جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     9 ذولحجه 1440

میلادی نېټه :     شنبه, 10 آګست 2019 م

شمیره:      ح.ت.افغ ۱۳/۱۴۳۹

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان د نړۍ مسلمانانو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وايي

د حزب التحرير – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو مبارکي وايي او الله سبحانه وتعالی ته د دعا لاسونه پورته کوي، ترڅو زموږ او ستاسو طاعات، عبادات، حج او قربانۍ په خپل دربار کې قبولې کړي او د خير او برکت، نصرت او برياليتوب دروازې د اسلامي امت پر مخ باندې پرانېزي.

د قربانۍ عيد د الله سبحانه وتعالی د رضا او د اسلام د قايمولو لپاره د ابراهيمي سنتو د رسم او رواج د دوام پر بنسټ د ځان، مال او ژوندانه د تر ټولو ښو څېزونو قربانول دي. مګر له هغه ځایه چې د نړۍ د اوسني نظم رهبري د مفسدين فی الارض او د دې عصر د دجالانو لاس ته لوېدلې، هغوی د لوی اختر خوشالۍ په اسلامي خاورو په ځانګړې توګه په افغانستان کې په غميزه بدلې کړې دي.

په داسې حال کې چې د يوه مسلمان وينه الله متعال ته تر کعبې ډېر ارزښت لري، د دې پر ځای چې د مسلمان وينه د اسلام د حاکميت او سرلوړۍ لپاره تويې شي، متاسفانه د دغه امت د بچيانو وينه د امريکا د ګټو، د لاسپوڅو دولتونو د بقا او خپل منځي جګړو لپاره ضایع کيږي.

لکه څنګه چې يرغلګرو له هوا او ځمکې د افغانستان د مسلمانانو سينې د خپلو تروريستي او وحشيانه بريدونو هدف ګرځولې، د فکري او ثقافتي بريدونو په ترڅ کې يې ذهنونه د انحطاط لور ته بېولي او ځوانان او سياستوال يې لار-ورکي کړي دي. امريکا د خپلو اغوا کوونکو سياسي پروګرامونو له مخې په افغانستان کې د دايمي نفوذ په هڅه کې ده، مګر داسې ښيي چې موږ د جنګ د ختمولو او سولې د تحکيم په هڅه کې يو. حال دا چې د امريکايي سولې له منځه وحشت او جنګ اوريږي.

اسلامي امت به د عيد پرمهال واقعي خوشالي هغه وخت حس کړي چې د اسلامي مبداء او ارزښتونو پر بنسټ نوی سياسي نظم رامنځ ته شي او د مسلمانانو د ژوند په ټولو برخو کې پلی شي او داسې رهبران د قدرت پر ګدۍ کښېني چې اسلامي ارزښتونه، د اسلام تطبیق او د مسلمانانو وينې او عزت ورته سرې کرښې وي. نه دا چې شخصي، قومي، مذهبي او جغرافيوي کوچنۍ ګټې ورته سرې کرښې وي. ‌‌ان شاء الله العزیز چې د داسې ورځې راتلل لېرې نه دي، چې د امت سترګې يو ځل بيا د راشده خلافت په نور باندې روښانه شي او د امت غم لړلې ورځې د خوشالۍ او یووالي په جشن باندې بدلې شي، مګر ړوند اندي هغه لېرې بولي، حال دا چې الله سبحانه وتعالی پر هرڅه قادر دی.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې