جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     2 محرم 1441

میلادی نېټه :     یکشنبه, 01 سپټمبر 2019 م

شمېره:      HTY- 1441 / 01

ولایه یمن
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
برېتانیایي لېونتوب... د یمن په جنوب کې خلک کوم لوري ته بیایي؟

په مشق کې د عبدالربي حمدي د کنټرول لپاره د هاني بارک له رابللو وروسته د انتقالي شورا په مشرۍ په شبوه، ابین او عدن ولایتونو کې خونړي زیانونه او اړدوړ تر اوسه دوام لري، له همدې لارې غواړي ابین ولایت، مرکز زنجبار او شقرا او ورپسې شبوه ولایت تر خپلې ولکې لاندې راولي. 

خونړي تود اړدوړ هغه وخت زور واخیست چې کله د عربي متحده اماراتو الوتکو په عدن او ابین ولایتونو باندې ۱۰ برېدونه وکړل او په پایله کې د ۲۰۱۹/۰۸/۲۹مه ۳۰۰ کسان ټپي او ووژل شول، لکه څرنګه چې د انتقالي شورا ځواکونو په عدن ولایت کې پرمختګ ته د پای ټکی کېښود او په شبوه ولایت باندې یې خپله ولکه له لاسه ورکړه دوی غوښتل د هادي عسکرو مخه ډب کړي. په سيمه باندې د انتقالي شورا او هادي ځواکونو د ولکې د چټکتیا پر تبادلې اورېدونکي هک پک دي، وروسته بیا د برېتاینا په څرګندونو پورې تړاو ورکوي چې هادي او انتقالي ځواکونه دواړه د دوی اجيران دي؟

برېتانیې خپله تنده نه ده ماته کړې ـ دوی په تاريخ کې د افسانوي سړي خوړونکو په نوم یادېږي، له هغه وخت راهیسي چې دوی د شاهي نظام ملاتړ کوي د ۱۹۶۲ـ ۱۹۶۸م کلونو تر منځ غواړي د ملي جبهې تر څنګ په ۱۹۶۷م کال کې عدن تر خپلې ولکې لاندې راولي او د یمن د خلکو له وینو ځانونه خړوب کړي، په ۷۰،۸۰، او تېره ۹۰مه لسیزو کې د دوی تنده نه ده خړوبه شوې، دوی تر اوسه پورې د خپلې برګټۍ متحده عربي اماراتو په مرسته وينه تویوي چې په راتلونکو خبرو اترو کې په یمن کې وروسته له دې چې دوی د خپل مستعمره عدن څخه هوثیان وشړل خپل اجيران ډېر کړي. 

اې د ټول یمن له شمال څخه نېولې بیا تر جنوب پورې زموږ خلکو: آیا تاسو له شپېتو کلونو راهیسې کافي څه نه درلودل چې تاسو په خونړیو پېښو کې چې سلګونو او زرګونو خلکو پکې خپل ژوندونه له لاسه ورکړ ښکېل یئ چې نه د مسلمانانو ګټه پکې وه او نه هم د اسلامي قانون پياوړتیا او دفاع، بلکې یوازينی دلیل یې پر تاسو باندې د برېتانیې سیاسي واکمني او د هغوی له ايستلو څخه ستاسو مخنیوی و، د امريکا سیاسي واکمنۍ یې ځای ونيولو.

البخاري، مسلم، النسایي او ابن ماجه روایت کوي چې جریر بن عبدالله رضی الله تعالی عنه وویل: د الله تعالی پیغمبر په حجه الوداع کې له ما وغوښتل چې خلکو ته ووایم چوپ شي، وروسته هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لَا تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّاراً يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ»

ژباړه: تر ما وروسته د یو بل پر وژلو باندې مه کافران کېږئ.

سنن ابن ماجه له ابو امامه څخه روایت کوي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مِنْ شَرِّ النَّاسِ مَنْزِلَةً عِنْدَ اللهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَبْدٌ أَذْهَبَ آخِرَتَهُ بِدُنْيَا غَيْرِهِ»

ژباړه: د الله تعالی پر وړاندې به د قیامت په ورځ د خلکو له منځ څخه تر ټولو بد کس هغه څوک وي، چې له دې وروسته د دنیا لپاره آخرت پرېږدي.

د الله تعالی سپارښتونو او اوامرو ته بېرته راوګرځئ او له هغه څه یې چې منع کړي یاست ډډه وکړئ لکه څرنګه چې الله سبحانه و تعالی تاسو ته وايي:

﴿إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ أَمَرَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ ...﴾

ژباړه: یعنې حکم پرته له الله سبحانه و تعالی څخه د بل چا لپاره نه دی، چې امر یې کړی د هېچا عبادت ونه کړئ، پرته له ده سبحانه و تعالی څخه....

تاسو کمونېزم او کپيټليزم په داسې حال کې چې تاسو مسلمانان یئ وآزمویلی، ایا نه غواړئ چې اسلام بېرته د نبوت پر اساس د خلافت په رامنځ ته کولو سره پلی کړو، ایا تاسو دغه غوښتنه منئ؟

 ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ

[انفال: ۲۴]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! د الله سبحانه و تعالی او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دعوت ومنئ کله چې تاسو داسې څه ته رابولي چې تاسو ته ژوند دربښي.

حزب تحریر-ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې