پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     22 جمادی الاول 1439

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 08 فبروری 2018 م

شمېره:      ۳۰/۱۹

ولاية الأردن
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د اردن رژیم د حزب التحریر پر شبابو ظلم او د هغوی ځورونې ته دوام ورکوي

(ژباړه)

له هغه لاریون وروسته چې حزب التحریر په ولایه اردن کې د اردن دولت له خوا د قدس د قضیې له تړلو وروسته د قدس او ټول فلسطین د بري لپاره وکړ، له حزب التحریر او  د دغه حزب له شبابو سره د کرکې دوام زیات شو.  د دغه دولت امنیتي ادارو  د پلازمېنې- عمان په موقابلین سیمه کې د حزب التحریر دوه غړي ونیول. په دغه لاریون کې حزب په اسلامي ځواکونو غږ وکړ، چې د امریکا له خوا د اشغالګرو یهودو د پلازمېنې په توګه د قدس د ټاکلو پر وړاندې د عملي اقدام لپاره د قدس په لور وخوځېږئ. ورور معتصم فایض السالم او علی وصفي حرب، چې د عمومي استخباراتو په زندان کې له بندي کېدو راهیسې یې کورنۍ، خپلوانو او وکیلانو ته د لیدلو اجازه نه ده ورکړل شوې، په دې اړه شکونه زیاتوي چې دوی به سخت شکنجه شوي وي او ټپونه به یې لا نه وي جوړ.

موږ، حزب التحریر ولایه اردن، په پشپړه توګه د علی حرب د امنیت او د حزب التحریر د نورو شبابو د نیولو په اړه د رژیم امنیتي ځواکونه، د عمومي استخباراتو رییس او د څېړنو افسران مسوول بولو. دغو زړورو خلکو رژیم محاسبه کړی او پر بې عدالتیو، دسیسو، فساد او بې پروایۍ یې د اردن ټول خلک خبر کړي. اردن؛ د رښتینو او ځوانمردو خلکو او د پیغمبر صلي الله علیه وسلم د پیروانو ځمکه او سیمه ده.

موږ د اردن د رژیم پر هغو کړنو باخبره یو چې د هغو رښتینو خلکو پر وړاندې یې تر سره کوي چې حقیقت اعلانوي، د اسلامي ژوند د بیا را ژوندي کولو او د اردن د مسلمانانو  د خلاصون لپاره کار کوي او یا هم د اسلامي لښکرو د ویښولو لپاره غږ پورته کوي. موږ ته دا د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه دوی له سیاسي اړخه ماتې خوړلې، د دوی مخکینۍ ناکامۍ او په هېواد کې پر خلکو تاریخي ظلم څرګند شوی او دا کوم عرب یا عجم غولوونکي سیاسي، امنیتي او یا هم هغه اقتصادي مشران چې پانګوال چټل احاسات لري نه شي پټولی. رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایې:

إِنَّ اللهَ لَيُمْلِي لِلظَّالِمِ حَتَّى إِذَا أَخَذَهُ لَمْ يُفْلِتْهُ»»

الله سبحانه وتعالی ظالم ته موقع ورکوي، خو کله یې چې محاسبه کړ بیا یې نه برېږدي.

حزب التحریر ولایه اردن،له الله سبحانه و تعالی، مسلمانانو او نړۍ سره خپل تړون یو ځل بیا  تازه کوي، چې د نبوت پر منهج به د حق اعلانولو ته ادامه ورکوو او یوه زره به هم له دې لارې کاږه نه شو. موږ د تهمت کوونکو له تهمتونو، د کرکجنو له اخطارونو او د ظالمانو له ظلمونو څخه نه وېرېږو. تر هغه چې الله سبحانه وتعالی په ټولو سیمو کې اسلام حاکم نه کړي او پر مسلمانانو د بري رحم ونه کړي خپل کار ته دوام ورکوو او یا به هم له الله سبحانه وتعالی سره په داسې حالت کې وګورو چې د هغه لپاره په کار بوخت وو. الله او دین ته یې ریښتیني او ژمن یو.

﴿إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الأَشْهَادُ * يَوْمَ لا يَنْفَعُ الظَّالِمِينَ مَعْذِرَتُهُمْ وَلَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ

[الغافر:۵۱-۵۲]

ژباړه: باور ولرئ چې موږ په دې دنیا کې د خپلو پېغمبرانو او موءمنانو مرسته هرومرو کوو او په هغه ورځ به یې هم وکړو چې کله شاهدان ولاړ وي، په هغې ورځ چې ظالمانو ته د هغوی معذرت هیڅ ګټه نه رسوي او پر هغوی لعنت ورېږي او هغوی ته ډېر بد استوګنځی وررسیږي.

د حزب التحریر- ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

ژباړن: علي عسکري

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې