جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     9 ذولحجه 1440

میلادی نېټه :     شنبه, 10 آګست 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۲۷

ولایه یمن
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د عدن د بېلېدونکو او د صنعا د چاقو تېروونکو تر منځ شړل شوي کسان

(ژباړه)

حوثیانو د هغو کسانو په اړه د ویډیو، غږیزو پیغامونو او پاڼو د خپرولو له لارې خبرونه خپاره کړل، چې له عدن څخه په زور شړل شوي وو. حوثیانو بیا وروسته د ۲۰۱۹م کال د اګېسټ په لمړۍ د ابي یمامه د وژنې مسوولیت پر غاړه واخیست او د دغو ټولو غمیزو پړه یې د هغو کسانو پر غاړه واچوله، چې یمن او عدن سره بېلوي. هغه کسان چې په عدن کې د شمالي یمن له خلکو سره، چې بچیان یې په زور ایستل کېږي، هېڅ مرسته نه کوي. په عدن کې دا ظلم یوه رشوت خوره او بدماشه ډله کوي، چې که په اړه یې څېړنه وکړئ، نو پوه به شئ چې همدا ډله له عدن څخه د ایستلو وړ ده.

حوثیان هڅه کوي چې له عدن څخه د ایستل شوو کسانو په مسله کې ځانونه بې ګناه وښیي او نه غواړي چې د شړل شوو کسانو په ظلم کې په تور تورن شي. ان تر دې چې حوثیان ښایي له نړیوالو سازمانونو څخه د شړل شوو کسانو د ساتنې لپاره د مرستې غوښتنه وکړي.

هغوی دا کار څنګه کولای شي، ځکه دوی خو یوازې د یمن پر یوه برخه کې واکمن دي، نه پر ټول یمن. ایا هغوی لا تر اوسه له اسلام پرته د نورو نظامونو د پلي کولو هڅه کوي؟ که هغوی پر یمن له اسلامي اصولو سره سم بشپړ واک درلودلای، نو مسلمانانو او غیر مسلمانانو به ور څخه د ټولو ښیګڼو، عدالت او امنیت غوښتنه کوله. له همدې امله حوثیانو له نورو خلکو پټې پیسې اخیستې دي. په داسې حال کې چې بېوزلي، اړتیا او سوال کول په خلکو کې ډېر شوي دي. خلک د حوثیانو له وېرې له صنعا څخه وتښتېدل، خو په پایله کې په عدن کې د سوېل د بېلېدونکو قرباني شول.

مدینې منورې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ننوتلو سره د دولت جوړېدو او د اسلام واکمنۍ، د یهودیانو مخه ونیوله او د دې لامل وګرځېد چې د سیمې اوسېدونکي او د شتمنۍ خاوندان (انصار) خپله مړۍ له هغو مهاجرو وروڼو سره وویشي، چې هېڅ یې هم نه درلودل. ایا حوثیانو دا نه دي لوستي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له یهودیانو سره تړون درلود او مهاجرین او انصار یې د وروڼو په څېر سره یو کړل او یا که هغوی په هغه څه چې لولي یې، نه پوهیږي؟!

له دې امله که څوک نه پوهېږي، مانا دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه حدیث نه پوهېږي:

«...ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: خلافت به یو ځل بیا د نبوت پر تګلاره راځي.

موږ درک کوو، چې د ایمان او پوهې خاوندان د راشده خلافت تر سیوري لاندې ژوند کول غواړي، نو په بل بدیل پسې دې نه ګرځي او د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس لپاره دې له حزب التحریر سره یو ځای شي.

حزب التحریر-ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې