جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     16 رجب 1442

میلادی نېټه :     یکشنبه, 28 فبروری 2021 م

شمیره:      ۰۸/۱۴۴۲

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
اصلي ستونزه د حزب‌التحریر په فعالیت کې نه؛ بلکې د افغانستان په قوانینو کې ده

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي: «حزب التحریر له عدلیې وزارت سره ثبت نه دی. نو دا حزب چې ترڅو ثبت شوی نه وي، د غونډو او تبلیغ حق نه لري.» همدارنګه هغه یادونه کړې، چې د افغانستان دولت حزب‌التحریر په رسمیت نه پېژني او د دغې ډلې له ادرسه هر ډول فعالیت ناقانونه دی، چې ډېر ژر به د دغه حزب له غړو سره د چلن د څرنګوالي پر پالیسۍ بحث او خبرې وشي.

د حزب التحریر ـ ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د دغو خبرو په اړه د لاندې ټکو یادونه کوي:

د افغانستان دولت د حزبونو د ثبت لپاره په عدلیې وزارت کې د «اساسي قانون» او «حزبونو قانون» منل یو اساس ګڼي. دا قوانین هم له واقعیت سره جوړ نه دي او هم د اسلام له احکامو سره په ټکر کې دي. پر دې سربېره په نافذو قوانینو کې دا هم یو شرط دی، چې حزبونه باید په افغانستان کې دننه محدود وي. په داسې حال کې چې اسلام ټول اسلامي امت ته د یو واحد امت او مومنانو ته د وروڼو خطاب کوي او پر دې سربېره یې د امت یووالی د خلافت دولت په چوکاټ کې پر مسلمانانو واجب کړی دی. نو د اوسنیو استعماري پولو په چوکاټ کې د مسلمانانو یووالی او د اسلام پلي کول امکان نه لري او دې مسئلې د حزب ثبت او راجسترول ناشوني کړي دي. 

په داسې حال کې چې ډېرو ډیموکراتیکو حزبونو او بنسټونو ټول هغه قوانین تر پښو لاندې کړي، چې اوس یې د حزب التحریر د راجستر کولو لپاره د قانوني خنډونو په توګه رامخې ته کړي دي؛ خو لوړ پوړو چارواکو هېڅکله د هغوی پر وړاندې دا ډول غبرګون نه دی ښودلی. د بېلګې په توګه؛ په قانون کې راغلي چې ډلې باید بهرنۍ سرچینې ونه لري یا دا چې حزبونه نه شي کولی چې تر پولو واوړي؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې داسې سیاسي حزبونه او مدني بنسټونه شته چې په منظم ډول له پولو بهر غربي بنسټونو سره په اړیکه کې دي. له هغوی څخه امر اخلي، هغوی ته راپور ورکوي او هغوی یې تمویل او لارښوونه کوي.

د افغانستان دولت او خلک باید پوه شي، چې د حزب التحریر هېڅ فعالیت له اسلام سره په ټکر کې نه دی. دا د افغانستان د قوانینو ستونزه ده، چې پر شرعي استنباط او تقنین ولاړ نه دي او د هغو له مخې د اسلامي حزبونو فعالیت له ستونزې سره مخ کېږي او برعکس ډیموکراتیک او د افغانستان د خلکو د عقیدې خلاف حزبونه په ازاده توګه د هغو تر چتر لاندې فعالیت کوي. نو حللاره دا ده، چې د افغانستان دولت دې د خپلو قوانینو اساس د ډیموکراسۍ پر ځای په مطلق ډول په اسلام بدل کړي او د حزبونو د فعالیت په ګډون ټول واقعیتونه باید د شرعي اجتهاد له لارې د اسلام د سرچینو (قرآن، سنتو، د اصحابو اجماع او قیاس) پر اساس معالجه کړي. که څه هم دا کړنه په دولت-ملت او ډیموکراټیکو نظامونو کې امکان نه لري. یا دا چې د ځینو نورو هېوادونو په څېر د سیاسي حزبونو د فعالیت لپاره عدلیې وزارت ته یوازې خبر ورکول کافي وګڼي، په دغه حالت کې به حزب راجستر شي او ښکاره او رسمي دفترونه به ولري. دا حالت په ځینو هېوادونو کې شته او حزب هلته خپل ځان ثبت کړی دی. د یادونې وړ ده چې د افغانستان په تاریخ کې د حزبونو نه ثبتول بې‌ مخینې نه دی، لکه څنګه چې جهادي حزبونو د شوروي پر وړاندې د جهاد پر مهال د وخت له کمونېستي رژیم څخه د فعالیت جواز نه و اخیستی، ځکه چې د دوی فعالیت په اسلام کې رېښه درلوده او جواز اخیستو او ثبت ته یې اړتیا نه لرله. 

یو ځل بیا یادونه کوو چې حزب‌التحریر یو سیاسي حزب دی، چې په نړیواله کچه کار کوي او له امت سره یو ځای د خلافت د تاسیس او الله سبحانه وتعالی د دین د حاکمیت لپاره مبارزه کوي. د حزب‌التحریر د فعالیت طریقه فکري او سیاسي ده او هر ډول ډيموکراټيک، مادي او د تاوتریخوالي فعالیت د خپلې مبارزې په طریقه کې ردوي. حزب‌التحریر د الله سبحانه وتعالی دغه قول ته په ځواب ویلو سره تاسیس شوی دی:

﴿وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ۚ ﴾ [آل عمران: ١٠٤] 

 باید په تاسو کې یوه ډله خیر (ټول اسلام) ته دعوت او پر معروف امر او له منکر څخه منع وکړي!

نو په پای کې حزب‌التحریر خپل مشروعیت د الله سبحانه‌وتعالی له دغه حکم څخه اخیستی دی؛ ځکه د اسلام د پلي کولو او خلافت دولت د تاسیس لپاره مبارزه د الله سبحانه وتعالی یو حکم دی، چې  پر ټولو مسلمانانو فرض دی او د هغه لپاره کار او فعالیت د جمهوري او سیکولر دولتونو د قوانینو اجازې ته اړتیا نه لري. همدارنګه حزب یوه «مجهوله» ډله نه ده، بلکې تر شپږو لسیزو زیاته د مبارزې تجربه لري او د نړۍ په ۶۰ هېوادونو کې فکري او سیاسي فعالیت لري.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې