پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 جمادی الثانی 1440

میلادی نېټه :     سه شنبه, 12 مارچ 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۱۸

ولاية الأردن
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د خلافت د ړنګېدو د تلين په پار

 د لندن کرغېړن نوښتګر کنفرانس؛ د ښکېلاکګرې کافرې برتانیې او لوېدیځ د دسیسو یاد تازه کول دي 

د ۲۰۱۹ د فبروري پر ۲۸ مه، په لندن کې د «ودې او فرصت» تر سرلیک لاندې د لندن نوښتګر  کنفرانس د برتانيې او اردن د ګډو هڅو په پایله کې جوړ شو: «دغه کنفرانس د اردن او نړيوالې ټولنې ترمنځ يو نوی مشارکت په ګوته کوي چې د اردن دوامدارې ودې ته او پر خپل ځان بسیا کېدو ته لاره هواروي.» برتانيه، که څه هم له اروپايي ټولنې د وتلو موضوع (Brexit) او مالي ستونزو څخه کړېږي، خو د اردن رژيم د رامنځته کېدو او په سیمه کې د دې رژیم د پیاوړي بنسټ د ملاتړ له وخت څخه، ليواله ده چې  نړيوالې ټولنې ته د منځني ختيځ د کړکېچ د وخت هغه چوپړونه  ور  په  زړه کړي چې د اردن رژيم ورته چمتو کړي و، لکه څرنګه چې په دې وروستۍ بیانیه کې ترې يادونه شوې: «اردن د سيمه ييز ثبات او توازن په وده کې ډېر حياتي رول لوبولی او همدارنګه د تروريزم او سختدريځۍ پر وړاندې له نړيوالو هڅو څخه یې ملاتړ کړی.» همدارنګه ياده بیانیه زياتوي: «د لندن نوښتګر کنفرانس چې د اردن له لوري جوړ شوی، يوه پنځه کلنه طرحه ده چې د پرانيستې ودې، پانګې اچونې او د اردن د وګړو لپاره د دندو په موندلو کې مرسته کوي... نړيواله ټولنه اړتيا لري چې د يادو هڅو ملاتړ وکړي او د بریا په برخه کې یې ونډه واخلي. اردن به د نړيوالو او سيمه ييزو شريکانو ملاتړ ته اړتيا ولري، ترڅو اقتصادي اصلاحات په ښه توګه ترسیم او د اقتصادي اصلاحاتو په موخه یې ملاتړ همږغی کړي.

د انګریز د نوښتګر کنفرانس په تړاو، موږ يادو ټکو ته ستاسو پام را اړوو:

1. راځئ چې د ۲۰۱۸ د ډيسمبر پر ۲۶ مه د حزب التحریر- ولایه اردن رسالې ته بیا کتنه وکړو: «د اردن رژيم خپل ځان ښکېلاکګرو هيوادونو او د پيسو نړيوال صندوق پالیسیو ته سپاري، چې دغه کار د هيواد د ورانۍ او لويې بدمرغۍ لامل ګرځي. د هيواد ژغورنه  ټينګ هوډ او ډېرې پاملرنې ته اړتيا لري چې د هيواد او خلکو لپاره کومه او څه ډول طرحه چمتو شي. د دې لپاره چې هيواد مو له يادو بدمرغيو او کړکېچونو څخه ژغورلی وي، بايد د ستونزو لاملونه وپېژنو. اردنی رژيم د سايکس پيکو له تړون وروسته د برتانيې د سياسي پرېکړې په پایله کې رامنځته شو، له لوی اسلامي امت څخه بېل شو او د لوېديځ ښکېلاکګر کافر او د هغه له پانګوال نظام سره ونښلول شو. ياد هيواد د مرستو، بلاعوضه بسپنو او پورونو له لارې تمويلېږي، خو د هغه واقعي اقتصاد چې له واقعي صنعت، کرهڼې، د کانونو استخراج او له شتمني څخه د اعظمي ګټه اخيستنې پر بنسټ ولاړ دی، مخه نیسي او آن د يهودي دولت د يوه ساتونکي په توګه کار کوي- هغه دولت چې مسجد الاقصی يې اشغال کړی او د فلسطين د مبارکې خاورې خلک، ونې او ډبرې يې له منځه وړي دي. له همدې امله اردن د لوېديځو دولتونو په لاس کې يرغمل دی، د دوی ګټې خوندي کوي او د دوی پلانونه پلي کوي. موږ يو ځلې بيا په ورته رساله کې پر دغو ټکو ټينګار کوو: له دغې بې کفايتۍ، پورونو او بې وزلۍ څخه د خلاصون لاره دا ده چې اسلام ته بيا راوګرځو او په اسلامي شریعت کې حللارې ولټوو، ترڅو دولتي عايدات او لګښتونه مو له اسلامي شریعت سره سم چمتو کړي وي او دا ټول هغه مهال شونې دي چې خپلې اقتصادي او مالي تګلارې د اسلام د اقتصادي نظام په اډانه کې جوړې کړو او خپل ځانونه د پانګوال نظام، د هغه د افکارو، وسايلو، سودي نظم، پورونو، ماليو او همدارنګه د پيسو نړيوال صندوق او نړيوال بانک څخه خلاص کړو. دغه د خلاصون او هيواد ژغورنې لار ده او دا هغه څه دي چې حزب التحرير يې له تاسو غواړي.

2. د خلافت د ړنګېدو تلين چې د ۱۹۲۴ د مارچ  له ۳ مې سره سمون خوري، زموږ بايد هیر نه وي چې برتانيه د خلافت د ړنګولو سرلارې وه او تر څو لسیزو هڅو وروسته یې خلافت د خپل لاسپوڅي مصطفی کمال پر مټ ړنګ کړ. له دغه ځايه د مسلمانانو بدمرغي پيل شوه او دا د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د برتانيې کرغېړنه دسيسه وه. يو له دسيسو څخه دا وه چې د سايکو پيکو تړون له مخې يې اسلامي خاوره بېله کړه او د فلسطين په خاوره کې يې یهودي دولت تاسيس کړ. بله دسيسه يې دا وه چې هند او پاکستان يې سره بېل کړه او کشمير يې هندوانو ته ورکړ. امريکا د اسلام او مسلمانانو پر ضد جګړه له برتانيې څخه په ميراث واخيسته او د نبوت پر طريقه د خلافت د بيا راګرځېدلو مخنيوی يې وکړ. برتانيه په دوکه او فریب کې  لومړۍ درجه ده او اصلي دښمن دی. پر کوم اساس موږ له دوی څخه د مرستې او اقتصادي ملاتړ تمه وکړو؟! هغه ښکېلاکګر کافر ته چې دوی ته يې واک او ځواک ورکړی، له غلامۍ، سرټيټۍ او پلوۍ پرته بل څه کېدای شي. برتانيه په اردن کې داسې رژيم غواړي چې نړيوالې ټولنې ته يو مارکېټ وي او په کوردننه، په سيمه او آن نړيواله کچه د دوی ګټې خوندي کړي او خپل وګړي له پامه وغورځوي او يوازې  دومره ورکړي چې د دوی تر څارنې او امر لاندې وي.

3. وروستی بيانیه په پورونو د سود اندازه او هغه مرسته چې د برتانيې، فرانسې، د اروپا د پانګې اچونې بانک او جاپان له لوري يې ژمنه شوې ده، نه ده په ګوته کړې چې شمېر يې ۱۱۷۰ میليونو ډالرو پور او ۱ ميلياردو ډالرو مرستو ته رسېږي. په دې تړاو د اردن د ماليې وزير وويل، چې دغه پورونه به د هغو معینو پورونو په اندازه کې ډېروالی رانه ولي، خو د حکومتي پلان په  چوکاټ کې د ناخالص کورني توليد په تناسب پورونه کموي! دا د خلکو تېرايستنه او غولونه ده او د تېرو پورونو په اندازه کې نور هم زياتوالی راولي. کورنی ناخالص توليد پرته له غوښتل شويو پروژو څخه نه ډېرېږي. سربېره پردې ګڼ پورونه او بلاعوضه مرستې ناباوره ژمنې دي، هغه وخت يې په اړه باور کېږي چې ورکړل شي، البته سياسي وضعيت ته په کتو سره او همدا رنګه په اپرېل کې د پيسو نړيوال صندوق اجرايه بورډ تر دوېمې ارزونې راپور وروسته.

4. ټولې مرستې، پورونه او بسپنې د هغه سياسي اډانې په دننه کې ورکول کېږي چې  شرط په کې لوېديځو ښکېلاکګرو هيوادونو لکه امريکا، برتانيه او فرانسې ته غاړه ايښودل وي او دا مرستې د خلکو  او امت هيڅ درد نه دوا کوي. د دغو مرستو بنسټيز شرط د تروريزم او سختدريځۍ پر وړاندې مبارزه ده چې په حقيقت کې د اسلام او د اسلامي دولت د بيا تاسيسېدو پر وړاندې مبارزه ښیې- هغه دولت چې ټول اسلامي احکام په بشپړه توګه پلي کوي. هغه دولت چې امت يې ارمان لري او د تاسيسېدو په موخه يې امت نه ستړي کېدونکې مبارزه کوي. دا د پېغمبر صلی الله عليه وسلم پر طريقه هغه رښتنی راشده خلافت دی. په ۱۹۳۸م کې يو برتانوی کاتوليک ليکوال هيلېري بيلاک په خپل کتاب کې د سیاسي دولت تر سیوري لاندې د اسلام د بیاځلې راګرځېدو خبرداری ورکوي: «په احتمالي توګه ماته داسې ښکاري او آن په يقيني توګه به اسلام بيا را څرګند شي او زموږ د زامنو او نيکونو هغه جدي مبارزه چې د عيسوي تمدن او هغه چې له زرګونو کلونو څخه زياته یې له خپل لوی مخالف سره کوله... اسلامي تمدن په مادي اړخ کې ښايي لوېدلی وي؛ هيڅ دلیل نشته چې ولې بايد نوی درس وانخلي او زموږ سره په ټولو مادي اړخونو کې سيال شي او اوس دا زموږ يوازېنۍ غوراوی دی پر هغه باندې - په داسې حال کې چې په عقيده موږ ترې وروسته يو... اوس ښايي همدغه کرښې بسنه وکړي- تر يوه مشر لاندې يووالی –د اسلام بيا ځلې راګرځېدنه ښايي راشي...تر اوسه داسې کوم مشر نه دی راغلی، خو د خلکو لیوالتیا ښايي د راتګ لامل شي او له نني سياسي وضعيت څخه هم داسې ښکاري چې اسلام به بيا ځلې راګرځي – دا حالت لیري نه دی، نږدې دی.

اې د اردن خلکو! موږ د حزب التحرير غړي د دې ګوند له تاسيس څخه په خپلو خپرونو او لیکنو کې تاسو ته په کلونو کلونو د اردن د رژيم واقعيت، د ښکېلاکګرو ځواکونو له لوري د شتمنۍ د لوټولو، د خلکو د سپکولو او د اردن د خلکو د ګمراه کولو او اسلامي فضا څخه د هغوی د ايستلو يادونه کړې او کوو يې. خو اسلام غواړي چې راپورته او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم پر طريقه ریښتنی راشده خلافت تاسيس شي، ترڅو اسلام مو بيرته ژوند ته راوګرځي. په دې تړاو نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: «إِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ» په رښتیا سره امام (خليفه) ډال دی چې تر شا يې مسلمانان جګړه کوي او په هغه سره ځان ساتي.

هو، د خليفه شتون ته د يو ډال په توګه کتل کېږي چې د امت ساتنه کوي او د امت پر وړاندې د دښمنانو دسيسې شنډوي. خليفه به د مجاهدينو په لومړۍ کرښه کې ولاړ وي، له اسلام څخه به دفاع کوي او ټولې نړۍ ته به د اسلام دغه خوږ پيغام لېږدوي. پر همدې بنسټ، له هغه فاسد نظام څخه بايد حللاره غوره نه شي چې بنسټ یې د الله سبحانه و تعالی رالېږلی نظام نه وي. فاسد نظام د فساد په لمنځه وړلو سره  نه اصلاح کېږي، خو دا چې نظام اسلامي وي هغه چې الله سبحانه وتعالی يې په تړاو وايې:

 ﴿وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللهِ حُكْماً لِقَوْمٍ يُوْقِنُونَ﴾

[المايده: ۵۰]

ژباړه: او په فیصله كولو كې له الله څخه (بل) څوك ډېر ښه دى، د هغه قوم لپاره چې یقین كوي!

له يوه ښکېلاکګر څخه د بل ښکېلاکګر لمنې ته پنا وړل له سرغړونې څخه بل څه کېدای شي، سره له دې چې اراده، حسن نیت وي. دا د اسلام بنسټیز اصل او د الله سبحانه و تعالی او د هغه د پېغمبر صلی الله عليه وسلم له حکم څخه سرغړونه ده. د ښکېلاکګر کافر د حکومت پر وړاندې له مبارزې څخه پرته چې کومه بله تګلاره پر لاره پر مخ بېول کېږي، په اصل کې خطا ده. ځکه چې هغوی داسې استبدادي حکومت جوړوي چې د امت لپاره د منلو وړ نه دی او په ټولو اسلامي هيوادونو کې د امت غوښتنه څرګنده ده او امت ژوند ته د اسلام بیا راګرځېدل غواړي.

د حزب التحرير- ولايه اردن مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې