Logo
Print this page

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     29 ربیع الاول 1442

میلادی نېټه :     یکشنبه, 15 نومبر 2020 م

شمیره:      ګڼه: ح.ت.افغ ۰۳/۱۴۴۲

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د جمهور رییس لومړي مرستیال د عامه افکارو د انحراف او د خلکو له پوښتنو څخه د تېښتې لپاره ناحقه تورونو ته پنا وړې ده

د ولسمشرۍ لومړي مرستیال امر الله صالح د روان کال د لړم په ۲۴مه د شپږنیمو بجو د ناستې په راپور کې په خپلو ټولنیزو پاڼو کې پر کابل پوهنتون د برید د طرحه کوونکي د نیولو خبر ورکړ او ویې ویل: «لکه څنګه مو چې ویلي وو، داعش نوم دی. هغوی چې دا کار یې کړی دی، څو هویتي دي، حزب‌التحریر-طالب- داعش او ټول». نوموړی زیاتوي: «هر وخت چې اړتیا وه، له یوه ځانګړي نامه او لقب څخه یې کار اخیستی دی».

د حزب‌التحریر ولایه ـ افغانستان مطبوعاتي دفتر د ولسمشرۍ ریاست د لومړي مرستیال نامسولانه څرګندونې په خورا سختو ټکو غندي او په ټينګار سره بیانوي چې حزب‌‌التحریر نه یوازې په افغانستان، بلکې په ټول اسلامي امت کې، تل له هر ډول هغه ترور او وحشت څخه برائت اعلان کړی، چې استخباراتي بنسټونه، کرايي قاتلین او د کفارو اجیران یې ترسره کوي.

حزب‌التحریر په اسلامي نړۍ کې د یوه ستر فکري او سیاسي حزب په توګه په افغانستان کې روان وضعیت له نږدې څاري او هغه تروریستي بریدونه چې په وروستیو کې پر سیاسي تحلیلګرانو، د جوماتونو پر امامانو، قومي متنفذینو، تعلیمي او تحصیلي بنسټونو او خبریالانو ترسره شوي دي، د هغو استخباراتي بنسټونو او کرايي قاتلینو کار بولي، چې د افغانستان په روانه جګړه کې ستره ونډه لري او اوس د سولې په پروسه کې خپله سیاسي بقا په خطر کې ویني. نو د نړیوالو په ځانګړې توګه د خپل بادار امریکا چې رهبري یې د بدلون په حال کې ده، د پاملرنې د جلبولو لپاره په مختلفو نومونو دا ډول وحشانه بریدونه ترسره کوي؛ ترڅو امریکا او ناټو د خپلو ځواکونو له ایستلو څخه منصرف کړي، د لوبې شرایط په خپله ګټه بدل کړي او د سولې په کېک کې یې زیاته برخه په نصیب شي. 

د کابل پوهنتون پېښه یوه مرموزه استخباراتي، زړه‌ بوږنوونکې او ناانساني پېښه وه او د افغانستان د ولسمشرۍ ریاست لومړي مرستیال د خلکو له پوښتنو څخه د تېښتې او عامه افکارو د انحراف لپاره له ناچارۍ او ستومانۍ دا ډول تور لګولو ته پنا وړې او حتی غواړي د بدنامۍ دا تور داغ او د نظام جرم یوه محصل ته منسوب کړي او د طالب او داعش تر څنګ یې د حزب‌التحریر نوم هم یاد کړی دی.

په داسې حال کې چې حزب‌التحریر په ټوله نړۍ کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طریقې پر اساس د ټولنې د تغیر او د اسلامي دولت (راشده خلافت) د تاسیس لپاره فکري او سیاسي مبارزه کوي، هېڅکله یې پر مادي او نظامي کړنو لاس نه دی پورې کړی او په افغانستان کې د حزب‌التحریر د یوې نیمې لسیزې فعالیت په اوږدو کې ډېری سیاسي رهبران، قومي متنفذین او د افغانستان مسلمان خلک له نږدې د دغه واقعیت شاهدان هم دي.   

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

Template Design © Joomla Templates | GavickPro. All rights reserved.