شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     26 رمضان 1441

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 21 می 2020 م

شمیره:      ح.ت.افغ ۱۴/۱۴۴۱

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
ډیموکراسي او جمهوریت بیا هم رسوا او وشرمېدل

له ټاکنو او ټاکنیزو ناندریو اووه میاشتې وروسته دا لانجې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې په لاسلیک او د مشارکتي حکومت په جوړولو سره ظاهراً ختمې شوې.

د دې هوکړې په اړه لاندې ټکي مهم او ارزښتناک دي:

لومړی: له پراخو لګښتونو او انساني مرګ ژوبلې وروسته ددې هوکړې لاسلیک کول دا مانا لري چې د ولسمشر په ټاکلو کې د خلکو رول او د رایې حق یو تش شعار دی چې په ډیموکراسۍ کې خلکو ته ورکول کېږي. په واقعیت کې په دغه نظام کې د خلکو رایه هېڅ ارزښت نه لري، که یې لرلی؛ نو د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو د ولسمشرۍ ټاکنې به معاملو او رسوایۍ ته نه تللې. په واقعیت کې د هرې ورځې په تېرېدو سره ډیموکراسي، جمهوریت،  ډیموکراتیکې ټاکنې او د لوېدیځ نور تپل شوي ارزښتونه په افغانستان کې رسوا کېږي او د پلي کولو پایله یې هم د لا زیاتې سیاسي بې اتفاقۍ او لارورکۍ سبب ګرځي.

دویم: اشرف غني او عبدالله دواړه د افغانانو له خوا سخت رټل شوي او په خلکو کې ځای نه لري. له درغیلو ډکې ټاکنې او پکې د خلکو کم ګډون ددې واقعیت څرګندونه کوي. ددغو دواړو رهبرانو ټوله هڅه په قدرت کې د پاتې کېدو او د خپلو شخصي او ټیمي ګټو د خوندي کولو لپاره ده. دوی ارزښتونه نه لري او معامله‌ ګر دي، چې له خلکو څخه واک ته د رسېدو او بیا د واک ساتنې لپاره د وسیلې په توګه کار اخلي او هغوی ته هېڅ ارزښت نه ورکوي. که په دوی کې یو هم د خلکو په رایو بریالی شوی وي، نو ولې د معاملې پر ځای د خلکو له رایو دفاع نه کوي؟ دا چاره ثابتوي چې ډیموکراسي یوازې یو ارزښت پېژني او هغه ګټه ده او بس.

درېیم: اوسنۍ سیاسي هوکړه د ۲۰۱۴ کال د هوکړې په شان د امریکا او اروپا په فشارونو او ګواښونو ددغو دواړو رهبرانو له خوا لاسلیک شوه. امریکا په پیل کې په ټاکنو کې ناورين رامنځ ته کړ او بیا د منځګړې په توګه را مخ ته شوه او په فشار او ګواښ یې دواړه رهبران د واک وېش ته اړ ایستل. دا واقعیت په ښکاره ثابتوي چې امریکا په افغانستان کې یو باثباته حکومت نه غواړي، بلکې یو ماتېدونکي او مزدور حکومت ته ترجیح ورکوي، چې په څو ډوله سیاسي لوبو کې ترې استفاده وکړي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې له طالبانو سره بین الافغاني خبرې راتلونکی ګام ګڼل کېږي.

په پای کې به د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت د ډیموکراتیکو ټاکنو له رسوایۍ عبرت اخیستی وي، چې غربي پروسې په افغانستان کې ناورين او سیاسي بې ثباتي رامنځ ته کوي. دغه راز د ثبات او سلامتۍ یوازینۍ لاره د اسلام پر سیاسي مفکورو او ارزښتونو منګولې لګول دي چې دا ناورینونه او لانجې ختمولی شي.  

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې