جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     26 ربیع الثانی 1442

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 10 ډسمبر 2020 م

شمیره:      ۰۵/۱۴۴۲

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د امریکا، ناټو او افغان دولتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکيانو مرګ‌ژوبله د دولتي ترهګرۍ څرګنده نښه ده

د براون پوهنتون یو څېړنه ښيي چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې د ناټو او امریکا په هوايي بریدونو کې د افغان ملکیانو مرګ‌ژوبله درې چنده (۳۳۰ سلنه) زیاته شوې ده. دا څېړنه زیاتوي چې د بین الافغاني خبرو له پیل وروسته د افغانستان د دولتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکیانو مرګ ژوبله هم څو چنده زیاته شوې ده.

په تېرو دوو لسیزو کې امریکا او ناټو خپلو سیاسي او نظامي موخو ته د رسیدو لپاره په افغانستان کې د خپلو مخالفینو د ځپلو په موخه هوايي بریدونه کړي دي چې تل یې ملکي مرګ‌ژوبله اړولې ده. داسې ډېرې پېښې شته چې دغو ځواکونو د خوښۍ مراسم، د خلکو غونډې، جوماتونه او روغتونونه د " ترهګریزو موخو" تر عنوان لاندې بمبار کړي دي چې ‌ډېرو ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. په دې وروستیو کې د بادارانو دغه وحشیانه چلند د هغوی مزدورانو هم خپل کړی او د افغانستان دولت د امنیت د تامین تر عنوان لاندې پر خلکو بمونه ورغورځوي. په واقعیت کې د عامو خلکو او ملکي موخو پر ضد هوايي بریدونه تر ټولو ستر ترهګریز عمل دی. 

امریکا، ناټو او د افغانستان دولت نه یوازې دا چې د زرګونو خلکو پر وژلو پښېمان نه دی، بلکې هغه د خپل نفوذ او حاکمیت لپاره لازم ګام ګڼي، ځکه له دې کبله چې د پانګوالۍ او دیموکراسۍ مفکوره ترهګرپاله ده او دولتونو او انسانانو ته دا اجازه ورکوي چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره زرګونه انسانان په وینو رنګ ګړي، پرته له دې چې د وجدان له عذاب سره مخ شي. لکه څه وخت مخکې چې په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه څېړنې خپرې شوې چې پکې ویل شوي وو چې اسټرالیايي ځواکونو د لوبو لپاره افغانان وژل.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا، ناټو او د افغانستان دولت خپل ځان د خلکو د ژغورونکي او د بشري حقونو او انساني ارزښتونو د ملاتړو په توګه معرفي کوي او د دوی له نظره له " له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه" کوي. په داسې حال کې چې په واقعیت کې هغوی خپله نړیوال ترهګر دي او د دولتي ترهګرۍ ښکاره بېلګې دي چې په زور یې افغانستان اشغال کړی دی او د خپل ظالمانه حاکمیت د تدوام لپاره په پراخه کچه له وحشیانه او غیر انساني چلندونو استفاده کوي.

د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس باید پوه شي چې د امریکا او مزدورانو جنایت، خباثت او شیطانت به هېڅلکه ونه دریږي، ځکه جنګ او وینه تویونه د هغوی په ذات او د فکر په ډول کې نغښتي دي. د ژغورنې یوازینۍ لاره دا ده چې د امریکا د نظامي، استخباراتي، سیاسي، فکري او اقتصادي نفوذ د بشپړ له منځه وړلو لپاره یو بل ته لاس ورکړو او خپل برخلیک د اسلام د انساني ارزښتونو پر اساس وټاکو، ځکه دا یوازې اسلام دی چې سلامتي او ارامي راوړي. له اسلام پرته پر بله هره اجنډا منګولې لګول د جنګ او پخوانۍ بدختۍ دوام دی.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې