پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     21 جمادی الاول 1442

میلادی نېټه :     سه شنبه, 05 جنوری 2021 م

شمیره:      ۰۶/۱۴۴۲

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د حزب التحرير د ودې پر ځای په دې اړه اندېښنه وکړئ چې اشغال او غربي ارزښتونو د "مقاومت له ځمکې" سره څه کړي او کوي يې!

هشت صبح ورځپاڼې د ۱۳۹۹ کال د مرغومې په ۱۴مه د" حزب التحرير در سرزمین مقاومت" تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی. دا لیکنه له بې بنسټه تورونو او د حزب التحرير پر ضد له عقدو سپړنې ډکه ده. سره له دې چې د حزب التحرير - ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر ددې ليکنې منځپانګه آن د ځواب وړ نه گڼي، خو د عامه افکارو د اغوا د مخنيوي لپاره لاندې ټکي د يادونې وړ گڼي:

لومړی: دا په هشت صبح ورځپاڼه کې د حزب التحرير په اړه څوومه ليکنه ده چې هېڅ ډول عقلي، شرعي او د ورځپاڼې ليکنې معيارونه پکې نشته. له ليکنې ښکاري چې ليکوال د ليکوالۍ او قضاوت کولو له اصولو بې‌خبره دی. د متن له منځپانگې او جوړښت ښکاري چې ليکوال د حزب التحرير پر حقيقت نه پوهېږي او له مخلصانه څېړنې او پلټنې پرته يې خپلې ادعاوې د نورو پر بې بنسټه قضاوتونو درولې دي. په داسې وخت کې چې د افغانستان لويه برخه خلک د حزب التحرير دعوت له نږدې پېژني، په اسانۍ سره ددې ډول ادعاوو او تورونو ناسموالی درک کوي.

دويم: په ليکنه کې د "سرزمین مقاومت" د ارزښتونو يادونه شوې ده، خو ليکوال نه پوهېږي چې ددې خاورې اصلي ارزښتونه د شوروي اتحاد پر ضد له جهاد او د کمونيستي ارزښتونو پر ضد له مبارزې سره غوټه شوي دي. د همدې ارزښتونو پر اساس يې حزب التحرير ته غېږ پرانيستې ده.  هغوی چې عزت يې په امريکايي نظم کې ولټاوه او ديموکراسي يې د ژغورنې لاره وگڼله، له څه ډول برخليک سره مخ شول؟ اوس د پنجشېر مجاهد خلک ښه پوهېږي چې عزت يې په جهاد او د وارداتي او غير اسلامي مفکورو پر ضد په مبارزې کې دی، نه په اشغال او د هغوی له ارزښتونو سره په تړښت کې. نن چې سېکولرېزم او لوېديځ پروگرامونه يو په بل پسې ناکام شوي او امريکايي اشغال خپله زهرجنه توره د مجاهدينو مشرانو ته برابره کړی ده، څو هغوی له صحنې منزوي او حذف کړي. دا حزب التحرير دی چې د افغانستان مجاهد او مسلمان خلک د له لاسه تللي عزت او قدرت بېرته را ګرځېدو ته دعوتوي. نو ليکوال دې فکر نه کوي چې د پنجشېر مجاهد خلک نه پوهېږي او يوازې هغه پوهېږي.

درېيم: هشت صبح ورځپاڼې ته زموږ خطاب دا دی چې ددې ډول عقده‌يي، يو اړخيزو او سطحي ليکنو په خپرولو سره يې نه يوازې خپل اعتبار را ټيټ کړی او نشراتي توازن يې له لاسه ورکړئ، بلکې تر ډېره د اسلام او اسلامي ډلو پر ضد د عقدو سپړنې پر دريځ بدله شوې ده.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې