جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     8 رجب 1442

میلادی نېټه :     شنبه, 20 فبروری 2021 م

شمېره:      ۱۰/ ۱۴۴۲

بريطانيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
موږ نه یوازې چې خپل مکلفیت نه شو هېرولی، بلکې د خپل مکلفیت په تر سره کولو کې ناغيړي نه کوو

کله چې سل کاله وړاندې خلافت د استعمار او د هغه د غلام «مصطفی کمال» په لاسونو ونړول شو، نو ځینې علما د هغه پر وړاندې ودرېدل او د الله سبحانه وتعالی، د هغه د رسول صلی علیه وسلم او د ټول مسلمانانو پر وړاندې شوی جرم یې وغانده. دا په داسې حال کې وو، چې نورو بیا د تمدن او مډرنېزم تر نوم لاندې دغه نوی واقعیت ومانه او ځینو نورو بیا نړۍ ته په راتلونکې پېړۍ کې پېښېدونکی ګواښ درک کړ. 

د دې پر ځای چې دغه سکولرېزم په بشپړه توګه رد شي او هغه د اسلام سره ښکاره ټکر وبلل شي، ځکه هغه په بشپړه توګه د اروپا د پېړیو پېړیو، وینو تویولو او د کلیسا د ظلم پای ته رسولو په موخه یو اروپایي مصلحت وو. دغه حل لاره کوم فکري اساسي بنسټ نه وو او د مسلمانانو لپاره یې پلي کول په څرګند ډول یو ناسم کار و. نو د دې پر ځای چې دغه فکرې بطلان خلکو ته بیان شي، د اسلامي امت یو شمېر غړو هغه د یو نوي واقعیت په توګه ومانه  او ان تمه یې درلوده، چې دا به د اسلامي نړۍ لپاره نوې روښانه راتلونکې ولري، ځکه دوی باور درلود، چې دغې پېښې د اروپایانو په ذهن کې د روښنفکرۍ نوی باب پرانیستی وو.

تریخ حقیقت دا دی چې اروپا او د هغه مستعمرو له یوه تیاره حالت څخه بل تیاره حالت ته بدلون وموند، خو د دوی استعماري غوښتنو او د خلافت نه شتون، چې په بهر کې یې د دوی د فعالیت د زیاتوالي مخه نیولې وه، ټوله نړۍ په هغه ناروا او ظلم کې راګیره کړه، چې نن ورځ یې موږ او تاسو شاهدان یو. متاسفانه چې د مسلمانانو ډېر لوی اکثریت غلی پاتې شو، ځکه د دوی خلافت د استعمار د سیکولر غلامانو په لاس نړول شوی و او دوی هغه ګواښ نه شو درک کولای چې سیکولر اروپایي ملحدین یې نړۍ ته راوستلی شوی.

اسلامي امت له هغه وروسته د یوې پېړۍ لپاره د ظلم، جګړو، ویجاړۍ، غلامۍ، بدبختۍ او غربي استحصال شاهد دی. موږ ولیدل چې کمونېزم او کپیټلېزم خلک او ټولنې فاسدې کړې، موږ  ولیدل، چې د دوی ترمنځ یوازې د بشریت د بربادۍ سیالۍ روانې دي او دغه لړۍ هېڅ پای نه مومي. حقیقت دا دی، چې د انسان په لاس جوړه شوې دغه شیطاني ایډیالوژي، یوازې د څو کسانو مادي ګټې تضمینوي او د هېواد په داخل او بېرون کې د بشر لپاره کوم ځانګړی ارزښت نه لري.

سل کاله وړاندې موږ له دغه پېښېدونکي عذاب څخه ناخبره وو، خو نن ورځ کولای شو هغه د لمر په څېر روښانه ووینو. نن ورځ سیکولر ایډیالوژي د هغه د ناسمې عقیدې سربېره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې حاکمیت لري او د څو تنو له ژوند پرته د نور بشر د ژوند په ارامولو کې پاتې راغلې ده. دا یو خپلواک حاکمیت دی، ځکه داسې هېڅوک نشته، چې له هغه څخه پوښتنه وکړي او د دوی له وژونکي ماشین څخه نړۍ وژغوري. موږ د دغه ایډیالوژۍ په جعل او منافقت پوهېږو، خو نړۍ ته د هغه د ښودلو لپاره هېڅ پلیټ فارم نه لرو. موږ د دوی ټولو، ټولنیزو، اقتصادي او بشري ستونزو ته بشپړې حل لارې لرو، خو موږ د خپل ژوند «اسلام» د لارې د ښودلو لپاره هېڅ لار نه لرو. موږ پوره ځواک او سرچینې لرو، چې نړۍ له روان ناوړه حالت، ظلم او استعمار څخه وباسو او د یرغلګرو پر وړاندې ودرېږو، خو ستونزه دا ده چې نن ورځ زموږ لاسونه د غربي غلامانو او مصنوعي سرحدونو په وسیله تړل شوي دي. 

موږ د هغه رسول الله صلی علیه وسلم امتیان یو، چې مینه ورسره لرو او هغوی موږ ته د خپل قدرت د ښودلو په موخه په دوامداره توګه سپکاوی کوي، خو ترکله؟ ایا د سپکاوي دغه یو پېړۍ کافي نه ده؟ ایا د دغه ظلم د پای ته رسولو لپاره کومه لاره شته، ترڅو بشریت روښنایۍ لور ته رهبري کړي، پرته له دې چې د الله سبحانه وتعالی حاکمیت او د رسول الله صلی علیه وسلم سنتو ته غاړو کښېږدو او په پاتې ژوند کې د عزت څښتنان شو؟

دا هماغه څه دي، چې حزب التحریر یې په اړه پر تاسو باندې غږ کوي، ترڅو د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره کار وکړئ، دا هماغه لاره وه، چې رسول الله صلی علیه وسلم ليدلې او موږ ته ښودلې ده. موږ باید د هغه خلکو تېروتنه تکرار نه کړو، چې د خلافت د ړنګېدلو شاهدان وو او د هغه له پایلو څخه باید بې خبره نه وو. دوی دغه ناوړه عمل نړۍ ته د ګواښ او حیاتي مسلې په توګه ونه ګاڼه، خو موږ پوهېږو چې د اسلامي دولت «خلافت» په نه شتون کې نړۍ ته څه پېښ شوي دي. موږ د لویو بشري ستونزو په حل کې، تر هر چا ښه د دیموکراتیک سیکولر ماډل تېروتنې او ناتوانۍ لیدلی شو.

امام الموردي په خپل مشهور کتاب «الاحکام السلطانیه» کې ویلي دي:

"الْإِمَامَةُ مَوْضُوعَةٌ لِخِلَافَةِ النُّبُوَّةِ فِي حِرَاسَةِ الدِّينِ وَسِيَاسَةِ الدُّنْيَا، وَعَقْدُهَا لِمَنْ يَقُومُ بِهَا فِي الْأُمَّةِ وَاجِبٌ بِالْإِجْمَاعِ"

ژباړه: «امامت د دین په ساتنه او د دنیاوي چارو په ترسره کولو کې د نبوت د بریالیتوب لپاره تشکیل شوی دی او د هغو کسانو لپاره چې د امت پر وړاندې مسؤلیت لري، د اجماع له مخې مکلفیت دی.»

موږ له تاسو څخه غواړو، چې مخکې له دې چې د دغه لوی مسوولیت په اړه د بې باکۍ پړه را په غاړه شي، چې د ډېری احکامو پلي کول په هغه پورې تړلي دی، هغه تاسیس کړئ.

أقيموا_الخلافة#
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
خلافت_بیا_تاسیس_کړئ#

یحیی نسبت

د حزب التحریرـ برتانیا مطبوعاتي مسوول

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې