سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     7 رجب 1442

میلادی نېټه :     جمعه, 19 فبروری 2021 م

شمېره:      ۰۲/ ۱۴۴۲

أستراليا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
استرالیا: له خلافت پرته سل کاله؛ اې مسلمانانو بیا یې تاسیس کړئ!

د ۱۴۴۲ هـ.ق کال، په همدې رجب میاشت کې د خلافت د ړنګېدو ۱۰۰ کاله پوره کېږي، چې په ۱۳۴۲هـ.ق کال، چې د ۱۹۲۴م کال سره سمون خوري راوپرځېد. ۱۰۰ کاله کېږي چې د ژوند په ټولو اړخونو کې امت د اسلام له احکامو پرته ژوند کوي، چې دا مسله په اسلامي امتونو کې له ورایه ښکاري.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

(...إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ...)

ژباړه: «...د فیصلې ټول واک له الله سبحانه و تعالی سره دی...» [انعام: ۵۷]

او همدا راز بل ځای فرمايي:

(فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيماً)

ژباړه: «نه، اې رسول الله صلی الله علیه وسلم! ستا په رب قسم چې دوی هېڅکله مومنان کېدای نه شي، تر څو چې په خپلمنځي شخړو کې تا فیصله کوونکی ونه مني. بیا چې ته څه فیصله وکړې، پر هغې باندې په خپلو زړونو کې هم څه تنګي احساس نه کړي؛ بلکې سر تر پایه یې ومني.» [نسأ: ۶۵]

۱۰۰ کاله کېږي، چې امت له ډال پرته ژوند کوي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

ژباړه: «له شک پرته چې امام (خلیفه) ډال دی، شاته یې مسلمانان جګړه کوي او د هغه په وسیله یې ملاتړ او ساتنه کېږي.» [مسلم]

۱۰۰ کاله کېږي چې مسلمانان له یووالي پرته ژوند کوي، هغه مسله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې هره شېبه ټینګار کړی، کله چې یې په مدینه منوره کې د لومړي ځل لپاره اسلامي دولت تاسیس کړ:

«وَإِنّ الْمُؤْمِنِينَ بَعْضُهُمْ مَوَالِي بَعْضٍ دُونَ النّاسِ»

ژباړه: «مومنان د یو بل وروڼه دي، ان که د نړۍ ټول خلک د دوی مخنیوی وکړي»

او فرمایي:

«وَإِنّ سِلْمَ الْمُؤْمِنِينَ وَاحِدَةٌ لَا يُسَالَمُ مُؤْمِنٌ دُونَ مُؤْمِنٍ فِي قِتَالٍ فِي سَبِيلِ اللّهِ إلّا عَلَى سَوَاءٍ وَعَدْلٍ بَيْنَهُمْ»

ژباړه: «د مومنانو سوله بایده یوه وي، که چېرته دوی د الله سبحانه و تعالی په لاره کې جنګ کوي، نو باید مومن له دښمن سره سوله ونه کړي، که څه هم نور مومنان یې مخالفت وکړي، خو دا چې دا سوله د ټول لپاره یو ډول وي.»

او الله سبحانه و تعالی فرمايي:

(وَالَّذينَ كَفَرُواْ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ إِلاَّ تَفْعَلُوهُ تَكُن فِتْنَةٌ فِي الأَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ)

ژباړه: «کوم کسان چې له حقه منکر دي، هغوی یو د بل ملاتړ کوي. که تاسې دا (په خپلو منځونو کې دوستي) ونه کړئ، نو په ځمکه کې به فتنه او ستر فساد راولاړ شي.» [انفال: ۷۳]

۱۰۰ کاله کېږي چې امت د خپلو چارو د تنظیم په لټه کې دی او په اسلامي امتونو کې  یو مخلص شپون/ ساتونکي ګوري. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«ألا كُلُّكُمْ رَاعٍ، وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، فَالْأَمِيرُ الَّذِي عَلَى النَّاسِ رَاعٍ، وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ...»

ژباړه: «خبر اوسئ! تاسو هر یو د خپل رعیت ستاتونکي یاست او (د قیامت په ورځ) ستاسو هر یو د خپل رعیت په اړه ځواب ویونکی یاست، هغه امیر چې د خلکو ساتونکی وي، د خپل رعیت په اړه به ځواب ویونکی وي...» [بخاري، مسلم]

 په دې توګه پر امت د مصیبت پایله پر له پسې چوپتیا ده. زموږ پر خاوره یرغل شوی، زموږ خپلوان وژل شوي، له کوره ایستل شوي، زموږ سپېڅلي علما چې حق یې وایه د هغوی عزت تر پښو لاندې شو، شتمنۍ مو لوټ شوې او مقدساتو ته مو سپکاوی کېږي؛ همدا راز په ختیځ ترکستان کې د چین له لوري پر ایغور مسلمانانو وروستی ظلم، د برما پر روهینګیایي مسلمانانو بريد، پر عراق او افغانستان یرغل او د هغوی ويجاړول، د فلسطین، کشمیر او هند د پېښو لېست هېڅ پای ته نه رسېږي.

دا یوازې مسلمانان نه دي چې ځورېږي، بلکې د کمونیست او پانګوال لیبرال ايډيالوژیو چې د اسلام د حاکمیت له نشت راهیسې واکمن  دي، د خپلې بشري واکمنۍ له امله یې پر ځمکه ګډوډي جوړه کړې ده، چې ويجاړۍ یې رامنځ ته کړې او خلک یې له اقتصادي ګډوډیو او بد بختیو سره لاس او ګرېوان کړي دي. د ژوند چاپېریال پر وړاندې بې پروا دي، کورني جوړښتونه یې له منځه وړي او د انسانانو پر اخلاقو یې ناوړه اغېزه کړې ده.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

(ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ)

ژباړه: «په وچه او لمده کې د خلکو (د لاسونو) په عملونو سره فساد ښکاره شوی دی؛ نو الله سبحانه و تعالی پر دوی باندې د هغو عملونو (د سزا) خوند څکي چې دوی کړي دي، ښایي چې دوی راوګرځي.» [روم: ۴۱]

ایا هغه وخت نه دی رارسېدلی، چې لوی امت د خلافت د بیا تاسیس او هغه بشارت چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري موږ ته راکړل شوی،  خپلې هڅې دوه برابره کړو. 

«...ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، ثُمَّ سَكَتَ»

ژباړه: «...وروسته به د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي، بیا چوپ شو» [احمد]

خلیفه به د هغو مومنانو امنیت تامین کړي چې ایمان راوړي او ښه کارونه کوي: الله سبحانه و تعالی فرمايي:

(وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ)

ژباړه: «الله سبحانه و تعالی ستاسو د هغو کسانو سره چې ایمان راوړي او ښه عملونه وکړي، وعده کړې ده چې هغوی په ځمکه کې هماغه شان خلیفه ګان وګرځوی لکه تر هغوی  چې مخکې تېر شوي خلک یې ګرځولي وو. د هغو لپاره به هغه دین پر محکمو بنسټونو ودروي چې الله سبحانه و تعالی ورته خوښ کړی دی. د هغوی د وېرې (اوسنی حالت) به په امن ورته بدل کړي. هغوی دې زما بندګي کوي او له ما سره د کوم شی نه شریکوي. څوک چې تر دې وروسته کفر غوره کړي، نو همداسې کسان فاسقان دي.» [نور: ۵۵]

مسلمانان به بیا د سفر پر مهال د ځمکې له لارې هېڅ وېره نه لري، ځکه چې اسلام به برلاسی وي:

«واللَّهِ لَيَتِمَّنَّ هذا الأمْرُ، حتَّى يَسِيرَ الرَّاكِبُ مِن صَنْعاءَ إلى حَضْرَمَوْتَ، لا يَخافُ إلَّا اللَّهَ، والذِّئْبَ علَى غَنَمِهِ»

ژباړه: «...الله سبحانه و تعالی به دغه دین (اسلام) بشپړوي او پای ته به یې رسوي؛ تر هغه پورې چې یو مسافر له صنعا څخه تر حضر الموت پوري ځي او د الله سبحانه و تعالی او د پسونو لپاره یې د لېوه له ډار پرته له بل هېڅ شي څخه وېره ونه لري.» [بخاري]

امام نووي رحمه الله وايي: «دوی (علما) پر دې موافق دي چې دا پر مسلمانانو واجب ده چې خلیفه وټاکي او امام غزالي رحمه الله وايي: «د امام ټاکل د شریعت له واجباتو څخه دي، چې په ساده توګه نه پرېښودل کېږي، نو پر دې پوه شئ ـ  که امام بې اعتباره وي، داسې قاضیان به وګمارل شي، چې د خلکو وینې، عزت او ملکیت به تر پښو لاندې کوي او د شریعت احکام به په دغو مهمو مسایلو کې په پام کې نه نیول کېږي.»

اې مسلمانانو! حزب التحریر تاسو ټولو ته په ډېر درنښت بلنه درکوي، چې په دې اړه نوره پوهه هم تر لاسه کړئ. د دغه فرصت څخه ګټه واخلئ او پر ځمکه د الله سبحانه و تعالی دین پلی کړئ! بیا به موږ د الله سبحانه و تعالی پيروۍ او د هغه د رضایت د تر لاسه کولو لپاره بېرته راستانه شو.

(فَانقَلَبُواْ بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللّهِ وَفَضْلٍ لَّمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ وَاتَّبَعُواْ رِضْوَانَ اللّهِ وَاللّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ)

ژباړه: «په پای کې هغو د الله سبحانه و تعالی له نعمت او لورینې سره بېرته ستانه شول، هېڅ راز زیان هم ورته ونه رسېد او د الله سبحانه و تعالی له خوښې سره سم یې د تګ کولو مرتبه هم وموندله، الله سبحانه و تعالی ډېر ستر لوروونکی دی.» [عمران: ۱۷۴]

أقيموا_الخلافة#
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
خلافت_بیا_تاسیس_کرو#

د حزب التحریرـ استرالیا مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې