پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     12 محرم 1441

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 11 سپټمبر 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۳

ولایه یمن
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په یمن کې د سولې او پخلاینې د باران لومړی څاڅکی، د الله سبحانه و تعالی د حکم خلاف امر کوي

د سولې او پخلاینې کمېټې د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر په ۸مه په صنعا ښار کې د لومړۍ ناستې په خبرو اترو کې د نوموړې کمېټې مشر یوسف عبدالله الفیشی وویل: «راځئ په ډيموکراتیک ډول د خبرو اترو، سولې او ملي اجماع له لارې خلکو ته ور وګرځو». دا خبر د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر په ۹مه د ثورة ورځپاڼې له لوري هم خپور شوی و.

حوثیانو په دغو چیغو «قران او د الله سبحانه  وتعالی قانون» د خلکو غوږونه کاڼه کړل. دوی دې ته لاره هواروي چې دین له ژوند څخه بېل کړي او غواړي په یمن کې د غربي کپیټلیسټي بنسټ له زړه څخه راوتلې پخلاینه وشي. دوی د رښتني اسلامي نظام لپاره کار نه کوي، چې پر ځمکه د اسلام دین حاکم کړي او هغه نظام چې سرچینه یې له اسلامي مفکورو څخه اخیستې وي. دوی باید د هغه اسلام ملاتړ وکړي، چې د اسلامي دولت اساس او بنسټ بلل کېږي.

د دې لپاره چې خلک سره راټول کړي، خپلواکي رامنځ ته کړي او الله سبحانه و تعالی ته وروګرځي، د هغه اوامرو ته غاړه کېږدي او له هغه څه چې الله سبحانه و تعالی منع کړي ډډه وکړي او همدا راز اسلامي قانون (شریعت) پلی کړي؛ دوی ځي د قدرت  سرچینو ته او د هغوی پر بنسټ ښه او بد ټاکي! د دې پر ځای چې قانوني سرچینو ته سر ورښکاره کړي، حلال او حرام یو له بل څخه بېل کړي، له حرامو ډډه وکړي او له مکروه کارونو څخه لاس واخلي، د اکثریت په پلمه هوس او نفسي غوښتنو ته لاره هواروي او غواړي چې له ډيموکراټيکو لارو چارو کار واخلي. دوی خلک د جمهوري نظام منلو ته رابولي، هغه نظام چې اساس یې له مخکې اېښودل شوی دی. دوی غواړي چې خلک باید بل دولت ته زړه ښه نه کړي. دا ټولې فدرالي پروژې دي، چې د لويدیځ له لوري په بېلا بېلو سیمو کې پلې کېږي. د دې پر ځای چې حقیقت ته وګوري او د اسنادو په قوت سره د الله سبحانه و تعالی له امر سره سم خلافت د حکومتي نظام په توګه ومني؛ دوی راځي د اکثریت په پلمه اخ و ډب ته لاره هواروي.

که د باران لومړۍ برخه یو څاڅکی وي، د سولې او پخلاینې وروستی څاڅکی به یې څه شی وي، په داسې حال کې چې د الله سبحانه و تعالی له حکم پرته امر یې لومړۍ برخه وي؟!

اې د یمن خلکو، اې مومنانو! هغه څوک چې د دوی لپاره ښه سلاکار وي او په دې هم پوهېږي چې حوثيان د څه لپاره بلنه کوي، په کوم دلیل د هغوی د غوښتنو پر وړاندې چوپ پاتې شي؛ ایا د حق غږ پورته نه کړي او د ژوند په چارو کې د الله سبحانه وتعالی د اوامرو پلي کېدل و نه غواړي؟ حوثیان خو دوه سرونه نه لري؛ چې یو یې د ژوند په ټولو چارو کې د الله سبحانه و تعالی د قانون پلي کول غواړي او بل یې بیا ګناه کوي لکه، څنګه چې د الفیشي په خبرو کې له ورایه ښکاري، چې د ژوند په ټولو چارو کې یې د له الهي قانون پر ځای د بشري قانون پلي کول غوښتل. ایا تاسو کوم داسې معقول سړی لرئ، چې د حقیقت غوښتنه وکړي؛ په داسې حال کې چې دا کار به ښايي له کړاوونو څخه ډک هم وي؟!

لکه څنګه چې موږ حزب التحریر تل وایو، چې د الله سبحانه و تعالی حکم پر ټولو مسلمانانو واجب دی. دوی باید ژر تر ژره د نبوت پر اساس هغه راشده خلافت تاسیس کړي، چې الله سبحانه و تعالی یې له موږ سره ژمنه کړې ده. هغه سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الأَشْهَادُ

[غافر:۵۱]

ژباړه: له شک پرته، چې موږ له خپلو پيغمبرانو او مومنانو سره هم په دې دنیا کې او هم په هغه ورځ مرسته کوو، چې شاهدان به شاهدي ورکوي.

او پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې هم په اړه زیری ورکړی دی، چې فرمایي:

«ثٌمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ...»  

ژباړه: بیا به خلافت د نبوت په تګلاره راګرځي....

د حزب التحریر-ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې