جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     3 محرم 1443

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 11 آګست 2021 م

شمیره:      1443/1

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د حزب التحریر د دعوتګر «حمید الرحمن شریفي» د شهادت تسلیت وایو!

د روان کال د زمري په ۱۷مه نېټه د کندز په جګړه کې د یوه هاوان د لګېدلو له امله د حزب التحریر غړی حمید الرحمن شریفي په شهادت ورسېد.

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ!

شریفي د اقتصاد له پوهنځي فارغ او د حزب التحریر فعال غړی و. نوموړي تل هڅې کولې چې د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره له اخلاصه ډکې قربانۍ ورکړي. الله سبحانه وتعالی یې د شهادت په خپل دربار کې قبول او نوموړي ته د اسلام د لومړنيو شهیدانو مقام ور په برخه کړي.
د افغانستان روانه جګړه د امریکا د شل کلن ښکېلاک پایله ده، چې د «ترورېزم» پر وړاندې د جګړې په نامه یې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې پیل کړه. له همدې امله په افغانستان کې د امریکا نیت او ستراتيژي له پیله د ټیکاو او سولې راوستل نه وو، بلکې د اسلام او مسلمانانو د ځپلو لپاره یې پر دغه خاوره یرغل وکړ.
له شک پرته چې امریکا د میلیاردونو ډالرو د لګولو سربېره هم په افغانستان کې ماتې وخوړه، له همدې امله له بوش نېولې تر اوباما او له ټرامپ نېولې تر جوبایډن پورې سخت ځورېږي. د سوریې، عراق، یمن او لېبیا غوندې د افغانستان په هر سړک او کوڅه کې د جګړې لمبې د بې ثباتۍ لپاره د امریکا نیت څرګندوي. هغه کسان چې تېر شل کلونه یې په امریکا اعتماد وکړ او اوس هم تمه کوي چې امریکا به د مرستې لاس ورکړي، له ښکېلاکګرو سره د ملګرتیا پایله یې باید اوس درک کړې وي، چې د خلکو پر برخلیک څه کوي. ښکېلاک نه یوازې دا چې جګړه او ناامني کمه نه کړه، بلکې فساد، بې وزلي، بې کاري، کډوالي او تر ټولو مهمه دا چې د غربي ارزښتونو ترویج یې ډېر کړ.
اوسمهال د جګړې د زیاتوالي او همدارنګه د امریکا د B-52 الوتکو له بمبار سره هره ورځ لسګونه او حتا سلګونه ملکي خلک مړه او زخمیان کېږي. سربېره پر دې ډلې ډلې خلک له خپلو کورونو بې ځایه کېږي.
پر همدې بنسټ؛ د افغانستان سیاسي مشران، متنفذین او علما‌ء باید د امریکا او غرب شل کلن ښکېلاک، وژنې او جنایتونه په یاد ولري او د دوی او د دوی د لاسپوڅو پر وړاندې باید ودرېږي، څو د غرب دا فاسد نظام له جګړې، ظلم او بدبختیو سره یوځای له موږ څخه کډه شي. د همدې لپاره د حزب التحریر له دعوتګرانو سره د نبوت پر منهج د خلافت د نظام د جوړولو لپاره لاس په کار شئ. هغه نظام چې د الله سبحانه وتعالی د خوشالۍ او د خلکو د ځانونو، مالونو او مقدساتو د ساتنې سبب کيږي. لکه څنګه چې حمید الرحمن شریفي هم له هغو کسانو څخه و، چې همدغې موخې ته یې دعوت کاوه او د همدغو دعوتګرو د سرښندونو پایله ده چې نن د افغانستان په ګوټ ګوټ کې زرګونه کسان د اسلامي ژوند د بیاراتګ لپاره کار کوي. 

مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا [احزاب: 23]
په مومنانو کې داسې سړي دي، چې له الله سبحانه وتعالی سره په خپلو کړیو ژمنو کې ريښتیني دي، ځینو خپلې ژمنې پوره کړلې (د شهادت شربت یې وڅښل) او ځینې نور منتظر دي او دوی په خپلو ژمنو کې هېڅ بدلون نه دی راوستلی.
د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې