جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     12 محرم 1441

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 11 سپټمبر 2019 م

شمېره:      1441 / 02

ولایه یمن
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
انګلستان غواړي له سویلي یمن څخه د سعودي عربستان لاسونه لنډ او امارت دخیل کړي

په یمن کې خپرېدونکې الطورا ورځپاڼې د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر پر ۷مه د برتانیې د «    Independent Newspaper» ورځپاڼې په حواله د یمن په سویل کې له المهرا ولایت څخه یو راپور خپور کړی. په دغه راپور کې راغلي چې سعودي ته خبرداری ورکړل شوی، چې خپل سرتېري له دغه ولایت څخه وباسي، ځکه په المهرا کې د دغو سرتېرو شتون د عربي اماراتو له مېشتو سرتېرو سره د جګړې لامل کېږي.  

په المهرا کې د ال سعود پوځیانو شتون عمان هم ناارامه او زیانمن کړی دی، په دې تړاو عبدالله الغیلاني وویل: «یقینا المهرا د یمن د سلطنت د انگړ حیثیت درلود. موږ یې زېربیناوو ته پراختیا ورکړه او ټینګې سیاسي اړیکې ورسره لرو». المهرا ته ځکه د عمان انګړ ویل کېږي، چې ورته نیږدې دی او دوی د المهرا د هغو قبیلو په وسیله په پټه ډېر کار کړی، چې دوی ته وفادارې دي. اوسمهال د ال سعود پوځیانو د شتون پر وړاندې مخالفت کوي او پر همدغه مهال عمان په المهرا کې النهیان ته هرکلی کوي او د یوه ځایناستي په سترګه ورته ګوري.  

د عربي اماراتو ملاتړی انګلستان، امریکا ته خپل پیغام واستاوه، چې د سعودي د حکامو تر شا ولاړه ده. وروسته له دې چې انګلستان احساس کړه، چې ال سعود د هادي او انتقالي شورا تر منځ له پېښو شوو خبرو څخه ګټه اخلي، نو المهرا ته یې ۱۵۰۰ نوي پوځیان واستول او دغه پوځیان یې پخوانیو ته نیږدې په الغیثه هوایي ډګر کې دي.

د اکسفورد پوهنتون یوه ښوونکي الیزابیت کینډل وویل: « یقیناً که په المهرا کې د سعودي عرب پوځیان وي، عربي امارات د سویل یوې برخې نیولو ته نه پرېږدي».   

له دې څخه ښکاري چې د ال سعود حکام حرص لري، چې د نفتو پایپونه تېرول د یمن په سهیلي سیمو کې نور هم پراخ کړي. له دغه وضعیت څخه تاسو د ال سعود او النهیان تر منځ د اړکیو واقعیت درک کولی شئ، چې په یمن کې د حوثیانو پر وړاندې د مبارزې د اېتلاف اصلي لوبغاړي دي.

په یمن کې د اماراتو مداخله د انګلستان د ګټو د خوندي کولو په معنا ده. په ورته ډول سلمان او د هغه زوی په یمن کې د امریکایې ګټو مدافعین دي او د امریکایانو پلانونه پرته له درک او بدلون څخه پلي کوي.

د یمن خلکو خپله ستونزه یوه نړیوال جګړه مار ته سپارلې؛ دوی خپله لاره نه پالي، نو ځکه یې خاوره له ټوټه کېدو سره مخ کړې ده. دوی له دې پرته بله هېڅ د خلاصون لاره نه لري، چې بېرته الله سبحانه وتعال ته وګرځي او د هغه سبحانه وتعالی د احکامو پیروي وکړي. دوی باید د خپلو ستونزو حللاره په اسلام کې ولټوي او د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت (رښتینی خلافت) په واسطه یې پلې کړي، ځکه له دغه ستونزو  څخه د خلاصون او نجات یوازنۍ لاره همدغه ده.    

حزب التحریر-ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې