جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     29 محرم 1441

میلادی نېټه :     شنبه, 28 سپټمبر 2019 م

شمیره:      : ح.ت.افغ ۰۱/۱۴۴۱

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
ډيموکراتيکې ټاکنې؛ افغانستان ژور سياسي ناورين ته بيايي!

د جمهوري رياست د ټاکنو اړوند ټول واقعيتونه، د دې څرګندوونکي دي چې اکثره خلکو په «ډيموکراتيکو ټاکنو» باندې خپل اعتماد او باور له لاسه ورکړی او ځینې کانديدان په تکرار سره په دغه پروسه کې د پراخ فساد خبرداري ورکوي. همداراز ګڼ شمېر متنفذينو او سياسي رهبرانو د سولې پروسه خپل کاري لومړيتوب اعلان کړی او طالبانو هم خبرداری ورکړی چې ټاکنې به ګډوډوي.

د ټاکنو په اړه د شته بې باورۍ له امله ويلی شو چې دا ډيموکراتيکه پروسه په افغانستان کې بشپړه ناکامه شوې ده. هغوی چې خلک د رايې ورکولو پروسې ته هڅوي، په واقعيت کې د خلکو د وينو په بيه شخصي، قومي او مالي ګټې تعقيبوي او يا هم له سخت ستړيتوب څخه د «بد او ډېر بد» ترمنځ ټاکلو ته اړ شوي دي، نه دا چې د کوم ډيموکراتيک باور او اعتماد پر بنسټ دا ډول ټاکنو ته مخه کوي.

د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنې د هغو سرو سکروټو ايرو ته ورته دي چې په خپل زړه کې ستر سياسي ناورين روزي او ژر ده چې خلک به دغه ناورين په زړه او ځان سره احساس کړي. لکه څنګه يې چې د ۲۰۰۹، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کلونو په ټاکنو کې تجربه کړل. له دې امله چې ډيموکراتيکې ټاکنې د افغانستان د مسلمان ولس له ارزښتونو سره مخالفې دي، هر ځل د لا ډېرو قومي او سمتي اختلافاتو او سياسي بې ثباتۍ سبب کيږي، چې په پايله کې د خلکو رايه بې ارزښته پاتې وي او د ناورين د حل لپاره امريکا ته مراجعه کوي.

دا پلا ټاکنې هم ناورين ته تلونکې دي او وړ پايله به و نه لري. که وړونکی هم ولري، هغه به داسې کس وي چې د سولې د مذاکراتو په پروسه کې به د امريکا ګټې خپل کاري لومړيتوب ګڼي او د امريکا، طالبانو او افغانانو ترمنځ د سولې په صورت کې به له واکه د ګوښه کېدو او د واک د تقسيمېدو لپاره تيار وي. د پايلې په توګه هر نظام او حاکم چې د دغه معاملې او خطرناکې لوبې له زړه څخه بریالی راووځي، د افغانستان وضعيت به د پخوا په پرتله لا ډېر خراب کړي. همدا يې ځای دی چې له خلکو پوښتنه وشي: آیا ستاسو رايه په داسې سیستم کې کوم ارزښت درلودلی او يا به يې ولري؟

نو له ناکامو تکراري نسخو، پخوانيو ترخو تجربو او د ډيموکراسۍ د ناورين زيږوونکو حللارو څخه ځانونه وساتئ او پر ځای يې د اسلام ژوند بښونکې نسخې ته رجوع وکړئ او د راشده خلافت د تاسیس لپاره د حزب التحرير د سياسي او فکري  مبارزې بلنې ته لبيک ووایئ.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې