جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     13 ذولقعده 1442

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 24 جون 2021 م

شمیره:      ۱۳/۱۴۴۲

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان روانه جګړه د امریکا د منافقانه سیاستونو پایله ده چې ملېشه‌جوړنه یې زیاتوي

د امریکايي ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته په تېرو دوو میاشتو کې طالبانو لسګونه ولسوالۍ نیولې دي. د افغانستان دولت له دې حالت څخه وارخطا شوی او د لا زیاتو ولسوالیو د سقوط د مخنیوي لپاره یې د «ولسي دفاع» تر نامه لاندې د ملېشو جوړول پیل کړي دي او په ځینو سیمو کې یې پر خلکو او سیمه‌ییزو قوماندانانو وسلې وېشلي دي.

د دولت دا پروګرام افغانستان له یوې بلې سختې او لویې ستونزې سره مخ کوي، چې وروسته به یې بیا د جګړې یو لوری هم حل نه شي کړلی. ملېشه‌جوړل افغانستان یوې بین الافغاني جګړې ته وړي چې په هغو کې به تاوتریخوالی او وژنې زیاتې شي او اصلي قربانیان به یې د افغانستان خلک وي.

د حزب التحریر- ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر یو ځل بیا د افغانستان پر مسلمانو خلکو، د جګړې په ښېکلو لورو، قوماندانانو او مخورو غږ کوي چې له یو بل سره د جګړې پر ځای د روان بحران اصلي رېښو ته پام وکړي. د افغانستان اوسنۍ جګړه د سولې او جګړې په اړه د امریکا د منافقانه سیاست پایله ده چې په هوښیارۍ یې خپل ځواکونه د جګړې له ډګره و ایستل او د افغانستان خلک یې یو له بل سره په جګړه اخته کړل. اوس امریکا د منځګړي او نندارچي په توګه دې خونړۍ جګړې ته ګوري او داسې ښکاره کوي چې ګواکي دا د افغانانو داخلي جګړه ده. په داسې حال کې چې اوسنی خونړی حالت د امریکا د څو مخي سیاست پایله ده چې په خبرو کې خلک سولې ته هیله‌من کوي، خو په عمل کې جګړه زیاتوي. د امریکا دې څو اړخیزه لوبې هم د جګړې ښکېل اړخونه لارورکي کړي دي او هم یې افغانستان د یوې بلې فاجعې لوري ته ټېل وهلی دی.

دا بشپړه واضح ده چې امریکا له نظامي اړخه په افغانستان کې ماتې خوړلې، خو د خپل نړیوال پرستیژ د ساتلو لپاره یې د سولې پروسه را مخته کړه چې اصلي مانا یې د جګړې یو بل څپرکی دی، نه سوله او امنیت. امریکا په دې سیاست سره وضعیت داسې جوړوي چې له زیاتې‌ وینې‌تویدنې وروسته خپله اجنډا وړاندې کړي څو په افغانستان کې خپل قوي استخباراتي او سیاسي حضور وساتي او دا ټکی نړیوالو ته ثابت کړي چې د بحران اصلي لامل خپله د افغانستان خلک دي، نه امریکا. 

افغانان او د جګړې ښکېل اړخونه باید پوه شي چې یوازینی لوری چې په دې جګړه کې ګټه کوي، امریکا ده. نو ددې وخت را رسېدلی دی چې د افغانستان مسلمان خلک خپلې چارې په خپل لاس کې واخلي او په هغو دامونو کې له لوېدو ځان وساتي چې اشغالګرو ورته غوړولي دي. په بدل کې یې هڅه وکړي چې د اسلامی عقیدې پر اساس سره را ټول شي او په سیاسي برخه کې د اسلامي شریعت پر اساس سره متحد شي. له دې پرته د اوسني وضعیت په دوام سره به ددې خاورې په تاریخ کې یوه بله غمیزه پیل شي، چې ټول به له ځان سره ډوب کړي.

"لَا تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّارًا يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ" رواه البخاري

له ما وروسته کفر ته مه ورګرځئ، چې یو د بل غاړې ووهئ!

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې