماتیک فساد او ناوړه څېرې څخه پرده پورته کړه؛

یوازې د دویم راشده خلافت په تاسیس سره د ظالمې ـ تولیدي سېکولر ډیموکراسي په پای ته رسولو سره د بنګله دېش خلک خلاصون مومي

په بنګله دېش کې خلک د ګرځبندیز پر مهال د خوړو د تر لاسه کولو له سخت ناورین سره لاس او ګرېوان دي. په ټول هېواد کې د مرستې رسولو چور روان دی، دا ټول فساد د حسینه د سیاسي ویناوو تر شا له دوکې ډک هنر دی. د کرونا ویروس د لېږد د محدودلو لپاره د پراخه ګرځبنديز په وضع کولو سره حکومت اعلان وکړ، چې ۳۰زره ټنه وریجې او شاوخوا ۲۲۰ میلیونه نغد ډالر یې په بېلابېلو ولسوالیو کې د مرستې لپاره په پام کې نیولي دي، چې له ټیټ عاید لرونکو خلکو سره مرسته کوي. شیخ حسینه د وېډیویي کنفرانس له لارې په کلکه وغوښتل چې د ورځني کارګرو، رکشا چلوونکو او ټرانسپورټي کارکوونکو لیست دې چمتو شي، تر څو هېڅوک وږي پاتې نه شي (ډاکه ټریبیون، ۲۰۲۰م کال، د مارچ ۳۱مه).

که څه هم حکومت په مکرر ډول هڅه کوي خلکو ته په زور د سوکاله بنګله دېش په اړه داسې خبرې وکړي: «هر څوک به د سوکاله ژوند څښتن وي، هېڅوک به وږی او بې کوره نه وي او هېڅوک به له درملنې پرته ناورغ نه وي.» اوسمهال هر څوک پوهېږي چې د هغې دروغ عادت ګرځېدلي دي او موخه یې د خلکو ساتل نه، بلکې د هغوی غولول دي، په داسې حال کې چې حتی د حسینه له سخت اخطار (!) وروسته چې د بېوزلو د خوراکي مرستو د ناوړه ګټه اخیستنې پر وړاندې به ګام اخلي، بیا هم ډله ییزه غلا تر اوسه جریان لري، په داسې حال کې چې هره ورځ زرګونه زیانمن شوي بېوزله کسان د سمیه ییز حکومت له لوري د خوړو د مرستې د تر لاسه کولو لپاره نه یوازې سړکونو، بلکې سیمه ییزو دفترونو او استازو ته مراجعه کوي او تش لاس بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي. (ډاکه ټربیون، د ۲۰۲۰م کال د اپرېل ۱۶مه)

د مسئلې حقیقت دا دی چې د خاین حکومت له لوري د دروغجنو ژمنو او ویناوو سربېره د بېوزلو خلکو لپاره د رښتینو مرستو وېش نه دی ترسره شوی. له شک پرته چې هره ورځ ځینې مرستې د ولسوالیو له لارې وېشل کېږي، مګر بېرته د سیاسیونو، د شوراګانو د غړو او مشرانو له لوري لوټل کېږي. د واکمن ګوند خلک پر ټولنیزو رسنیو د مبالغې لپاره د مرستې رسولو د وېش پر جعلي عکسونو بوخت دي. په حقیقت کې، هغه زاړه بزګران چې د حکومت له (۳۳۳) شمېرې سره یې د مرستې لپاره اړیکه نیولې وه، د خپلو مشرانو له خوا وهل شوي دي. (ډاکه ټربیون، د ۲۰۲۰م کال، د اپرېل ۱۴مه).

د واکمن ګوند له خوا د خوړو د ناوړه ګټې اخیستنې په موخه د ځینو کسانو نیول په حقیقت کې د غټو کبانو نیول او د رژيم د انځور ساتنې لپاره قرباني شوې بکسه ده. په داسې حال کې چې حسینه د خپل ګوند ځینو کسانو ته اجازه ورکړه، تر څو د تش په نوم «انکشافي پروژو» له لارې فرصتونه رامنځ ته کړي، هغه اوس همدا «سیستماتيک فساد» لرې پرتو کونجونو ته هم لېږي، چې د فاسدو ګوندونو پاتې غړي بېرته خپل پخواني حالت ته راستانه کړي.

اې خلکو! حزب التحریر به هېڅلکه تاسو ته له دې تذکر څخه ستړی نه شي، څومره چې سېکولر ډیموکراسي پاتې وي، د اداري فساد داسې کړکېچ به دوام مومي. دا ناقص واکمن نظام دی، چې انسان ته د قانون حق ورکوي، په طبیعي ډول د خپلو شتمنیو لپاره فساد او کړکېچ ته لاره هواروي. د سېکولر واکمنانو فساد یوازې د نبوت پر منهج راشده خلافت سره معامله کېدلای شي، چې هېڅوک پکې د قانون جوړولو واک نه لري. خلک یوازې هغه څه پلي کولی شی چې مخکې قرآن او سنتو  ورته مشخص کړي دي.

اې مسلمانانو! د هغه خلافت لپاره چې د تاسیس ژمنه یې شوې لستوڼي بډ وهئ او هلې ځلې وکړئ، چې د عمر ابن الخطاب په څېر واکمنان پیدا کړئ، چې ویل یې:

"لو أن جملا أو قال شاة أو قال حملا، هلك بشط الفرات، لخشيت أن يسألني الله عنه"

ژباړه: «که زما تر لاس لاندې پسه یا اوښ او یا هم وری د فرات پر غاړه مړ شوی وی، ما به د الله سبحانه و تعالی څخه تمه درلوده چې د قیامت په ورځ به د هغه په اړه له ما څخه پوښتنه کوي»

[حلیة الاولیا]

د حزب التحریرـ ولایه بنګله دېش مطبوعاتي دفتر

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې